د مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن ( ژباړه)

د مونیخ په دري پنځوسم امنیتي کنفرانس کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا متن ( ژباړه)

مونیخ – جرمني | ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۵ | ۱۸ فبروري، ۲۰۱۷

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو همکارانو، جلالتمآبانو، ښاغلو او آغلو! ترهګري د اوسني وخت د یوې ستونزې په توګه تعریفېږي. پر دې ستونزې بریالي کېدل د نسلونو ژمنی ته اړتیا لري. ترهګري داسې پدیده نه ده، چې په دوو کلونو کې به مهار شي، بلکې د هغه د مهارولو لپاره ښایي دوو لسیزو ته اړتیا وي. عاقلو نارینه وو او ښځو په ۱۹۴۵ ز کال کې، چې اوسنی وخت احساس کړی و، نیمه نړۍ یې د ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او هوساینې له اړخه مصئونه کړې وه. دا مسئله چی یوویشتمه پیړۍ تعریفوي، د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د نړۍ، لویو وچو، اسلامی نړۍ، سیمی، او ملتونو په کچه تمرکز ته اړتیا لري. موږ په یوه داسې زماني مقطع کې یوو، چې د نړۍ امنیت یو وار بیا د تعریفېدو په حال کې دی او دا په موږ پورې اړه لري، چې دغه بهیر د رغاونې، ګډوډۍ او یا هم د ورانۍ په لور بیایو.

زموږ لید لوری له هغه ځایه راپورته کېږي چېرته چې یوو؛ د (ترهګرۍ) راښکاره کېدونکی موډل، چې په نورو ځایونو کې په سختۍ لیدل کېږي احساسوو او پر وړاندې یې ځواب وایو. له شلو ترهګرو ډلو سره مبارزه، چې د امریکا متحد ایالتونه او د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یې د ترهګرو ډلو په نوم پېژني، دا د دې ښودنه کوي، چې موږ د ترهګرۍ په لومړۍ لیکه کې مبارزه کوو. د دی جګړې سره زمونږ ښکېلتیا یوازې زمونږ د ازادۍ لپاره نه؛ بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم ده.

موږ څه زده کوو؟

غواړم د ترهګرۍ هغه ځانګړنې چې موږ ورسره مخ یوو، تاسو ته واضح کړم.

د مونیخ په پخواني امنیتي کنفرانس کې مې یوه نظریه مطرح کړه، چې اوسنۍ ترهګري «د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه» ده، چې د یو سل او شپېتو کالو پخوانیو تخنیکونو سره یو ځای کېږي، پراخوالی مومي او را ښکاره کېږي. تاوتریخوالی یوه دوامداره تاریخچه لري. د نړۍ هېڅ برخه، دین او هېڅ داسې تمدن نشته، چې په تېرو یو سل او شپېتو کلونو کې دې د ترهګرۍ په ستر مرکز نه وي ګرځیدلی او یا هم د ترهګرۍ سره نه وي ښکېل شوی. ترهګرۍ په هېڅ شکل، ډول او جوړښت کې د کوم مشخص دین او تمدن سره اړیکې نه لري. د ترهګرۍ پخواني ډولونه باید درک شي، ځکه دا پدیده د تخنیکونو یوه تړلې سلسله ده. ترهګري په مجازي او ټولنیزو شبکو کې په یوې وژونکې ځواک بدله شوې ده. ټولنیزې شبکې د هماغو پخوانیو ډولونو دوام دی او مجازي شبکې نوې مرحله ده، چې وژونکې ځانګړنې له ځانه سره لري. پخوانۍ شبکې یو بل ته مخامخ وې، په داسې حال کې، چې اوسنیو شبکو (مجازي) فېسبوک ته مخه کړې ده.

د ترهګرۍ د نورو ځانګړنو په اړه کولای شو د اقتصادي جرمونو شبکو، په ځانګړي ډول د نشه‌یي توکو شبکو، چې د نړیوال جرمي سیاست لپاره د زمینې برابرولو بېلګې دي، اشاره وکړو. دا مهمه ده، چې موږ د جرمي اقتصاد او جرمي سیاستونو ترمنځ توپیر ونکړو. د یوه کارټل [مافیایي بانډ] جوړېدل له کومه ځایه پیلېږي او تروریستي حرکات چېرته پای ته رسېږي؟ فکر کوم موږ د دې دوو ترمنځ اړیکو ته پاملرنه نه ده کړې او هغه مو له پامه غورځولې ده. د جرمي اقتصاد لویه برخه ګټه اروپا او شمالي امریکا ته ور ګرځي، چې یوازې په کمپیوټر کې درې کلیکونو ته اړتیا لري! دغه اقتصاد د دولت تر حاکمیت دباندې فضا کې غوړېږي او په چټکۍ په یادو فضاوو کې پراخوالی مومي. د دولت تر حاکمیت دباندې فضاوې د تروریستي شبکو د فعالیت لپاره حیاتي رول لري. دغه ډلې له نظم څخه نفرت لري؛ بې نظمي هماغه څه دي، چې دوی یې په هڅه کې دي. له دې اړخه، د قواوو تنظیم او دا درک کول، چې دغه بې نظمي څه ډول رامنځته کېږي، په دې برخه کې د اهمیت وړ دي.

یوه مهمه برخه، چې ستاسو همکارانو، ښآغلو او اغلو پاملرنې ته ډېره اړتیا لري دا ده، چې له یوه اړخه له دې شبکو سره د دولتونو چلند او د هغوی تمویلول او له بله اړخه د دولتونو کمزوري او په ځانګړي ډول د فساد په برخه کې، دغو شبکو ته د فعالیتونو او پراخوالي زمینه برابره کړې ده. په ډېری مواردو کې موږ د دې شاهدان یوو، چې دولتونه په غیر دولتي ورانکارو ډلو د بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه ډډه لګوي. دغه ډول دولتونه دې ته د کمزورو دولتونو د یوې وسیلې په سترګه ګوري، خو له دې اړخه وسیلې وجود نه لري؛ ځکه چې موږ ټول یو ځای یوو، یا به یو ځای لامبو وهو او یا به یو ځای ډوبېږو.

د ترهګرو اهداف او هغه تګلاره چې انتخابوي یې، کوم دي؟

که ساده ووایو؛ هغوی د دولت او ولس ترمنځ د شلمې پېړۍ ټولنیز قرارداد په نښه کوي. ولې هغوی په سړکونو بریدونه کوي؟ د دې لپاره، چې هغوی غواړي زمونږ د حرکت ازادي له موږ واخلي. ولې زموږ په هوایي شرکتونو بریدونه کوي؟ د دې لپاره، چې په سفر کولو کې زموږ ازادي تر پوښتنې لاندې راولي. ولې په ټولو مذهبي، ټولنیزو ځایونو او سړکونو بریدونه کوي؟ د دې لپاره، چې همدغه ځایونه په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په قرارداد کې وو چې د آچیسون نیمې نړۍ نظریه یې په ښه ډول تشریح کوي.

په دې اړه د نظر یووالی موجود دی، چې اوسنۍ څپه ښایي تر راتلونکو دوو لسیزو پورې یوه ستونزه وي. هرې پخوانۍ څپې له دوو تر څلورو لسیزو وخت نیولی دی. په همدې اساس، موږ باید په دې اړه د لنډ مهال، منځمهال او اوږد مهال لپاره خپل متمرکز اقدامات سره راټول کړو. داسې هیڅ پوله نشته، چې ترورېزم دې له هغه تېر نشي او همدا راز هیڅ ځای او ټولنه نشته، چې هغوی دې ترې ډډه وکړي. داسې هیڅ یوه بېلګه نشته چی د دې پدیدې سره دې په سوله‌ییز ډول چلند شوی وي. له هغوی سره جګړه کورنۍ جګړه نه ده، ځکه کله چې تاسې د داسې شل ترهګریزو ډلو سره ښکیل یاست چی د نړۍ د هر ګوټ څخه وی، څه ډول چلند کوئ؟ له هغوی سره څه ډول سوله کوئ؟ کورنۍ جګړې پخپل ذات کې سیاسي اختلافات دي، چې د راتلونکي لوري (سیاسی) او همداراز د واک پر سر وي. له ترهګریزو ډلو سره به څه ډول خبرې وي؟ دغه خبرې اترې به څنګه ترسره کېږي؟

له بل لوري، یو بل ویرونکی فکر هم شته، چې هیله لرم غلط ثابت شي، هغه دا دی چې ترهګر په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې د سپټمبر یوولسمې د تراژیدۍ تکرار په لټه کې دي. د دغه ډول پېښو پر وړاندې زموږ عکس العمل د راتلونکو لسیزو د تصویر ترسیمونکی دی.

هغه څه ته، چې اړتیا ده یو متمرکز دریځ دی، چې په لاندې موضوعاتو د یوې اجماع لامل وګرځي: 

یو منسجم دریځ، چې په هغه کې اقدامات، په عمومي ډول استخباراتي او پوځي او په ځانګړي ډول په ټولنیزه کچه اقدامات په پام کې ونیول شي.

په ملي او نړیواله کچه د اقداماتو منظمول: موږ په افغانستان کې په نړیواله کچه له ترسره کړیو اقداماتو، زیات منندوی یوو. ناټو د ادعاوو خلاف له مونږ سره خپل تعهد د وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې ښودلی دی د نړیوالې اجماع لاندې د نړیوالو مؤثرو اقداماتو نښه ده. زموږ ستونزه په سیمه‌ییزه کچه ده. موږ د نړۍ په هغه برخه کې ژوند کوو چېرې چې قوانین نشته، چې د دوو دولتونو ترمنځ کړنې تعریف کړي او هلته هغه څه چې له اخلاقي اړخه منع شوي او په دغو شرایطو کې د وسیلو په توګه ترې استفاده کېږي، تفکیک کړي.

موږ یوه جامع دریځ ته اړتیا لرو، چې په هغه کې د مشروع قوې استعمال ته اړتیا ده، خو کافي نه ده؛ ځکه زمونږ  اهداف او پلټفورم پراخ فقر، نارضایتي، محرومیت او په ځانګړي ډول د حکومت په کچه فساد دی. د ټولنې هغه قشرونه چې د محرومیت احساس کوي که چېرته بېرته په منسجم او د پوهاوي له مخې راخپل او راښکیل نه کړای شي، نو بله د ګډون غوره لاره به نه وي.

 د هغو دولتونو څنډې ته کول چې پر ترهګرو د دولتي سیاست د وسیلې په توګه تکیه کوي، بنسټونو او سازمانونو ته یوه لویه ستونزه ده. موږ په مکرر ډول له هغوی سره د قوانینو د ترسیمولو په لوبولو کې ناکام شوي یوو، چې په ازاد او سیستماتیک ډول دوامداره قوانین او د دولتدارۍ مکلفیتونه تر پښو لاندې کوي. په داسې حال کې، چې د همغږۍ د تضمین یا حد اقل د مداخلې نه کولو (د نورو په چارو کې) میکانیزمونه وجود ونه لري، په دوامداره ډول به له دې پدیدو سره مخ یوو.

په ځانګړي ډول افغانستان ته راګرځم. غواړم تاسو ته یادونه وکړم، چې نړۍ له موږ سره یو ځای شوه، څو د سپټمبر یوولسمې په څېر یوه بله تراژیدي بیا رامنځته نه شي. همدا راز لېوالتیا لرم، چې زموږ د ستر همکار او د افغانستان د خلکو د کاکا ښاغلي لخضر ابراهیمي له استثنایي کارونو هم په دې برخه کې مننه وکړم. لازمه ده، چې د دې موضوع یادونه وکړم، ځکه کله چې ۲۰ ترهګرې ډلې لا تر اوسه هم زموږ سوله، ګاونډي هېوادونه، سیمه او نړۍ په ۲۰۱۷ کال کې ګواښیي، دا د دې ښودنه کوي، چې زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی. سره له دې چې زیات کارونه مو ترسره کړي دي، خو لا هم زموږ دنده نیمګړې پاتې ده؛ د دې لپاره، چې دغه وضعیت تلپاتې نه دی او په ځلونو په مختلفو شکلونو راښکاره کېږي. ترهګري د یوه کلک ستون په څېر نه ده، چې موږ یې رنده کوو، بلکې یوه متحرکه پدیده ده او کله چې موږ په هغه ضربه واردوو باید درک کړو، چې ترهګري د تغیر په حال کې یوه پدیده ده.

دویمه موضوع چې غواړم مطرح یې کړم دا ده چې؛ موږ د نړیوالو ځواکونو د لسمی برخی، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې یی په افغانستان کی فعالیت درلود، له هېواده دفاع کوو. ډېری خلک وایي، مبارزه له ستونزو سره مخ شوې، خو په حقیقت کې همدغه ستونزې وې، چې موږ هماغه یو په لس قواووې چې وړاندې مو لرلې وساتلې او همدارنګه زمونږ زړه ورو ځواکونو د خپل هېواد څخه د ساتنې په برخه کې له هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه ده کړې.

کله مې چې د لوړې مراسم ترسره کول، زموږ ټولو همکارانو د یو ناوړه برخلیک وړاندوینه کوله. هغوی ټولو د حکومت د راپرځېدو وړاندوینه کوله، خو باید ووایو، چې زموږ دښمنانو خپل یو ستراتیژیک هدف هم ترلاسه نشوای کړای. د افغانستان هيڅ ولایت د دښمن په کنټرول کې نه دی. هو، موږ جنګېږو خو دا جګړه، مختلطه ده. غواړم بیا ووایم، چې دا یوه «کورنۍ» جګړه نه ده. بلکې د نشه‌یي توکو جګړه ده، د ترهګرۍ جګړه ده او همدا راز د دولتونو ترمنځ یوه نا اعلان شوې جګړه ده. د دې جګړې بېلابېل اړخونه باید روښانه شي، څو وکولای شوو په ترهګرۍ خپله توجه متمرکزه کړو.

زموږ کلیدي لاسته راوړنه ـ د دې لپاره، چې تاسو د کډوالۍ په اړه خبرې وکړې ـ په ۲۰۱۶ کال کې ۱،۱ میلیون افغانانو دې ته ترجیح ورکړه، چې خپل هېواد ته راوګرځي. له دې ټولو څخه یی۶۵۰ زره تنه له پاکستان او پاتې له ایران څخه راګرځېدلي دي. دا (زموږ) د راتلونکي په اړه یو پام وړ پیغام دی، خو په دې برخه کې زموږ چلند (دریځ) بیا کتنې ته اړتیا لري.

موږ له حزب اسلامي سره سوله وکړه او د پرمختګ په حال کې یوو، دا د دې ښودنه کوي چې د افغانانو په رهبرۍ سوله نه یوازې مطلوبه ده، بلکې تلپاتې او معتبره هم ده.

په هلمند، کابل او کندهار وروستي بریدونه او په ځانګړي ډول کندهار، چې هلته زموږ درانه مېلمانه یعنې د اماراتو ډیپلوماتان ووژل شول، همدا راز په لاهور کې د سیند پر زیارت برید وشو، ټول دا ثابتوي، چې ښه او بد ترهګر نشته. تر هغو چې د ترهګرو ترمنځ د ښه او بد تفکیک کېږي، موږ ټول به بایلونکي یوو. خو که دغه تفکیک له منځه یوسو، راپورته شوو او خپل قوتونه بسیج کړو، دغه پدیده به کنټرول شي. موږ په دې برخه کې هر اړخیز پلانونه لرو، چې ورسره ستاسو ملاتړ لازمي دی.

اجازه راکړئ د دې جملې په ویلو سره خپلی خبری پای ته ورسوم: موږ کولای شوو، موږ غواړو او موږ باید د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي شوو، ځکه د راتلونکو نسلونو ژوند او خوشبختي په دې بریالیتوب پورې تړلې ده. هماغسې چې نړیواله ټولنه په نوولسمه او شلمه پېړۍ کې د ستونزو پر وړاندې بسیج شوه، دا ستونزه هم زموږ په منګولو کې ده او کولای شو پر هغې بریالي شوو.

مننه!

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0