پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت فرارسیدن سال جدید ۱۳۹۶

پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت فرارسیدن سال جدید ۱۳۹۶

بسم الله الرحمن الرحیم

هموطنان گرامی،

برادران و خواهران عزیز،

فرارسیدن سال جدید هجری شمسی را به یکایک شما تبریک گفته و آرزو میکنم که این سال سرآغاز تحولات امیدوارکننده در عرصه های امنیتی، انکشافی و فرهنگی در میهن عزیز ما باشد.

نوروز فرصتی است تا خستگی ها و افسردگی ها را پشت سرگذاریم و همگام با طبیعت که جلوه زار نشانه های الهی در آفاق هستی است، ما نیز به تحولات ثمرخیز آغوش بازکنیم و از این راه صفحه تازه ای در زندگی فردی و اجتماعی خود بگشاییم.

ما می توانیم با استفاده از بهار طبیعت و دامن گستردن سبزی و طراوت در صفحه صفحۀ آن، به زندگی خود طراوت و تازگی ببخشیم، روابط خود را با اعضای خانواده، با اقارب و با دوستان خود، رنگ و روی تازه بدهیم و پیوندهای ارزشمند را عمیقتر و استوارتر بگردانیم.

قدرمنو وطنوالو،

موږ هر یو کولای شو چې د ګران وطن په جوړولو کې برخه واخلو. د نیالګیو ایښودل، کروندو ته اوبه ورکول، د ونو او بوټو خدمت، د مکتب جوړول،د روغتون ابادول، د یوه سړک په رغولو کې شریکېدل یا د کلی او کوڅې په پاکی کې برخه لرل، دا ټول د خیر عملونه دی چې د خدای مخلوق ته یې ګټه رسېږی او وطن ورسره ابادېږی. زموږ دین له موږ څخه خیر او نیکی غواړی.

 اوس چې الله تعالی په یوه بل کال کې د ژوند کولو فرصت راکوی، د دې فرصت باید شکر ادا کړو او د ژوند په مختلفو ساحو کې د خیراو بهتری لپاره زیار وباسو. زموږ خلک طبعا غواړی چې په امن کې اووسی، اقتصاد یې بهتره شی، اولادونه یې سبق ووایی او روښانه آینده ولری. دا یوازې د امنیتی، دفاعی قواوو نه بلکې زموږ ټولو وظیفه ده چې د کار، زحمت او ښه سلوک په ذریعه، له شر او ناامنۍ سره مبارزه وکړو او د امېد، خوشبینۍ او خوشحالۍ رڼا خپره کړو.

ما می توانیم تصمیم بگیریم تا سال نو را به سالی متفاوت تبدیل کنیم، سالی که در آن نقشه های شوم دشمنان این کشور نقش بر آب شود، و آرزوهای مردم ما برای پیشرفت، ترقی و امنیت دست یافتنی تر گردد. ما می توانیم جلو تلاشهایی را بگیریم که یأس و دلسردی می پراکنند و خبر از مرگ و ویرانی میدهند؛ و بجایش امید، تحرک، نشاط، و خوشبینی به آینده را به جامعۀ خود ارمغان کنیم.

این بر دوش همۀ ماست، ملت و دولت، شهری، روستایی و کوچی، سیاستمدار و فرهنگی، کارگر و کارفرما، و هر کسی که سهمی در زندگی اجتماعی دارد، تا امید، عزم، اراده، همت، و باورمندی را ترویج و تعمیم ببخشیم، باورمندی به خود، به نیروهای دفاعی و امنیتی خود، به تلاشهای مسئولان خود، به نتیجه بخشی فعالیت های سودمند خود و به هر گام مثبتی که برای آینده مردمان این آب و خاک برداشته میشود.

ما باید از مسجد و مکتب، از رادیو و تلویزیون، از روزنامه و جریده، و از تریبون های سیاسی و فرهنگی یکصدا این پیام را بدهیم که ارادۀ این ملت در برابر جنایت و وحشیگری سست نمی شود، و کسانی که میخواهند اراده و عزم مردم ما را به آزمون بگیرند سرانجامی جز سرشکستگی نخواهند داشت، و ما به توفیق الهی راه خود را از میان همۀ موانع بسوی آینده ای تابناک تر باز خواهیم کرد.

 په تېر کال کې که څه هم د شر او ګمراهی پلویانو خپل ټول کوښښ وکړ چې ګران هیواد ناارامه وساتی، د خدای د مخلوق وینې وبهوی او د وطن میندې او خویندې غمجنې او پریشانه کړی، خو، د دې باوجود، زموږ ځوانانو د ژوند په هر ډګر کې وطن ته ویاړونه وګټل او د امېد او خوشحالۍ مشالونه یې بل کړل. که زموږ سرتېرو د وطن او وطنوالو په دفاع کې حماسې رامنځ ته کړې، نو د علم او معارف په ساحه کې هم د دې خاورې لوڼو او زامنو نوی پرمختګونه وکړل. دغه راز، ځوان ورزشکاران مو له نړیوالو ډګرونو څخه وطن ته ډک لاسونه راستانه شول. زموږ د کرکټ ملی ټیم په تیر کال کې د دغه ورزش په تاریخ کې نوی ریکارډونه ثبت کړل. د ګران وطن کسبګر، بزګران، تاجران او ټول اقشار، له مشکلاتو سره سره،  په عظیم همت او بې سارې جذبه په کار او هڅو بوخت دی او د دوی د هڅو په برکت د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښه ژوند په لور حرکت وینو. زه ټولو وطنوالو ته چې د ژوند په مختلفو ساحو کې یې ویاړونه ګټلی دی مبارکی وایم او په نوی کال کې یې د لا زیاتو بریاوو ارزو کوم. نوی شمسی هجری کال دې ټولو ته بختور وی.

آمین یا رب العالمین

 زنده باد افغانستان

تل دې وی افغانستان

یشه سن افغانستان

شریک سازی
Share on Facebook0Share on Google+0Email this to someoneTweet about this on TwitterShare on LinkedIn0