د جهادي رهبر او د سولې عالي شورا د رئیس فضیلتماب پیرسیداحمدګیلاني د وفات په مناسبت د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

د جهادي رهبر او د سولې عالي شورا د رئیس فضیلتماب پیرسیداحمدګیلاني د وفات په مناسبت د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

۱۳۹۵کال د سلواغې ۲

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د ملي اسلامي محاذ د ګوند مشر، جهادي رهبر او د سولې د عالي شورا مشر ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

انالله واناالیه راجعون

جناب پیرصاحب په ۱۳۱۱ ل کال د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کي د طریقت د لوی مرشد  مرحوم نقیب صاحب په کور کې وزېږېد. لومړنۍ زده کړې یې په امام ابوحنیفه مدرسه کې وکړې او د شرعیاتو پوهنځی یې کابل پوهنتون کې ولوست.

پیرسید احمد ګیلاني د ولسواکۍ په لسیزه کې د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې  د یو اغېزمن او مطرح شخص په توګه فعال ګډون وکړ.

ښاغلي پیرسیداحمدګیلاني پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د افغانستان د مجاهد ولس مشري او رهبري په غاړه واخیسته او په پوره درایت یې دغه رهبري وکړه. وروسته د خپل ځانګړي محبوبیت او درایت له مخې د جهادي تنظیمونو د قیادي شورا رئیس او د عبوري حکومت د قاضي القضات په توګه وټاکل شو.

جناب پیر صاحب له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د ارام او مهربان شخصیت او د افغانستان د جهادي رهبر په توګه جهادي تنظیمونه، مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.

پیرصاحب د خپلو ارزښتناکو کوښښونو په ترڅ کي په ۱۳۷۷ کال کې د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولي یووالي ټولنه جوړه کړه او په بُن  کنفرانس کې یې د هیواد د سوکالۍ او افغان ولس  د هوساینې په موخه ولسواک نظام را منځته کړ.

نوموړي  د افغانستان د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې هم د افغانستان د جهادي رهبر، روحاني او ملي مشر په توګه پام وړ رول درلود. تېرکال نوموړی د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو او د ده په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات په بریالیتوب ترسره شول. د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده.

افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د تصامیمو په برخه کې د پیرصاحب پوهې، لارښوونو او ګټورو نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت لري. درېغه افغانان په دغسې حساسو شیبو کې خپل یو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکوي.

د مرحوم پیرسیداحمدګیلاني د وفات له امله د ده معززې او روحاني کورنۍ، د افغانستان مجاهد ولس، د ملي اسلامي محاذ مشرتابه او د جناب پیرصاحب پيروانو او علاقمندانو ته د ده د وفات تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې خپل دغه قدرمن مشر او جهادي رهبر ته د فردوس جنت دعا کوم.

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0