متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم نهمین دور فراغت افسراناکادمی نظامی پوهنتون دفاع ملی مارشال فهیم

متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در مراسم نهمین دور فراغت افسراناکادمی نظامی پوهنتون دفاع ملی مارشال فهیم

۵ حوت ۱۳۹۵

بسم الله الرحمن الرحیم

ګران ورور د مشرانو جرګې مشر او د مشرانو جرګې او ولسی جرګې استازی، جناب محترم وزیر صاحب دفاع ملی، جناب محترم وزیرصاحب داخله، جنرال صاحبان، قوماندان صاحب اکادمی ملی افغانستان، تمام استادان محترم، افسران عزیز، بریدملان محترم، سربازان گرامی و ۳۴۳ جوان فارغ التحصیل امروز ما و خانواده های فارغ التحصیلان،

السلام و علیکم و رحمه الله و برکاته،

تر هر څه اول د نظامی اکاډمی د ځوانو افسرانو د فارغېدلو په مناسبت دوی ته او  د دوی استادانو ته مبارکی وایم. د مارشال محمد قسیم فهیم د ملی دفاع پوهنتون د خپلو متعهدو او لایقو استادانو او مسوولینو د کار او زیار په برکت، په ټوله منطقه کې یو بهترین پوهنتون او بهترینه نظامی اکاډمی ده. هیچ کمبود نداریم و از همکاران بین‌المللی خود خاصتاً از ایالات‎متحده امریکا و کشور شاهی بریتانیا سپاس و امتنان می‎کنیم. د دې اکاډمی له استادانو او مسوولینو تشکر کوم او دغه راز له دغو ځوانو افسرانو چې نن یې د فراغت جشن ته راغلی یو، د زړه له کومې تشکر کوم چې دوی د ځانونو لپاره د وطن د دفاع مقدسه وظیفه انتخاب کړې ده. د هر چا ژوند ته خپل انتخاب معنا ورکوی. تاسې ځوانو افسرانو د خپل ژوند لپاره ډېر عالی او مقدس انتخاب کړی دی، ځکه نو د دې وطن په بهترینو خلکو کې یاست.

د اعلی سرقوماندان په حیث زه نه یوازې په تاسو ویاړم له تاسې نه مننه کوم، هر کدام تان می‎توانستید یک انتخاب دیگر کنید اما این انتخاب تان نشاندهنده این است که نسل جوان افغانستان به نظام قانون اساسی خود متعهد است و از آن دفاع می‎کند.

افغانستان له تروریزم سره د جنګ په حالت کې دی. تاسې د خپلو خلکو د دفاع لپاره، د اسلامی او ملی مقدساتو د دفاع لپاره او د ټول انسانیت د مشترکو ارزښتونو د دفاع لپاره د فداکاری او سربازی لاره غوره کړې ده. دا سخته لاره او سخت انتخاب دی خو مقدس انتخاب دی، د افتخار لاره ده او د ملت د ژرغونې لاره ده.

د افغانستان د قهرمانې اردو د افسرانو په حیث ستاسې د کار او شهامت په نتیجه کې د ګران افغانستان استقلال او ملی حاکمیت ساتل کېږی او له اساسی قانون سره سم سیاسی نظام تداوم پیدا کوی.

هیچ‌کس شک نداشته باشد که نظام سیاسی افغانستان ان‌شا الله و تعالی تداوم پیدا می‌کند و به همت شما تحکیم می‌شود.

ستاسې د کار او شجاعت په نتیجه کې ماشومان په اطمینان سره مکتبونو ته تلای شی، ډاکتران په ډاډ سره د مریضانو خدمت کولای شی، کورنۍ د ارام خوب کولای شی او خلک د حلالې روزۍ د ګټلو او د وطن د ابادولو فرصت موندلای شی. په حقیقت کې تاسې او ستاسې همکاران نه یوازې د وطن استقلال ساتئ او له قاتلانو او ترورستانو څخه د وطنوالو امنیت ساتئ، بلکې د وطن د اقتصادی ودې او انکشاف لپاره لاره اواروۍ او په دې خاوره کې د عزتمن ژوند زمینه برابروئ.

بحیث رئیس‌جمهور افغانستان از خانواده‌های محترم تان من از صمیم قلب ابراز امتنان می‌کنم و به نمایندگی از تمام دولت و ملت از مادران تان که این‌طور فرزندان را بدنیا آورده اند، تشکر می‌کنم و از پدران تان که راه وطن دوستی را به شما یاد داده اند، تشکر و امتنان می‌کنم.

فرزندان دلیر وطن!

آزادی، استقلال، حاکمیت قانون، و نظام سیاسی مردم سالار همه متکی به همت و بازوی شما شیرمردانی است که در یکی از دشوارترین مراحل تاریخ این کشور، تصمیم گرفته اید به پاسبانی از حیات، ترقی و اعتلای یک ملت عظیم کمر ببندید. شما به رضایت خود انتخاب کرده اید که در روزهای سخت تاریخ در کنار مردم خود بایستید، و همیشه این انتخاب‌های دشوار و سرنوشت ساز است که مسیر تاریخ را عوض می‌کند. شما هستید که با جان‌فشانی و فداکاری بی‌نظیر خود نه تنها روح باورمندی را در یکایک آحاد این ملت دمیده اید، بلکه باور جهانیان را به این کشور از نو زنده ساخته و اعتماد دنیا را به توانایی‌های مردم آن بازگردانیده اید. من با تکیه بر کارنامه افتخارآفرین شما بود که توانستم تعهد جامعه جهانی را به حمایت از افغانستان در کنفرانس امنیتی وارسا حاصل کنم. شما تنها در سنگر دفاع از افغانستان قرار ندارید، بلکه افزون بر آن، در خط مقدم نبرد با تروریزم بین‌المللی هستید که تهدیدی برای تمدن بشریت است، و شما از این رو نگهبانان ارزش‌های تمدنی بشریت هستید، و از این لحاظ، هم افغانستان و هم جهان مدیون فداکاری‌های شما است. امروز هر افغان در هر نقطه از جهان می‌تواند از نقشی که این ملت بر دوش دارد با سربلندی یاد کند و به آن افتخار نماید. اگر قربانی و فداکاری شما در سنگر نمی‌بود، زبان و منطق من برای قناعت دادن دنیا کافی نبود. می‌فهمید که تمام سران دنیا چه گفتند؟ گفتند که سربازان کشورهای دیگر بعد از انتقال قدرت از نیروهای بین‌المللی به نیروهای داخلی، فرار کردند. سرباز افغان فرار نکرده و جنرال افغان قهرمان است.

در سال‌های اخیر، بیشترین سنگینیِ بارِ حفاظت از دولت و ملت به دوش قوای دفاعی و امنیتی ما قرار داشته است، و اکنون دولت و ملت با تمام توان در کنار شما قرار دارد. ما می‌خواهیم با نهادینه ساختن جایگاه برابر برای هر یک از فرزندان این سرزمین، روند ملت سازی را که در سال‌های جنگ آسیبِ شدید دیده بود از نو تقویت ببخشیم. هم‌چنان در دو سال گذشته تلاش کرده ایم مناسبات بین‌المللی خود را بر اساس منافع مشترک از نو بازسازی کنیم، زیرا سیاست خارجی در تداوم سیاست داخلی قرار دارد و داشتن روابط قوی با شرکای بین‌المللی از ضرورت‌های مبارزه با موج فزاینده افراط گرایی و تروریزم منطقه‌ای و جهانی است. ما هم‌چنان در زمینه بهبود سیستم حکومت‌داری و جلوگیری از فساد در این مدت گام‌های قابل توجهی برداشتیم و افغانستان را از بدنامی قرار گرفتن در لیست فاسدترین کشورها دور ساختیم، و تلاش ما در این مسیر هم‌چنان ادامه دارد. اکنون این باور در سطح جهانی در حال شکل گرفتن است که مردم افغانستان می‌توانند مسیر حکومت‌داری سالم را در پیش بگیرند.

حمایت از نیروهای دفاعی و امنیتی افغانستان یکی از عناصری است که روحیه ملی را در سرتاسر این کشور تقویت کرده است. خانواده‌های شما مانند خود شما برای همه مردم افغانستان عزیز و گرانقدر است و ما همه تلاش خود را می‌کنیم که بیشترین توجه به آنان صورت بگیرد، خصوصاً به خانواده‌های شهدا و بازماندگان آنان تا امکانات مناسب برای شان فراهم گردد. لطفاً جناب وزیر صاحب و لوی درستیز صاحب از من برای رسیدگی شهدا تشکری نکنید، من خادم قوای مسلح افغانستان و شهدای افغانستان هستم. هیچ بریدمل، هیچ سرباز و هیچ افسر هم‌سنگر خود را فراموش کرده نمی‌تواند، از این جهتخدمت به خانواده‌ها و توجه به آنان یکی از اولویت‌های ماست و شما به یاد دارید که من هر دو هفته بعد خودم جدول ها را تعقیب می کنم چون خون شما این خاک را مقدس ساخته است و هیچ وقت ملت این خون را فراموش کرده نمی‌تواند. برای آسیب دیدگان قواعی دفاعی و امنیتی و تداوی آنان اقدامات خاصی صورت گرفته است و اکنون بهترین دوا و تجهیزات معالجوی برای شان فراهم شده است. ما اجازه نمی‌دهیم که از لباس و غذای تان دزدی شود و حلقات فاسد مافیایی حقوق شما را پایمال سازند. مبارزه با اختلاس و سوء استفاده از امکانات قوای دفاعی و امنیتی ما فعلاً در صدر اولویت‌های ما قرار دارد و کسانی که مرتکب فساد شده اند مورد پیگیرد شدید قانونی قرار خواهند گرفت.

د افغانستان د دفاعی، امنیتی قواوو زړه ورو سربازانو، قدرمنو افسرانو او محترمو جنرال صاحبانو!

په تېرو کابو څلویښت کلونو کې زموږ څو نسلونو په بحران او بې ثباتی کې ژوند وکړ. په دې اوږده موده کې بزګر پرې نه ښودل شو چې په ارام زړه په پټی کې کار وکړی او مور ته اجازه ورنه کړای شوه چې خپله لور او زوی په اطمینان سره مکتب ته واستوی. په دې موده کې د بندونو د اعمار، د فابریکو د جوړولو او د ځمکو د ابادولو په مخ کې ډیر خنډونه جوړ شول او د افغانستان دښمنانو وغوښتل چې دا ټولنه بې ثباته وی، دا خلک پریشانه وی، دا وطن وروسته پاتې وی، د دې وطن بچی له تعلیمه محروم وی او د ګران هېواد اوسېدونکی په خپل منځ کې له یو بل سره په مخالفت کې واوسی.

دا اوس ستاسې د نسل وظیفه ده چې ګران هېواد د دایمی ثبات مرحلې ته ورسوئ. میندې، خویندې، ځوانان، بوډاګان او ټول ملت دایمی ثبات غواړی او تاریخ دا وظیفه تاسې او ستاسې نسل ته سپارلې ده چې خپل خلک د باغیانو او انتحاریانو له شره د تل لپاره وژغورئ. دوی ته ځای پرېنږدئ.

۳۴۳ صاحب منصب جوان افغانستان امروز به دشمنان افغانستان یک پیام دارد، آرزو شوم تان را به گور خواهد برد. او درته وایی، دا وطن جوړوو جوړوو یې جوړوو.

د دایمې ثبات مرحلې ته د رسېدو لپاره څو ټکی ډیر مهم دی. یو د دولت سازی بحث دی چې د قوې مشروع استعمال یې ډېر مهم عنصر تشکیلوی. یعنې موږ باید داسې مرحلې ته ورسېږو چې قوه یوازې د قانون په چوکاټ کې استعمال شی. د غیرمسوول مسلح اصطلاح باید زموږ له سیاسی فرهنګه وایستل شی. د قوې د مشروع استعمال په نتیجه کې ملت په اردو او په امنیتی او دفاعی قوې اعتبار کوی. نن زموږ بریدملان، سربازان او افسران د دې قوت لری چې د قوې مشروع انصحار ترلاسه کړی او بل چاته اجازه ور نکړی چې وطن ته تهدید شی.

دا خبره ډیره کېږی چې په تېرو سلو کلونو کې هیڅ‌وخت د افغانستان له اردو سره خلک دومره ولاړ نه وو، لکه په تېرو دوو کلونو کې. دا یو اجتماعی قرارداد دی. که اردو یوازې د قانون په چوکاټ کې قوه په مشروع ډول استعمالوی نو خلک به ورباندې باور کوی او ملاتړ به ورسره جاری ساتی. د ملت او مسلح قوتونو تر منځ د باور د موجودې فضا ساتل او پیاوړی کول، له موږ او تاسې کار غواړی. هغه څوک چې په دښمن باندې مهمات خرڅوی، چې د عسکرو ډوډۍ پټوی، چې تېل غلا کوی او د فساد په نورو ډولونو کې لاس لری، زموږ د قهرمان ملت او قهرمانو مسلح قوتونو لپاره په هیڅ وجه د زغملو وړ نه دی.

یو بل مهم بحث د ملت سازی دی. کله چې د ملت سازی خبره کوو، باید دا خبره واضح کړو چې موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو او ډېر لرغونی ملت یو. څوک دې دا نه هیروی له ملت سازی څخه زموږ منظور د قانون په چوکاټ کې له هر افغان سره د بل افغان د برابری او مساواتو په اساس ملی وحدت دی. شما محافظین وحدت ملی و مساوات هر افغان با هر افغان دیگر هستید. چون درس وطن دوستی را که در این اکادمی معظم از استادان محترم تان می‌گیرید، مردم انتظار دارد و بالای شما باورمند هستند که زمینه آرامی و ثبات را فراهم می‌کنید. زموږ قهرمانه اردو د ملی وحدت ډېر اعلی مثال دی. ستاسې همکاران د پامیر له لوړو څوکو رانیولې د نیمروز تر اوارو دښتونو پورې د افغانستان د هر ګوټ اوسېدونکی دی او د افغانستان په هر سنګر کې په شریکه د وطن دفاع کوی.

هلمند کې بدخشیان دی، بدخشان کې هراتیان، پکتیاوال او ننګرهاریان دی. ژبه مشترکه ده، ځکه ژبه د وطن دوستۍ ژبه ده، په خدای ج باندې یې اعتبار دی.

اقتصادی انکشاف زموږ بل ډیر مهم هدف دی. موږ ټول باید هغې مرحلې ته د رسېدو لپاره کار وکړو چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږی. نورو ته د احتیاج له مرحلې راوتل، مشترک ملی مقصد دی او دې مقصد ته د رسېدو په لاره کې ستاسې فداکاریو لوی نقش لرلای دی.

ملی حاکمیت ته د احترام او دوه اړخیزو ګټو په اساس، بین‌المللی مناسبات ساتل او تقویه کول زموږ بل لوی مقصد دی. موږ په تېره موده کې ولیدل چې د افغانستان دښمنانو غوښتل چې افغانستان له نړۍ سره بې‌رابطې پاتې شی. د دښمنانو هدف دا و چې د افغانستان رابطه له دنیا سره قطع وی او ګران هېواد د ترورستانو لپاره د امن کور وی. د دښمنانو که اوس هم وس ورسېږی، افغانستان به له دنیا بېلوی او په انزوا کې به یې ساتی خو الحمدالله دا د غیرتی ملت اراده او ستاسې د تورې زور دی چې د دې وطن بدخواهان ناکام پاتې دی او همداسې به ناکام پاتې وی او تر ابده به ناکام وی.

جوانان عزیز!

سربازان و افسران سربلند میهن!

آنچه برای ما اهمیت خاص دارد تقویت نیروهای دفاعی و امنیتی ماست، که می‌خواهیم در روشنایی تجارب به دست آمده و با دیدگاه دراز مدت به اصلاحاتی ساختاری در آن‌ها اقدام کنیم. ما برای این کار پلانی چهارساله را آماده کرده ایم که در حال نهایی شدن است. قوای‌هوایی ما فعال شده و قرار است که تا سال ۲۰۲۰ از هر جهت تکمیل شود. هغه ورځې تېرې دی چې یوه طیاره مو نه درلوده او هغه ورځ به راځی چې د ډېرو طیارو څښتنان شو. قومانده واحد عملیاتی که اساسش را گذاشته بودیم در حال توسعه و سرتاسری شدن است، و برنامه‌های بیشتری نیز روی دست است تا تلفات نیروهای قهرمان ما را به حد اقل برساند و توانایی دشمن را کاملاً فلج گرداند. اگر دو سال گذشته را در حالی با دشمنان کشور جنگیدیم که وضعیت نیروهای ما از جوانب مختلف در ابهام قرار داشت، امروزه به توفیق الهی در شرایطی قرار داریم که ابهام‌ها برطرف شده، توانایی نیروهای ما به دنیا ثابت شده، باور مردم ما به قدرت شما استحکام یافته، و معادلات جنگی به نفع نیروهای امنیتی ما در حال تغییر یافتن است و همه این‌ها نتیجه قربانی و فداکاری شماست. بازهم از هر سرباز، از هر بریدمل، از هر افسر و از هر جنرال قوای مسلح ما و لوی‌درستیز و وزیر دفاع از صمیم قلب تشکری می‌کنم.

ما می‌خواهیم که مردم افغانستان نه تنها از شر تروریزم نجات بیابند بلکه می‌خواهیم هیچ نیروی مسلح غیر مسئول باقی نماند تا آرامش روحی و فزیکی مردم ما را با خطر مواجه سازد، و تنها در آن‌صورت است که کودکان ما وقت رفتن به مکتب، بیماران ما وقت رفتن به کلینیک، جوانان ما وقت رفتن به کار، و پیران و معلولان ما در زندگی یومیه خود می‍توانند احساس امنیت کنند و به آیندۀ ملک خود باور داشته باشند. این خواسته‌های مشروع که از حقوق اساسی شهروندان این سرزمین است همه بستگی دارد به نقشی که شما بر عهده گرفته اید.

شما باید به یاد داشته باشید که از لحظه پوشیدن یونیفورم نظامی، دیگر به هیچ قوم و سمت و منطقه خاصی تعلق ندارید، بلکه به تمام افغانستان تعلق دارید و همه این سرزمین، وجب به وجب خاک شما است، و همه مردم ما فرد به فرد به شما افتخار می‌کند. من به حیث سرقوماندان اعلی قوای دفاعی و امنیتی افغانستان افتخار دارم که با داشتن چنین نیروهایی می توانم به رشادت و دلیری شما ببالم و در برابر تمام دنیا از عظمت این کشور و قربانی‌های آن یاد کنم. شما تصور نکنید که تنها در حال جنگ و مبارزه با دشمن قرار دارید، بلکه شما در حال احیای عظمت تاریخی افغانستان هستید و با شهامت مثال زدنی تان آن مجد از دست رفته را زنده و پاینده می‌سازید.

هر فارغ‌التحصیل دختر خود را دختر رئیس‌جمهور و هر فارغ‌التحصیل پسر خود را پسر رئیس‌جمهور بداند.

زنده باد افغانستان

تل دی وی افغانستان

یشه سن افغانستان

عزت منده دې وی د افغانستان امنیتی او دفاعی قوه

پاینده باد اردوی ملی افغانستان.

 

شریک سازی
Share on Facebook0Share on Google+0Email this to someoneTweet about this on TwitterShare on LinkedIn0