د ژوند چاپیریال نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهور رئیس غني پیغام

د ژوند چاپیریال نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهور رئیس غني پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو وطنوالو،

د جون پنځمه نېټه چې د جوزا له پنځلسمې سره سمون خوري، د ژوند د چاپیریال جهاني ورځ ده.

د ژوند د چاپیریال بهتري د ټول بشریت او بلکې د ځمکې په مخ د ټول حیات لپاره خاص اهمیت لري او زموږ لپاره یې اهمیت ځکه زیات دی چې د ژوند د چاپیریال د خرابوالي په وجه اقلیمي تغییراتو زموږ په هیواد باندې نسبتا زیات منفي اثر اچولی دی.

د جوزا په همدې روانه میاشت کې د بدخشان په ځینو سیمو کې پنځه ساعته سر په سر واوره وورېده چې دغسې غیرمعمولي ورښتونه ژوند او زراعت ته تاوان رسوي.

د افغانستان په جنوب کې له ۱۳۷۵ کال راهیسې له اوږدې وچکالي سره مخ یوو چې د کوکنارو د کرلو او د جرمي اقتصاد د زیاتېدلو یو لوی علت یې ګڼلای شو.

 دغه راز په کابل کې اوس د مني او ژمي په موسمونو کې کله نا کله هوا دومره ناپاکه شي چې ان په پنځه متري کې یو شی سم نه لیدل کېږي.

برای تقویت فرهنگ حفاظت از محیط زندگی و برای اینکه توجه به این فرهنگ افزایش یابد، حکومت افغانستان فیصله کرده است که روز محیط زیست را در تقویم رسمی به هفته محیط زیست تبدیل کند و پس از این هرسال از پانزدهم جوزا تا بیست و یکم آن اداره ملی حفاظت از محیط زیست افغانستان و سایر ادارات از طریق پروگرام های مختلف، هفته محیط زیست را تجلیل کنند تا در این قسمت بیداری اجتماعی تقویت شود و روند مبارزه با مشکلات محیطِ زیستی سرعت یابد.

مشکلات محیط زیست یعنی آلوده گی خاک، هوا و آب، زندگی انسان، حیوان و نبات را با خطر مواجه می سازد.

د هوا ککړتیا د ګڼو کسانو د مرګ مستقیم یا غیرمستقیم عامل دی. د دنیا په نورو هیوادونو کې د ښارونو د هوا د پاکوالي په برخه کې کامیابې تجربې شوې دي چې مونږ ورنه استفاده کولای شو.

مثلا په عمومي ترانسپورت باندې سرمایه ګذاري د دې سبب کېږي چې خلک په بسونو کې تګ راتګ ته ترجیح ورکړي او په لویو ښارونو کې د لارو بندېدل او د موټرو لوګي کم شي. د هوا د پاکوالي لپاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د بد کیفیته تېلو واردولو ته به په هیڅ وجه اجازه ورنه کړو.

موږ په دې برخه کې کامیاب شوي یو او د بدکیفیته تیلو د مخنیوي لپاره چې نه یوازې د ماشینونو عمر کموي بلکې د وژونکو ناروغیو سبب ګرځي، هر ډول قانوني اقدام ته چمتو یو.

در افغانستان برای کاهش آلوده گی های صوتی به اقدامات جدی ضرورت است. این آلوده گی که امراض روحی و جسمی تولید میکند، در شهرهای ما زیاد است.

در شهرهای ما از صداهای هارنهای بلند تا استفاده بی شمار از لاودسپیکرها عوامل مختلف آلوده گی های صوتی موجود اند. بعضی ها به خود حق داده اند که در مراسم عروسی یا مناسبت های دیگر تا نیمه های شب از لاودسپیکرها استفاده کنند و پروای خواب دیگران را نداشته باشند.

هموطنان عزیز! آلوده گی آب که همه ساله باعث مرگ میلیون ها انسان در جهان می شود، یکی از مشکلات بزرگ مردم ما است. در شهرهای کشور اکثر مردم آب آشامیدنی پاک ندارند و در قریه ها این مشکل بیشتر است.

د خاورو چټلوالی یو بل زیست محیطي مشکل دی چې زموږ لوی ښارونه او په تیره بیا کابل ورسره مخامخ دی. اوس د کابل کوڅې د مني د پاڼو په شان له پلاستیکي خلطو ډکې دي چې د خاورې د  زهرجن کولو یو لوی عامل یې بللای شو.

په کابل کې به د منځني عمر کسانو یاد وي چې د انګورو یوې چیلې به ټوله حویلۍ پوښلې وه خو اوس داسې مثالونه کم وینو، ځکه د خاورې او هوا پاکوالي ته صدمه رسېدلې ده.

د هغو سیلانیانو په سفرنامو کې چې تر څلور، پنځه لسیزې پخوا پورې کابل ته راغلي ، د کابل د نیلي آسمان او پاکې هوا ډېر تعریفونه شوي دي خو اوس نه آسمان هاغسې لاجوردي دی او نه هوا پاکه ده.

پخوا به دوکاندارانو کاغذي خلطې جوړولې او په هغو کې به یې مشتریانو ته سودا ورکوله. دغه راز په ښاري کورنیو کې به ټوکرینې خلطې د سودا د راوړلو لپاره استعمالیدلې خو اوس یې  ځای تر ډیره حده پلاستیکي خلطو نیولی دی چې صحت او چاپیریال ته تاوان پیښوي.

اوس د نانوایي ډوډۍ هم د ټوکر په ځای معمولا په پلاستیکي خلطو کې راوړل کیږي چې پکار ده دغه دود پریږدو او خپل هېرکړی فرهنګ را ژوندی کړو. پلاستکي خلطې چې هر څوک یې په بې احتیاطي سره هر لور ته اچوي د خاورې د ناپاکي سبب کیږي.

برای انکشاف فرهنگ نگهداری محیط زیست، معارف، رسانه ها و جامعه مدنی میتوانند نقش مهمی داشته باشند. برای داشتن محیط زیست سالم، فضاهای سبز بسیار مهم است. دولت اراده دارد که در چهار، پنج سال آینده، یک و نیم میلیارد دالر برای بازسازی و انکشاف شبکه های آبیاری، بند ها و کاریز ها هزینه کند.

این اقدامات نه تنها به اقتصاد و زندگی دهقان ها کمک می کند بلکه محیط زیست نیز با آن بهتر می شود.در گذشته، سه فیصد خاک افغانستان پوشیده از جنگل بود اما در سالهای اخیر به دو اعشاریه شش فیصد کاهش یافته است. جنگل ها که جلو لغزش خاک و جاری شدن سیلاب ها را میگیرد ، باعث پاکی و تصفیه هوا نیز میگردد.

بدین جهت حکومت اراده قوی دارد که برای حفظ، احیا و انکشاف جنگلات، از قطع غیر قانونی جنگلات طبیعی جلوگیری کند و جنگل های تخریب شده را بار دیگر سرسبز نماید. همچنان حکومت میخواهد تا از تخریب علفچرها و سبزه زار ها جلوگیری نماید و در چهار، پنج سال آینده پنجاه هزار هکتار علفچرهای تخریب شده را بار دیگر احیا و به حالت اصلی شان باز گرداند.

حکومت مصمم دی چې د کابل ښار چارچاپېره د لس زره هکتاره ځمکې په مساحت یو شین کمربند ایجاد کړي، څو په دې ډول د هوا له پاکوالي سره مرسته وشي. دې ته ورته اقدامات د هیواد د نورو ښارونو لپاره هم په نظر کې لرو.

د خاورو، اوبو او هوا پاک ساتل او د ځنګلونو، ورښوګانو او شین چاپیریال خوندي کول زموږ  ټولو ملي، اخلاقي او انساني وظیفه ده. موږ هر یو باید برخه پکې واخلو او د خدای پاک له نعمتونو سره بې انصافي ونه کړو.

شیخ سعدي علیه الرحمه فرمایي:

ابر و باد و مه و خورشید و فلک در کارند،

تا تو نانی به کف آری و به غفلت نخوری،

همه از بهر تو سرگشته و فرمانبردار،

شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری

یکبار دیگر، از تمام هموطنان خویش تقاضامندم تا در حفاظت محیط زیست که زمینه های زندگی سالم و صحی را فراهم میکند با دولت همکاری نمایند. داشتن محیط زیست سالم و صحی، وجیبه انسانی و اخلاقی همه ما است.

یک جامعه پیشرفته در کنار تقویت اخلاق، علم و تکنالوژی، به محیط سالم و صحی ضرورت دارد.

از تمام دست اندرکاران اداراتِ حفاظت از محیط زیست و وزارت خانه های مربوط به خاطر محافل آگاهی دهی در مورد اهمیت محیط زیست و اقدامات مناسب شان در این زمینه قبل از قبل سپاسگزارم.

زنده باد افغانستان،

تل د وی افغانستان