متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در چهارمین سمپوزیم زنان افغان (زنان پیام آوران صلح)

متن سخنرانی محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در چهارمین سمپوزیم زنان افغان (زنان پیام آوران صلح)

بسم الله الرحمن الرحیم

بانوی اول، اعضا محترم کابینه، وزیر صاحب محترم اندونیزیا، نماینده پارلمان بریتانیا، جناب داکترصاحب سرابی، داکتر صاحب خپلواک، داکترصاحب سیما سمر، جناب والی صاحب هلمند،جناب جنرال صاحب نیکولسن، اعضا کوردیپلوماتیک، خواهران و برادران اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

خوش کلدنگ

ښه راغلاست

خوش آمدید،

مخصوصاً خواهران ما که از ولایات آمده اند، ډېر ښه راغلاست؛ به خانه خود خوش آمدید چون کسی که در این خانه است برای چند روز تنها براساس اراده شما زندگی می کند. و ۳۲ فیصد رای زنان مبارک باد، امسال انشاالله در انتخابات پارلمانی و چند سال بعد در انتخابات ریاست جمهوری به ۵۰ فیصد برسانید.

تر هر څه اول له ټولو هغو ادارو او کسانو مننه کوم چې «ښځې د سولې قاصدانې» په نوم سپموزیم یې دایر کړی او دغه ډېره مهمه او ضروری غونډه یې رابللې ده. د لومړۍ مېرمن له دفتره، د ښځو چارو له وزارته، خارجه وزارته، د سولې له عالی شورا، د افغان ښځو له شبکې، سنایی انکشافی سازمان او نورو ادارو مننه کوم چې د دغه سمپوزیم په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده کور مو ودان. دغه راز په کابل کې د ناروې او امریکا له سفارتونو، اروپایی اتحادیې نه مننه کوم چې له دې سپموزیم سره یې مرسته وکړه.

اهمیت این اجتماع از این جهت است که صلح و آرامش حیاتی ترین خواسته مردم و اساسی ترین نیاز افغانستان است. شما در روزهای گذشته شاهد بودید که یک گام بزرگ در راه صلح برداشته شد. من در اجتماع صلح با حزب اسلامی گفتم که برای رسیدن به صلح داشتن اراده و نیت، تشخیص و قضاوت و نیز رعایت قانون به مثابه پیش شرط های صلح است.

این یک اصل اسلامی است که بدون نیت درست نمی توان کار درست کرد. همچنان درک واقعبینانه و تشخیص درست وضعیت یکی دیگر ازپیش- شرط های رسیدن به صلح است. اما اگر نیت درست، اراده واقعی و درک واقعبینانه از وضعیت هم وجود داشته باشد، ولی فرایند صلح با قانون سازگاری نداشته باشد، باز هم نتیجه آن چیزی جز ناکامی نخواهد بود.

قانون اساسی ما مهترین سند و میثاق وحدت ملی، هویت ملی و اسلامی و حقوق اساسی مردم ماست. بدون هیچ تردیدی صلح واقعی زمانی تحقق و دوام می یابد که مردم افغانستان، زن و مرد، حقوق اساسی خود را مصؤن از تعرض احساس کنندوبه حقوق خود نائل شوند.

ما تعهد مطلق داریم که تنها در چارچوب قانون اساسی وحفظ حقوق مردم ما به صلح پایدار خواهیم رسید.

ما خوشبختانه پیروان دینی هستیم که در آن انسانها به جنس اول و دوم تقسیم نشده اند، بلکه مرد و زن از حیث کرامت انسانی مساوی است و دریک درجه و در یک جایگاه معرفی گردیده اند. هر افغان اعم زن و مرد مساوی افغان دیگر اند.

د صدرِ اسلام په تاریخ کې وینو چې مسلمانو مېرمنو د هغو حقونو په برکت چې د اسلام مبین دین ورکړی وو، په اجتماعی، سیاسی، فرهنګی او اقتصادی ژوند کې فعاله برخه لرله.

د اسلام په صدر کې د پاکو بیبیانو له ستر نقش څخه هیڅوک انکار نه شی کولای. د افغانستان په تاریخ کې هم  وینو چې کله ښځو د تعلیم او کار فرصت موندلای، نو د ګوهر شاد بیګم او نازو انا غوندې شخصیتونه پکې پیدا شوی دی. دا عجبه ده چې هم د میرویس نیکه مور او هم د احمدشابابا مور تحصیل درلود او نن مونږ خپلوجینکیو ته تحصیل نه ورکوو. په تېرو لس، پنځلس کلونو کې چې افغان مېرمنو کومې کامیابۍ تر لاسه کړې، تر ټولو لوی علت یې هغه فرصت دی چې د اساسی قانون په برکت دوی ته مهیا شوی دی. دا د قانونی حقونو برکت دی چې افغانې مېرمنې په اجتماعی، اقتصادی او  فرهنګی ژوند کې تر پخوا ډېرې زیاتې فعالې دی. خو له بده مرغه تر اوسه لا د ښځو د حقونو په برخه کې تر هغه څه شاته پاتې یوو چې زموږ د اساسی قانون غوښتنه ده، خو په دې کې شک نشته چې د اساسی قانون د پوره تحقق په لور په حرکت کې یوو.

د دې ټول ولس اجماع داده چې اساسی قانون دې تطبیق شی. مونږ بله مفکوره نه لرو، بله ایډیالوژی نه لرو یواځی او یواځې په اساسی قانون باندې درېدلی یوو.

مهمترین علت بی عدالتی جنسیتی دوام یافتن جنگ و ناامنی است. شمار زنان محروم از سواد در افغانستان سه برابر مردان بیسواد و تعلیم ندیده است، و علت عمده آن نیز این جنگ تحمیلی است که کشور ما با آن دست به گریبان است. اگر جنگ و خشونت وجود نمی داشت، میلونها دختر این سرزمین میتوانستند داکتر، انجنیر، نرس، معلم، و فعال در صحن اجتماع باشند، نه اینکه شب و روز با محرومیت و رنج سپری کنند و از اندوه و ماتم رهایی نداشته باشند، بدانگونه که اکنون شاهد هستیم.

ښځې د روانې تحمیلی جګړې لویې قربانیانې دی. دوی د جنګ عاملانې نه دی، خو د جنګ شهیدانې دی، د جنګ زخمیانې دی او د جنګ مهاجرانې دی. په کندز کې یوې ښځې راته وویل چې د جنګونو له لاسه درې ځله بې کوره شوم او ټول وسایل مې له لاسه ورکړل. دې پوښتنه وکړه هغه به کوم وخت وی چې خپل کور او خپل وسایل وساتلای شی؟ دا د افغان د هرې ښځې درد دی او دې درد ته باید د پای ټکی کېښودل شی.

تاسې نن په حقیقت کې همدې پوښتنې ته د ځواب لپاره راټول شوی یاست او دا ډېر مقدس او انسانی هدف دی.

د سولې په باره کې د ښځو بحث او د سولې لپاره د ښځو اقدامات په دې دلیل هم ډېر طبیعی او لازمی ښکاری چې ښځې په فطری او تاریخی لحاظ د سولې او ژوند خدمتګارانې او مدافعانې دی. زموږ په خپل فرهنګ کې هغه ادبیات چې ښځو ایجاد کړی دی، د خشونت شدید مخالفت پکې کېږی. د لنډیو نه نیولې تر داستانونو پورې که وګورئ د ښځې ادبیات د عدالت غږ دی د سولې غږ دی او د ژوند غږ دی . زموږ په ټولنه کې دا یو عام رسم دی چې ښځې قران عظیم الشان را واخلی او قاتلانو ته یې ونیسی چې قتل مه کوئ. دا ښځې دی چې قرآن کریم د مقتول کور ته وړی او د مقتول کورنۍ له بدل اخیستلو راګرځوی.

برگزاری این سمپوزیم که به نام «زنان افغان قاصدان صلح» نامگذاری شده است در حقیقت لبیک گفتن به رهنمودهای اسلامی و تداوم بخشیدن به عنعنات ملی ماست. همچنانکه در طی قرون زنان کشور ما پشتیبانان راستین زنده گی و حامیان صلح بوده اند، اکنون هم لازم است دیدگاه های ایشان را در باره صلح بشنویم، به دغدغه های شان گوش دهیم و نیز درخواست کنیم که نظریات خود را در این زمینه انسجام داده و تدوین کنند. درخواست من این است که زنان افغان و اشتراک کننده گان این سمپوزیم پیشنهادهای مشخص شان را در باره صلح به دولت و ملت عرضه نمایند. از نظر من، درک دیدگاه های زنان در باره حیات ملی و عرصه های مختلف دولتداری اهمیت بنیادی دارد.

امروز جای شکر است که زن افغان از خود نمایندگی کرده میتواند و این سمپوزیم نتیجه زحمات شانزده ساله و دوامدارتر زنان افغان است بنا امید است که سال آینده سمپوزیم مطلق ازطرف افغانها دایر شود و دولت پول اش را تهیه خواهد کرد.

په تېرو شپاړس کلونو کې د جهل او جنګ د پیروانو له مخالفتونو او خنډونو سره سره، افغانو مېرمنو د ژوند په هر میدان کې د فخر وړ پرمختګونه کړی دی. دوی اوس خپل واضح دریځ او خپل اواز لری.  د پخوا په نسبت د دوی ظرفیت ډېر زیات او د دوی تجربه عظیمه ده. دوی په خپلو بحثونو کې ډېرې کامیابې دی. دا یوازې د تحمیلی جګړې فتنه نه ده چې افغانې ښځې یې واضح مخالفت کوی، بلکې د نورو اجتماعی فتنو په مقابل کې هم مثلا د اعتیاد په مقابل کې د دوی دریځ د زیاتې ستاینې او احترام وړ دی.

په دې برخه کې زه غواړم چې د سولې د عالی شورا له مرستیالې ډاکتر صاحب حبیبه سرابی او ډاکتر خپلواک نه، پلوشې حسننه، حسینه صافۍ نه او راز محمد دلیلی صاحب نه چې ډېرو خلکو ته یې د تحصیل زمینه برابره کړی، نرګس نهان خور ما ته هغه ورځې وویلې که دلیلی صاحب نه وای نن به زه په انګلیسی نه پوهېدم، مننه دلیلی صاحب. او همدارنګه غواړم د لومړۍ مېرمن نه مننه وکړم چې یو ډېر واړه دفتر سره یې د اورېدلو او د خبرو اترو یو ځای برابر کړ، هغه سیاست نه کوی هغه ستاسو په خدمت کې ده.
زه یقین لرم چې دا غونډه به د سولې د فرهنګ له تقویې سره مرسته وکړی او ملت او دولت ته به څرګند پیغامونه ولری.

سوله، ځکه څلوېښت کاله مو په جنګ کې تېر کړی، د سولې فرهنګ ته موږ له ټولو ډېر احتیاج لرو، دولت به خپل کارونه وکړی د سولې عالی شورا به خپل وظایف سرته  ورسوی، اما موږ باید په دې ولس کې، دې ټولنه کې واقعاً د سولې، د یو بل د زغملو، یو بل ته د احترام قایلېدلو او د دې زغم پیدا کړو چې د هرې خبرې ځواب توندی او جنګ نه وی، موږ باید دولت او ټولنه دومره قوی کړو چې وکولای شو هغه اشخاص چې کلونه او لسیزې یې په جنګ کې تېر کړی په دې قانع کړو چې د سیاست میدان او  د خبرو اترو میدان د قانونیت میدان دی، د افغانستان د نجات لاره ده ،د افغانستان د بقا او د افغانستان د آبادۍ لاره ده.

 تل دې وی افغانستان

زنده باد افغانستان

یه شه سن افغانستان

شریک سازی
Share on Facebook0Share on Google+0Email this to someoneTweet about this on TwitterShare on LinkedIn0