اصلي پاڼه / د ارګ تاریخچه (دجمهور ریاست مانۍ)


  ارشیف       Ι      چارچنار ماڼۍ      Ι      حرمسرای      Ι      د ارګ جومات      Ι      د ارګ کتابخانه      Ι      دارګ برجونه      Ι      ددلکشا ماڼۍ      Ι      دستوري ماڼۍ      Ι      دسلام خانې ماڼۍ      Ι      کوتي باغچه


 کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دېوالونه چې اوس هم د کابل د غرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دېوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. د یادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دېوالونو سربېره هغه دېوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی و یوولس پوړۍ یې درلودې چې په همدغو دېوالونو کې شپږ دروازې جوړې شوې وې او د کابل په ښار کې ځینې دروازې په دې نومونو مشهورې وې : په دهمزنګ کې د کندهاریانو دروازه، دسردار جهان خان دروازه، د سلام خانې په برخه کې سپینه دروازه، د عیدګاه جومات تر شا د پیت دروازه ، د ګذرګاه دروازه او د بالاحصار خواته لاهورۍ دروازه.د دغو دروازو عمومي اداره په اوسني ششدرک کې وه چې کېدای شي همدا نوم هم پرې په همدې خاطر اېښودل شوی وي. له دې دروازو څخه یوه هم په اوسني پښتونستان واټ کې راوتلې وه چې اوسنی ارګ دغې دروازې ته څیرمه جوړ شو. د ارګ په ساحه کې پخوا ودانۍ نه وې او دا یوه دښته غوندې وه په ځینو ځایونو کې کروندې او بڼونه وو، شاوخوا یې هم یا بازار و او یا هم دښتې وې. مثلآ د اوسني ده افغانانو سیمه یوکوچنی بازار و او اوسنۍ وزیراکبرخان مینه یوه دښته وه چې بیا وروسته د غازي امان الله خان په وخت کې دلته د افغانستان لومړنی هوایي ډګر جوړ شو. امیر عبدالرحمن خان ۱۲۹۷هـ،ق کال کې پخوا تر دې چې د اوسني ارګ د جوړولو کار پیل کړي پاچهي استوګنځی یې د اوسني انتر کانتینیتال هوټل د شمال لویدیځې برخې د غرګوټي پر سر ودان کړ( دغه کلا پخپل حال پاتې ده او د باغ بالا پاچهي ماڼۍ هم ډېر زیان نه دی لیدلی) همدا ځای د پاچهي دفترونو په توګه کارول کېده.

پخوا د حکومت مرکز یا ارګ په بالاحصار کې و چې پر بالاحصار د افغان – انګلیس دوه جګړې تیرې شوې، ارګ سوځیدلی و او هم شیرپور چې تر دې دمخه به افغان شاهانو ترې ګټه اخیستله زیانمن شوی و او د پاچا لپاره یو دایمي ځای نه و، نو امیر عبدالرحمن خان وغوښتل چې اوسنی ارګ جوړ کړي. تر امیر عبدالرحمن خان د مخه امیر شیرعلي خان هم نیت درلود چې د بې بې مهرو غونډۍ پرسر ارګ، د دې غونډۍ شا وخوا چې هغه وخت کرنیزې ځمکې او جبه زار و د کابل نوی ښار جوړ کړي او د غونډۍ پر سر د ارګ شاوخوا یې پوځونه ځای پر ځای کړي. د ده په وخت کې د شیرپور کلا د جوړولو کار پیل شو په ۱۸۷۸ کال کې انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ امیر مزار ته ولاړ پلانونه یې نیمګړي پاتې شول او د بې بې مهرو غونډۍ پرسر د ارګ د جوړیدو طرحه هم عملي نه شوه.

کله چې امیر عبدالرحمن خان واک ته ورسیده او د هیواد له شماله کابل ته راغی د پاچا لپاره ځای نه و، نو لومړۍ شپه یې د خپل باجه غازي عبدالله خان وردګ په کور کې تیره کړه. دغه کور په ده افغانانو کې د اوسني پوهنې وزارت په ځای کې و.امیر عبدالرحمن خان د خپلې واکمني په لومړیو کې په دې ځای کې چې هم یې ښه موقعیت او هم ښه اب وهوا لرله او هم له ښاره ډیر لیرې نه و او مرکزیت یې درلود، د ارګ جوړولو پرېکړه وکړه.

امیر عبدالرحمن خان په ۱۲۹۹ هجري قمري کال کې چې له ۱۸۸۲ میلادي کال سره سمون لري د دولت دقرارګاه لپاره د« ارګ دارالسلطنه کابل» په نامه د ارګ د جوړولو طرحه جوړه کړه. په دې وخت کې دی د امنیتي چارو د تنظیمولو لپاره ننګرهار ته تللی و او هلته څه موده اوسیده نو خپل مشر زوی سردار حبیب الله خان ته یې پیغام واستاوو چې له مخکینۍ نقشې سره سم د ودانیزو چارو له کار پوهانو سره په مشوره د ارګ د تهدابونو د کیندلو کار پیل کړي. نو دارګ د جوړولو کار د سردار حبیب الله خان تر څارنې لاندې پیل شو. چې د ارګ د کار دپیلولو کره نیټه ۱۳۰۰ هجري قمري کال ښودل شوی دی. دا چې د امیر عبدالرحمن خان هر امر او فرمان به بې له ځنډه عملي کېده نو امر یې وکړ چې په هېواد کې دننه هر ځای چې نامتو او وتلی بنا، اینجنیر او ترکاڼ وي باید د ارګ په جوړولو او ښکلي کولو کې برخه واخلي.هغه وو، چې دهېواد له بېلابېلو سیمو څخه وتلي کارکوونکی راټول او په ارګ کې یې په کار پیل وکړ، او د کابل اوسېدونکو او ځینو ځمکه‌والو به د بیګار په ډول د ارګ او اړوندو ودانیو په جوړولو کې کار کاوه. ویل کېږي امیر عبدالرحمن خان به په خپله هم د ارګ د جوړولو کار څاره او ټول کار یې د مخکې طرحه شوې نقشې له مخې بې له ځنډه پر مخ بیول کېده.

امیر عبدالرحمن خان چې کله معماران را وغوښتل پخپله یې د کاغذ پر مخ نقشه رسم کړه او هغوی یې وپوهول چې دا ډول یوه کلا جوړه کړي، د دې نقشې د طرحه کولو په وخت کې یاقوت شاه خان هم حاضر و او په دې برخه کې یې خپل نظرهم ورته وړاندې کاوه، سره له دې چې یاقوت شاه د سردار عبدالقدوس خان او ملک اصغرغوندې د امیر عبدالرحمن خان د دربار له نږدې او اعتمادي کسانو څخه و، خوممکن د ده د ښو نظریاتو له مخې امیر هغه د ارګ د جوړولو دچارو سرپرست مقرر کړی وي.

د ارګ د جوړولو کار د سید یاقوت شاه خان تر نظر لاندې تر سره کېده چې له نورو کارګرانو سره به یې اوږه په اوږه کار کاوه او د ارګ د جوړولو لازم مواد لکه خښتې، چونه، ګچ، صندل او ساروج به یې په ټاکلي وخت برابرول.
د ارګ د کار له پیل سره په یوه وخت کې د ګنبد نغاره خانه بنسټ هم کېښودل شو، چې دا هم په کابو ۶۳ متر مربع ځمکه کې یوه ستره وداني وه چې دېوالونو یې پنځه متره سور او ۵۲ متره جګوالی درلود.

د کابل سلطنتي ارګ په یوه هواره ځمکه کې په هغه ساحه کې چې ختیځې خواته یې ده افغانان او شمال لویدیځې خواته یې د مرادخاني ساحه ښودل شوې ده جوړ شو. د ارګ لومړنۍ داخلي وداني د کوټي باغچې په نامه یادیږي چې په ۱۳۰۴ ه،ق کال کې یې کار بشپړ شو. دا ځای چې وروسته نور تاسیسات هم پرې ورزیات شول لکه د ارګ ودانۍ، سلام خانه ماڼۍ، ګنبد نقاره خانه، د ارګ بازار او کوټوالي، شاهي چاوڼۍ یعني قرارګاه رساله شاهي، شاهي حمام، د مستوفی الممالک دفتر، د سلام خانې ماڼۍ مخکنی واټ د دغه امیر د فرمان له مخې د «ارګ مبارکه دارالسلطنه» په نامه یاد شول. او د کابل په ارګ مشهور شول. د ارګ په جوړولو کې کابو دېرش کاله افغاني او بهرنیو انجنیرانو، معمارانو، ترکاڼانو او نورو کارکوونکو کار وکړ.

د ارګ مخې ته له پښتونستان واټ څخه تر مکروریانو سیمې پورې یو لوی سرک غځیدلی چې بلې غاړې ته یې د کانونو وزارت، دچارو اداره او دملي دفاع وزارت ودانۍ پرتې دي. د ارګ شمال ختیځې خواته د اریانا څلور لارې بلې غاړې ته اریانا هوټل او داحصاییې مرکزي اداره موقعیت لري. له شمال لوري هم د ارګ د وړو دېوالونو خواته د ښار یو مرکزي سرک غځیدلی او د سرک ور ها خوا اماني لیسه او د وزیراکبرخان مینې اړوند ځینې کورونه شته. د ارګ لویدیځې خواته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د چین سفارت او د ملګرو ملتونو سازمان ځینې دفترونه دي. په جنوب لویدیځه خوا کې یې عزیزي سنتر او ورپسې د استقلال عالي لیسه ده او جنوب او جنوب لویدیځ لور ته یې د افغانستان بانک او پښتونستان واټ موقعیت لري.

دارګ له جوړیدو سره سم ځینې نورې ودانۍ هم جوړې شوې، پخوا د ارګ ترڅنګ دوه نورې ودانۍ هم وې چې یوه یې بستان سرای بلله چې په اوسني زرنګار پارک کې وه او د امیر عبدالرحمن خان مزار هم هلته دی. امیر عبدالرحمن خان به دلته هم اوسېده او بله یې د ګلستان سرای په نامه وه چې د پوهنې اوسني وزارت مخامخ د کابل ښاروالي په مربوطاتو کې پرته ده. چې دا دواړه دهغه وخت مهمې ودانۍ وې. او دارګ اړوند ګڼل کېدې. د ارګ ځینې تاسیسات په ښاري نقشه کې له منځه تللي او یو شمیر نور یې تر اوسه یا په اصلي شکل یا هم په ترمیم شوي شکل یا د ارګ په ساحه یا هم د باندې موجود دي. د ستوري ماڼۍ اوس د بهرنیو چارو وزارت اړوند ده. د ناکباغ په ماڼۍ کې اوس ملي ارشیف دی، د زین العمارت ماڼۍ همدغه د عظمی صدارت اوسنۍ ماڼۍ ده چې د نایب السلطنه نصرالله خان له خوا جوړه شوې وه. د عین العمارت ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې خو د عین الدوله سردار امان الله خان په حکم جوړه شوې او د ده داوسېدو ځای و، چې په وروستیو کلونو کې له منځه تللې ده.