د شهید محمدموسی شفیق د کارنامو د درناوي په ویاړ جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د جمهور رئیس غني وینا

د شهید محمدموسی شفیق د کارنامو د درناوي په ویاړ جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د جمهور رئیس غني وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

د مرحوم شفیق محترمه کورنۍ، جناب محترم قدرمن ورور د مشرانو جرګې رئیس، د  علماوو د شورا رئیس، جناب اتمر صاحب، جناب وزیر صاحب خارجه، د کابینې محترم غړي، ټول محترم مېلمانه، اهل قلم، د مرحوم شفیق او د ادب او د تاریخ او د دیپلوماسۍ استادانو،جناب ډاکټر صاحب زیدان، ښه راغلئ! خوش آمدید،  خوش ګلدینګ!

قدرمنو حضارو!

خوشحاله یم، چې د وطن د یوه واقعي خدمتګار، یو فاضل شخصیت او یوه شهید صدر اعظم، محمدموسی شفیق د یاد او قدردانۍ نړیوال علمي سیمینار جوړېږي. د دې سیمینار د جوړولو لپاره د مؤظف کمېسیون له عزتمندو غړیو، له محترم خارجه وزیر، د ملي امنیت له محترم سلاکار او نورو ټولو هغو کسانو مننه کوم په شمول د استاد غنضفر، استاد لعل پاچا ازمون او نور ټول اهل قلم او دده علاقه‌مند خلک، چې د دې سترې غونډې بندوبست یې وکړ. دغه راز له ټولو هغو پوهانو مننه کوم چې په دې مناسبت یې لیکنې او څېړنې کړې دي.

حضار گرامی!
می‌خواهم سخنان خود را در مورد شهید شفیق از جلسه لویه جرگه قانون اساسی ۱۳۴۳ آغاز کنم.

این جلسه در قصرسلام‌خانه ارگ بود. علما و بزرگان افغانستان از جاهای مختلف کشور در این جرگه آمده بودند تا مسوده قانون اساسی را ارزیابی کنند. در میان این جمع، یک پدر ریش سفید و پسر جوانش هم شامل بودند. پدر پیر در موضوعات قانون اساسی انتقاد‌های داشت ولی پسرجوانش که منشی کمیسیون تدوین قانون اساسی بود، برای قناعت دادن پدرش استدلال می‎کرد.

این بحثِ جالب و دل‌چسب در حقیقت میان عالم بزرگ دینی آن زمان «مولوی محمدابراهیم کاموی» و پسر لایق و با استعدادش «محمدموسی شفیق» بود.

این بحث دو نکته جالب دارد؛ اول این‎که نشان می‏دهد که جامعه افغانی ما ظرفیت و تحمل بحث‌های آزاد را به خوبی دارد؛ دوم این‎که این بحث، نمونه خوبی از احترام و تفاهم است در جنجال میان دو نسل که یکی طرفدار بقای وضعیت و دیگری علاقه‌مند تغییر وضعیت می‌باشد. بین تداوم و تحول، مرحوم موسی شفیق خط وسط، ملی و اسلامی را به واقعیت تبدیل کرد.

د محمدموسی شفیق پلار زموږ په سنتي مدرسو کې زده کړه کړې وه  او د خپل وخت جید عالم او قاضي و. زوی یې نه یوازې په وطن کې دارالعلوم لوستی و، بلکې په نړۍ کې  د اسلامي علومو د تر ټولو مشهور پوهنتون، الازهر، فارغ التحصیل هم و او د دې لپاره چې له نوې زمانې او نویو علومو سره لا ښه بلد شي، د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې یې نور تحصیلات هم کړي وو.

دا په یاد ولرئ، چې مرحوم موسی شفیق په خپل استعداد باندې، نه د دولت په پیسو، د کولمبیا پوهنتون ته ولاړ، د ټولو مصریانو په منځ کې ده مقام وګټه، چې راساً له مصر نه د کولمبیا پوهنتون ته لاړ شي.

د محمدموسی شفیق شخصیت د اسلامي پوهې، شرقي پوهې او غربي پوهې یو عظیم ترکیب دی او د ده عمیق فکر د دغو متفاوتو زده کړو او تجربو نتیجه ده. شهید شفیق په عربي ژبه ډېر مسلط و. دی په الازهر کې د زده کړو له تکمیلولو وروسته امریکا ته لاړ او هلته یې حقوق ولوستل. ډاکتر ظاهر خان مرحوم، موسی شفیق او زه، له هغو دریو افغانانو څخه یوو، چې کولمبیا پوهنتون کې مو زده کړې کړې دي. زه چې زلمی وم او په کولمبیا پوهنتون کې زده کړو ته روان وم، نو په کابل کې مې ارواښاد شفیق ولید چې مشورې را کړې. دا د داوود خان دوران و او دا نوی له محبسه وتلی و او زما د پلار ډېر نږدې ملګری و له ده سره په دوه ساعته ملاقات کې نور هم متیقن شوم، چې هغه د خارق العاده استعداد او پوهې څښتن دی. لمسی یې پر حق دی، چې دی د وطن له اتلانو نه و.

شفیق صاحب که لوی سیاستوال، لوی مقنن او دیني عالم هم نه وای، بیا به هم د افغانستان لوی شخصیت و، ځکه د یوه شاعر او داستان لیکوونکي په حیث هم د افغانستان د فرهنګ په تاریخ کې خپل مقام لري. ځینې اشخاص دي چې لیکنې یې اصلي شخصیت جوړوي او ځينې نور د سید جمال‎الدین افغان غوندې تر ډېره حده په عملي فعالیتونو بوخت وي او عملي هڅې یې اصلي شخصیت تشکیلوي. شفیق صاحب هم د قلم سړی و او هم د عمل.

له ده څخه که د (عبقریان) د کوچني کتاب هماغه څو داستانونه هم را پاتې وای، زموږ د فرهنګ په معاصر تاریخ کې به یو مهم شخصیت و.

موږ د ده یوازې د داستانونو مجموعه (عبقریان) او د ده د شعرونو مجموعه (پیغام) پېژندل، خو له نیکه مرغه څو کاله پخوا (د ننګرهار شاعران) په نوم د هغه مرحوم یو بل اثر پیدا او چاپ شو. خبر شوم، چې د دې سیمینار د تدویر په مناسبت، د هغه وخت په مطبوعاتو کې د شفیق صاحب ځینې چاپ شوې مقالې هم راټولې او چاپ شوې دي، چې مننه کوم او امید دی، چې په دې برخه کې هڅې ادامه ومومي.

«عبقریان» هنوز هم مثال دری ناب است و نشان‌دهنده این است که فرهنگ بزرگ دری ما متعلق به همه افغان‌ها است و مخصوصا به پشتو زبان‌های این مملکت!

شهید شفیق در مقام استادی پوهنتون نیز به مردم و وطن خود خدمت کرد. برخی از اعضای خانواده من در فاکولته حقوق، شاگردان او بودند و در مورد طرز رفتار و سلوک نیک او سخن‌های زیادی شنیده‌ام. او زمانی که از شاگرد امتحان می‌گرفت، اول به او چای میداد تا با ذهن آرام به سوالات جواب بگوید. او یک استاد مهربان و نرم‌خوی بود و با محصلان با احترام و مهربانی خاصی برخورد داشت.

فرهنگی که مرحوم شفیق از آن نمایندگی می‌کرد، امروز فرهنگی است که پوهنتون‌های ما باید آن را به صورت اساسی ترویج کنند.

شفیق صاحب په عدلیه وزارت کې ستر خدمتونه وکړل. دی ډیر ځوان و، چې د عدلیې وزارت معین شو او هلته یې د مدني قانون او جزا قانون په تدوین کې لویه برخه واخیسته. جناب بها صاحب ډیر نږدې د شفیق سره کار وکړ او دا هغه قوانین دي، چې د افغانستان د قانون د حاکمیت بنسټ ورباندې استوار دی او انشالله و تعالی په دې څو میاشتو کې به له تغییراتو سره دوباره توشیح شي او هر وار، چې زه د جزا او د مدني کود ته ګورم د مرحوم شفیق یاد تازه کوم یاد به یې همېشه زمونږ سره وي  دغه راز د۱۳۴۳ کال د اساسي قانون په تدوین کې د ده برخه عظیمه وه.

لکه څنګه چې د معاصر افغانستان د ادبیاتو بحث د شفیق صاحب له ذکره پرته نیمګړی ښکاري، دغسې په هېواد کې د معاصرو قوانینو د تدوین بحث د شفیق صاحب د هڅو له یادولو پرته، ناقص دی.

د ډاکټر صاحب قصه بیا ولولئ او هغه وخت کې به مو شهید مجروح در په یاد شي، دا قصه تر ډېره حده پورې د مجروح صاحب د شخصیت د یو اړخ تجلیل و او دوی دواړه سخت ملګري وو او د دواړو قلم د یاد او ذکر دی او دواړه د وطن ریښتیني شهیدان دي او باید تقدیر شي.

شفیق صاحب شخصیت چندبعدی داشت، هر بخشی از کارهای وی قابل دقت است. او به عنوان سیاست‌مدار نیز مقام والایی در تاریخ معاصر افغانستان دارد. مرحوم شفیق  فقط برای چند ماه، صدراعظم افغانستان بود و در این مدت کم، فرصتِ تحققِ آرزوهای بزرگ خود برای شگوفایی افغانستان را نیافت، فصل ناتمام تاریخ ما که از امیر امان‌الله خان به میراث مانده بود باز بدبختانه ناتمام ماند! اما با وجود آن توانست بعضی از کارهای مهمی را انجام دهد. یکی از کارهای مهم او معاهده میان افغانستان و ایران در مورد دریای هلمند بود که در زمان صدارت او منعقد گردید و در همان زمان، به تصویب شورای ملی رسید و از طرف پادشاه توشیح شد. در مورد این معاهده بالای شفیق صاحب انتقادها شد و فشارهای زیادی صورت گرفت که این معاهده منعقد نشود؛ ولی شفیق صاحب به این نظر بود که افغانستان و همسایه‌ها باید منافع مشترک‌شان را درک کنند و در برابر هم‎دیگر، نه به حیث رقیب، بلکه به حیث دوست و همکار رفتار نمایند.

در ماده پنجم این معاهده آمده است که: «ایران هیچ‌گونه ادعایی بر آب هلمند، بیشتر از مقداری که طبق این معاهده تثبیت شده است، ندارد. حتی اگر مقادیر آب بیشتر در دلتای سفلای هلمند میسر هم باشد و مورد استفاده ایران هم بتواند قرار گیرد.»

کور دې ودان شفیق صاحب! کاشکی ته څو کاله پاتې وای، چې د افغانستان ټولې اوبه دغسې انسجام درلودلای وای.

کار ما حال تطبیق این معاهده است؛ معاهده‌ای که سرتاسر به نفع مردم افغانستان، به نفع دولت افغانستان و به نفع صلح و ثبات است.

مطالعه زندگی و کارنامه‌های مرحوم شفیق برای ما، مخصوصا جوانان ما، پیام‌های مهمی دارد:

یکی این که وی یک مفکر بوده و به برکت انسجام فکری خود، کارهای بزرگ و مفید انجام داده است. دیگر این که شخصیت چندبعدی داشت و کسی که علاقه‌مند زندگی موفق در جهان کنونی باشد، باید با ابعاد مختلف زندگی کنونی آشنایی داشته باشد؛ اما از همه مهمتر، وی شخصیت ملی و اسلامی داشت و همه درس‌های دیگرش در این شخصیت و مفکوره بزرگ تلفیق شد. شاگرد واقعی و عملی سید جمال‌الدین افغانی بود و موجب افتخار نه تنها افغانستان، بل‏که الاظهر و دنیای اسلام است.

توجه داشتن به اهمیت قانون و احترام به حاکمیت قانون، پیام دیگری از زندگی و کارنامه‌های شهید شفیق است.

شفیق صاحب در فکر و عمل، یک انسان معتدل بود و همواره بر اعتدال تأکید می‌ورزید. افراط و تفریط همیشه موجب ناآرامی و موجب بحران مملکت ما شده است. سیاست مرحوم شفیق نمایندگی از این می‌کرد که افغانستان باید به ثبات اساسی نظام وفادار باشد و «تعادل» اصلِ است که می‌تواند این جامعه را به رفاه، وفا و ثبات برساند.

شهید شفیق طرفدار روابط نیک با همسایه‌ها بود و به این امر اعتقاد داشت که همسایه‌ها باید منافع مشروع همدیگر را احترام کنند و بر نکات مشترک همکاری‌ها تاکید ورزند، اما این همکاری همیشه بر اساس حاکمیت ملی و منافع ملی بود. ذره از منافع ملی عدول  نمی‌کرد و خط قرمز اش همیشه حفاظت منافع ملی افغانستان بود.

شفیق صاحب په یوه کلیواله کورنۍ کې، چې شتمنه نه وه (له دنیایي نظره، اما شتمنه وه له علمي نظره) دنیا ته راغی، خو د خپل کار او کوښښ په برکت د صدراعظمۍ مقام ته ورسېد. د ده د ژوند دغه اړخ ځوان نسل ته دا پیغام لري، چې یو ځوان که په مشکلو شرایطو کې هم وي او محدودیتونه هم ولري، خو د کوښښ، زحمت او منسجم فکر په برکت کولای شي، ډېر پرمختګ وکړي.

مهم‌ترین پیام شهید شفیق به ما اتمام فصل نا تمامی است که از امان‌الله خان شروع شد، او دوام اش داد و امروز اراده واضح و محکم داریم که افغانستان دوباره فصل نا تمام نداشته باشد و به رفاه و ثبات دوامدار برسد که هم موجب رفاه مردم خود ما باشد و هم موجب ثبات منطقه.

نو ځکه د وطن ټولو خدمت ګارانو او خاصتاً د وطن د شهیدانو روح ته دعا کوو، د دوی روح دې ښاد وي!

زنده باد افغانستان!

یشه سن افغانستان!

ژوندی دې وي افغانستان!

شریک کولShare on Facebook1Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0