خبرونه

  •  د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه
    ۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۹ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې غونډه جوړه شوه. په پیل کې غونډې په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو تروریستي پېښو د عاملانو د پیژندنې په موخه د اقداماتو او ارزونو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ چې نتایج به...
  •  کابینې د "کب نهمه" د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصویب کړه
    ۱۳۹۵ د مرغومي ۲۹ د کابینې نننۍ غونډې د "کب نهمه" چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصویب کړه. جمهور رئیس غني د هېواد د دفاع، د امنیت د تامین او د خلکو د سر...
  •  د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه
    ۱۳۹۵ د مرغومي ۲۸ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، کندز، فراه، بغلان، فاریاب او کنړ ولایتونو امنیتي...
  •  د ارګ په جامع جومات کې د هېواد د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول
    ۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۷ په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحتې مراسم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور او د متحدو عربي اماراتو د ديپلوماتانو په ګډون نن ماسپښین د ارګ په جامع جومات کې ترسره...
  •  ملي تدارکاتو کمېسیون د دیارلس‌نیم میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳قراردادونه منظور کړل
    ۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۷ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او د ۱۳,۵ دیارلس نیم میلیارد افغانیو په حدودو کې یې ۱۳قراردادونه منظور کړل، چې په لاندې ډول دي: - له غزني ولایت څخه تر...
  •  د پاکستان لوی درستیز د ټیلیفوني تماس له لارې جمهوررئیس غني ته تسلیت ووایه
    ۱۳۹۵ل د مرغومي ۲۷ د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه پرون ماښام د ټیلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونه په سختو ټکو وغندل او جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته یې تسلیت...
  •  جمهور رئیس غني: دافغانانو یووالی او پیوستون د شهیدانو ارزو وه
    ۱۳۹۵ د مرغومي ۲۶ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون ماښام د شهید بازمحمد جوزجاني او شهید سراج الدین صفري وارثینو او همدارنګه د هېواد د شمال ولایتونو یو شمېر مشرانو، متنفذینو او د ملي شورا استازو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې محمدکریم...
  •  مطبوعاتي اعلامیه
    ۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۵ ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکي عمل او جنایت وکړ او پرون یې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یو شمېر وطنوالو د استوګنې کورونه وسوځول. جمهوررئیس غني د داعش ډلې د دغه جنایتکارانه عمل د سختې غندنې تر څنګ وویل، عامه ملکیتونو ته زیان رسول او سوځول او د خلکو منځ کې د ویرې او ډار رامنځته کول نه...
  •  د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفوني تماس له لارې جمهوررئیس سره غمشریکې وکړه
    ۱۳۹۵ل د مرغومي ۲۵ د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د ټیلیفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې اونۍ تروریستي بریدونه په کلکه وغندل او په دغو پېښو کې یې زموږ وطنوالو ته د اوښتو ځاني تلفاتو له...
  •  جمهور رئیس غني د فاریاب ولایت د استازي سراج الدین صفري او د جوزجان ولایت د استازي بازمحمد جوزجاني جنازه وړونکو سره ملتیا وکړه
    ۱۳۹۵ل د مرغومي ۲۳ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته په ملي شورا کې د فاریاب ولایت د استازي سراج الدین صفري او د جوزجان ولایت د استازي بازمحمد جوزجاني جنازه وړونکو سره چې د کندهار ولایت...
  •  مطبوعاتي اعلامیه
    ۱۳۹۵ل دمرغومي ۲۵ ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بیان ازادۍ ته د درناوي ترڅنګ کلک تعهد لري او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د بیان له ازادۍ څخه په ګټه اخیستنې زموږ د هېوادوالو، ښځو او ماشومانو قاتلینو، د ټولګټو او مقدسو ځایونو او په لویه کې د هېواد ویجاړونکو ته د سولې د فرښتو خطاب وکړي. هغه تروریستي ډلې او ګروپونه چې...
  •  جمهور رئیس غني: دکندهارتروریستي پېښه دې په پوره دقت وارزول شي
    ۱۳۹۵ل د مرغومي۲۲ ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو په کندهار کې زموږ یو شمېر هېوادوال، د کندهار والي او دمتحده عربي اماراتو سفیر د تروریستي پېښې هدف وګرځول. د متحده عربي اماراتو سفیرکندهار ولایت ته د بشري مرستو په موخه د النهیان خیریه کور بنسټ دجوړولو لپاره تللی وو. د افغانستان د...
  •  جمهور رئیس غني: زموږ د خلکو د وژلو عاملان به د هېواد په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نشي

     جمهور رئیس غني: موږ ته د شهید موسی شفیق مهم پیغام د هغه ناتمامه څپرکي بشپړول دي چې د غازي امان الله خان په وخت کې پیل شو
    ۱۳۹۵ل د مرغومي ۲۱ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د پخواني صدراعظم شهید محمدموسی شفیق د شخصیت او کارنامو په درناوي بین‎المللي سیمینار کې چې د جمهور رئیس په لارښوونه د موظف کمیسیون...

  •  جمهوررئیس غني د شهیدانو یو شمېر وارثانو ته د استوګنیزو اپارتمانونو کیلي‌ګانې ورکړې
    ۱۳۹۵کال د مرغومي ۲۰ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې " د شهيدانو مقام ته د درناوي او د هغوی د درنو کورنيو د پالنې" په نمانځغونډه کې چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه ګډون او وینا وکړه. د هېواد جمهوررئیس...
نور