اصلي پاڼه / د جمهوررئیس صلاحیتونه او مسوولیتونه په اساسی قانون

درېیم فصل

جمهور رئيس


شپېتمه ماده:

جمهور رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر كې دى چې خپل واكونه په اجرائيه،
مقننه او قضائيه برخو كې ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم عملي كوي.

جمهور رئيس دوه، لومړی او دويم مرستيالان لري.

د جمهورى رياست كانديد دخپلو مرستيالانو نومونه د ځان له كانديدولو سره يو ځاى ملت ته اعلاموي.

د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم، كار كوي.

د جمهور رئيس د لومړي مرستيال په غياب كې، دويم مرستيال د اساسي قانون له مندرجو احكامو سره سم، عمل كوي.

يوشپېتمه ماده:

جمهور رئيس د راي وركوونكيو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې په سلوكې ترپنځوسو زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي.

د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كا ل د غبرګولي په لومړۍنېټه پاي ته رسېږى.

د جمهور رئيس د كار ترپاى‌ ته رسېدو د مخه د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره انتخابات، له
ديرشو ترشپيتو ورځو پورې، موده كې كېږى.

كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړاى شي چې په سلوكې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتايجو د نېټې تر اعلان وروسته ددوو اوونيو په اوږدو كې تر سره كېږى. دا ځل يوازي هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاوكې يې تر ټولو زياتي رايي ترلاسه كړي وي.

دانتخاباتو په دويم پړاو كې هغه څوك چې درايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس ګڼل كېږى.

كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى گيرۍ د لومړي يا دويم پړاو په جريان او يا تر انتخاباتو وروسته او يا د انتخاباتو د نتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم كيږى.

دوه شپېتمه ماده:

څوك چې جمهوري رياست ته كانديدېږي، بايد دلاندنيو شرطونو لرونكى وي:

۱- د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږيدلى وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري.

۲- د كانديديدو په ورځ يې عمر تر څلوېښتو كلونو لږ نه وي.

۳- د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، او جنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوی نه وي.

هېڅ شخص نشي كولاى له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په حيث وټاكل شي.

په دې ماده كې راغلى حكم د جمهور رئيس د مرستيالانو په برخه كې هم تطبيقېږي.

دري شپېتمه ماده:

جمهور رئيس د كار تر پيل دمخه، د ځانګړې كړنلارې سره سم، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، دا لاندې لوړه يادوي:

بسم الله الرحمن الرحيم

“د لوي خداي (ج) په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپېڅلي دين پيروي او ساتنه وكړم. د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وكړم.

 د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه او دافغانستان د خلكو حقوق او ګټې خوندي كړم او دلوى خداي (ج) له دربار څخه د مرستې په غوښتلو او دملت په ملاتړ د افغانستان د خلكو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره كې خپلې هڅې جارې وساتم.”

څلور شپېتمه ماده:

جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفي لري:

۱- د اساسي قانون د اجرا څارل.

۲- د ملي شوري په تصويب د هېواد د سياست د اساسي كرښو ټاكل.

۳-د افغانستان د وسله والو ځواكونو ستر مشرتوب.

۴- د ملي شوري په تأييد دجګړې او متاركې اعلانول.

۵- د ځمكنۍ بشپړتيا او د خپلواكۍ د ساتنې د دفاع په حالت كې د لازم تصميم نيول.

۶- د ملي شوري په تأييد له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواكونو د ټولګيو لېږل.

۷- ددې اساسي قانون په (نهه شپيتمه) ماده كې له راغلي حالت پرته، دلويې جرګې راغوښتل.

۸- د ملي شوري په تأييد د اضطراري حالت اعلان او دهغه پاى ته رسول.

۹- د ملي شوري او لويې جرګې د غونډو پرانيستل.

۱۰- د جمهوري رياست د مرستيالانو د استعفى منل.

۱۱- د ولسي جرګې په تأييد د وزيرانو، لوى څارنوا ل، د مركزى بانك، د ملى امنيت او سرې مياشتې د رئيسانو ټاكل او د هغوى عزلول او د استفعى منل.

۱۲- د ولسي جرګې په تأييد د سترې محكمې د رئيس او غړيو ټاكل.

۱۳- د قانون له حكمونو سره سم د قاضيانو، د وسله والو ځواكونو، پوليسو، د ملى امنيت د منصبدارانو او دلوړ رتبه مامورينو ټاكل، تقاعد وركول، د استعفى منل او عزلول.

۱۴- په بهرنيو هېوادونو او نړيوالو مؤسسو كې د افغانستان د سياسي نمايندګيو د مشرانو ټاكل.

۱۵- په افغانستان كې د بهرنيو سياسي نمايند‌گانو د باورليكونو منل.

۱۶- د قوانينو او تقنيني فرمانونو توشېح كول.

۱۷- د قانون له حكمونو سره سم د دولتونو ترمنځ د معاهدو د عقد لپاره د باورليكونو وركول.

۱۸- د قانون له حكمونو سره سم د جزاګانو تخفيف او بخښل.

۱۹- د قانون له حكمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو وركول.

۲۰- د هېواد د ادارې سمون په منظور، د قانون له مخې، د كمېسيونونو جوړول.

۲۱- په دې اساسي قانون كې نور راغلي واكونه او وظايف؛

پنځه شپېتمه ماده:

جمهور رئيس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چارو كې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي.

ټولپوښتنه بايد د دې اساسي قانون د حكمونو مخالفه او د هغه د تعديل مستلزم نه وي.

شپږ شپېتمه ماده:

جمهور رئيس په دې اساسي قانون كې د راغلو واكونو د عملي كولو په برخه كې د افغانستان د خلكو لوړ مصلحتونه په پام كې نيسي.

جمهور رئيس نشي كولاى چې د قانون له حكمه پرته دولتي ملكيتونه او شتمنۍ وپلوري او يا يې وبخښي.

جمهور رئيس نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه‌ييزو، قومي، مذهبي او ګوندي ملحوظاتو ګټه واخلي.

اووه شپېتمه ماده:

د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د وظيفې د اجراء مخه نيسي د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس واكونه او وظايف په غاړه اخلي.

 جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملي شوري ته اعلاموي.

د صعب العلاجه ناروغۍ تثبيت د هغه طبى هيئت له خوا كېږي چې ستره محكمه يې ټاكي.

په داسې حالاتو كې د نوي جمهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مياشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي.

د جمهور رئيس لومړى مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توګه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشي ترسره كولاى:

۱- د اساسي قانون تعديل.

۲- دو وزيرانو عزل.

۳- ټول پوښتنه.

د جمهور رئيس مرستيالان ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي.

د جمهور رئيس په غياب كې د لومړي مرستيال وظايف د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي.

اته شپېتمه ماده:

كه چېرې د جمهور رئيس يو مرستيال استعفى وكړي او يا مړ شي د هغه پرځاىبل شخص د جمهور رئيس له خوا او د ولسي جرګې په تأييدټاكل كېږي.

د جمهور رئيس او د هغه د لومړي مرستيال د يوځايي مړينې په صورت كې په ترتيب سره دويم مرستيال، د مشرانو جرګې رئيس د ولسي جرګې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسي ددې اساسي قانون د (اووه شپېتمې) مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي.

نهه شپېتمه ماده:

جمهور رئيس د ملت او ولسي جرګې په وړاندېددې مادې د احكامو مطابق مسئول دى.

پر جمهور رئيس د بشري ضد جرمونو، ملى خيانت يا جنايت د ارتكاب تور لګول د ولسي جرګې د ټولو غړيو د درېيمې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرګې د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو له خوا تأييد شي، ولسي جرګه د يوې مياشتې دننه لويه جرګه دايروي.

كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو درايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له وظيفې څخه ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كيږي. ځانګړې محكمه د ولسي جرګې له دريو غړيو، دسترې محكمې له دريو غړيو چې لويه جرګه يې ټاكي او د مشرانو جرګې له رئيس څخه جوړيږې. دعوي دهغه شخص له خوا چې د لوې جرګې له خوا ټاكل كېږې، اقامه كېږې.

په دې حالت كې د دې اساسي قانون په (اووه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږى.

اويا يمه ماده

د جمهور رئيس تنخوا او لګښتونه د قانون له ليارې تنظيمېږى.

جمهور رئيس د خدمت د دورې ترختمېدو وروسته د عزل له حالته پرته د خپل ژوند په پاتې موده كې د جمهوري رياست د دورې له مالي حقوقو څخه د قانون له حكمونو سره سم، ګټه اخلي.