په افغانستان کې د روسي عسکرو د ماتې او د دوی د وتلو د اته ویشتمې کالیزې مراسمو کې د جمهور رئیس غني وینا

په افغانستان کې د روسي عسکرو د ماتې او د دوی د وتلو د اته ویشتمې کالیزې مراسمو کې د جمهور رئیس غني وینا

۱۳۹۵ل د سلواغې ۲۶

ارګ- سلام خانه ماڼۍ

بسم الله الرحمن الرحیم

لوی مجاهد د افغانستان ملي بنسټ جناب استاد سیاف، جلالتمابان استاد دانش او قانوني صاحب او ټول د اوسنۍ کابینې او پخوانۍ کابینې محترم غړي، د مشرانو جرګې او د ولسي جرګې رئیس صاحبان، جلالتماب قاضي القضات صاحب، جناب محترم لوی څارنوال صاحب، لوی درستیز صاحب او ټول د اردو جنرال صاحبان او عسکران او صاحب منصبان، زموږ ستر مجاهد ملت، د جهاد مشران د افغانستان کلیو ، بانډو او ولایاتو نه دملي شورا او مشرانو جرګې محترمو استازو.

السلام علیکم،

خوش ګلیدینګ

خوش آمدید

ښه راغلاست

قدرمنو وطنوالو،

د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ په خلاف د افغان مجاهدینو د بري د اته ویشتمې کالیزې په مناسبت تاسې ټولو ته مبارکي وایم. دا د ټول ولس افتخار دی، تر څو چې دا افغانستان وي دا ورځ به جناب استاد نمانځل کېږي. او هر کال به په ډېرترو شاندارو مراسمو نمانځل کېږي. 

اته ویشت کاله پخوا د افغانستان مسلمانو خلکو خپله برحقه مبارزه د کامیابي درشل ته ورسوله او نه یوازې د افغانستان په تاریخ بلکې د جهان په تاریخ کې یې د افتخار یوه لویه کارنامه ثبت کړه.

کله چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو په افغانستان باندې یرغل وکړ، د دنیا هیوادونو په ډېر لوی اکثریت دغه یرغل وغانده او د سرو پوځونو په خلاف یې د افغانانو مجاهده برحقه وبلله. ]قسمیکه قانونی صاحب گفتند در اول ما را کافی تنها گذاشتند و این قربانی ما بود که باعث اجماع جهانی شد، نه اینکه اجماع جهانی  که موجوب پیروزی ما شد.[ اسلامي هیوادونو خو زموږ د برحقه جهاد دومره صریح او قاطع ملاتړ وکړ چې د اسلامي کنفرانس سازمان د افغانستان چوکۍ د مجاهدینو استازي ته ورکړه. له بلې خوا کابو ټولو اسلامي پوهنتونونو او علمي مرکزونو د افغان جهاد حقانیت تائید کړ او د مجاهدینو ملاتړ یې وکړ. ځکه خو موږ حق لرو چې په خپل جهاد افتخار وکړو او د اسلام او د جهان د تاریخ یوه لویه کارنامه یې وبولو. یوازې موږ یې نه بولو، ټوله نړۍ یې بولي.

د افغانستان جهاد د تاریخ د جبر مفکورې ته ماتې ورکړه. زموږ جهاد د دنیا د تاریخ مسیر بدل کړ، نه یوازې یې افغانستان  ازاد کړ، بلکې په شرقي اروپا او نورو ځایونو کې د استبدادي او یو حزبي نظامونو د ختمېدو سبب شو او مختلف ملتونه یې له ظلم او زور څخه را واېستل دا دې هیڅوک نه هېروي چې که زموږ یو نیم میلیون شهیدان نه وای نن به اروپا لا په غلامۍ کې وای او همدارنګه مرکزي اسیا. موږ حق لرو چې د یو لوړ پُر افتخار ملت په استازیتوب سر اوچت وساتو او په خپلې ارادې باندې افتخار وکړو او د خپلو شهیدانو قدر وساتو، خو متاسفانه موږ خپله لکه څنګه چې مشرانو وویلې چې لازمه وه د خپل جهاد ثمره ونه لیدله. البته نن ورځ په ګران افغانستان کې ټول هغه عناصر شته چې د جهاد اهداف او د شهیدانو ارمانونه تحقق پیدا کړي. موږ د بحرانونو د ختمولو لپاره ټینګه ملي اراده لرو او د تاریخي تجربې لویه سرمایه افغانستان یو ځل بیا کولای شي چې اسلامي نړۍ او نورې ټولې دنیا ته د زور او ظلم او تروریزم د ختمولو لپاره نوي پیغامونه ورکړي. بیا جناب استاد او قانوني صاحب تاسو په حق یئ زموږ اوسنۍ مبارزه همغه رنګه چې د کمونیزم مقابل کې وه نن د تروریزم مقابل کې ده او لکه چې هغه وار بریالي شو، دا وار به انشالله  و تعالی بریالي شو.

زموږ د خلکو د مبارزې او مجاهدې حقانیت د جهاد د کامیابي لوی علت و. البته، د جهاد د کامیابي بل ډېر لوی او اساسي علت دا و چې د افغانستان خلکو له الهي حکم سره سم، په اتحاد او اتفاق سره جهاد وکړ. د جهاد په مقدسه لاره کې د افغانستان ټول قومونه په یوه صف کې ودرېدل. لکه چې جناب دانش صاحب وویل. کلیوال او ښاري، شیعه او سني، تعلیم یافته او بې تعلیمه، ملا او امي ټول د وطن د دفاع او استقلال شریک سنګر ته لاړل او د هیواد د ژغورلو لپاره یې یو بل ته لاسونه سره ورکړل. زموږ جهاد د کابو ټول ملت د ایثار او فداکاري نتیجه وه او ځکه خو ټول ملت ورباندې ویاړي او د ټول ملت مشترک افتخار دی او وي به.

تقدیر و تجلیل از مجاهدمردانی که بخاطر آزادی وطن خود از همه هستی خویش مایه گذاشته و بزرگترین قربانی ها را متقبل شدند وظیفه دینی و ملی ما است، و خدمت به بازماندگان شهدای کشور و رسیدگی به فرزندان آنان و دلجویی پدران و مادران درد کشیده، بخشی از مسئولیتی است که بر دوش ما، هم دولت و هم ملت، قرار دارد. ما وظیفه داریم نام و یاد آنان را زنده و جاودانه نگهداریم و نسل های آینده را با افتخاراتی که آنان با خون خویش ثبت کردند آشنا گردانیم.

افزون بر این، وظیفه سنگین تری که در این راستا داریم بازگشت مجدد به آرمان ها و آروزهایی است که بهترین فرزندان این کشور را در راه تحقق آنها از دست دادیم. ما باید بار بار از خود بپرسیم که آن قربانی ها و هزینه های سنگینی که دوش قوی ترین ملت ها را خم می کند، برای چه هدف و آرمانی بوده است، مجاهدان ما چه می خواستند، و شهدای ما برای چه آرزوهایی از جان خود گذشتند. واضح است که چنین رشادت بزرگ تاریخی برای قدرت و منصب نبوده است، و انگیزه آنان را تنها دشمنی با بیگانگان تشکیل نمی داده است، بلکه آرمان هایی به مراتب بزرگتر و پرشکوهتر در میان بوده است. هیچ آرمانی بالاتر از داشتن سرزمینی آزاد، آباد و رو به ترقی نیست، سرزمینی که فرزندان آن در سایه اش احساس آرامش کنند، با نام آن احساس سربلندی کنند، و در دامان آن امید رسیدن به خواسته ها و رؤیاهای خود را در سر بپرورانند. سرزمینی که توانایی داشته باشد تا یکایک فرزندانش را به گرمی در آغوش بگیرد و آنان را از سرگردانی در دیار بیگانه و سرزمین های دور بی نیاز سازد. سرزمینی که برای آبادی مکتبش محتاج کمک دیگران نباشد، و برای ساختن شفاخانه اش منتظر مساعدت بیگانگان ننشیند، و برای هموار کردن راه و شاهراهش نیازمند قرض این و آن نگردد.

ما از این رو آن مجاهدت ها را پاس می داریم و به آن رشادت ها افتخار می کنیم که جنگی به قصد ویرانی و تباهی، و نزاعی بر سر قدرت و ثروت نبود و به این هدف به راه نیفتاده بود که منافع دشمنان دیرینه این سرزمین به قیمت ویرانی شهر و قریه ما برآورده شود. جهاد مردم ما نبردی سلحشورانه بود که هدفش را آشکار و با افتخار در سطح دنیا عنوان می کرد، و مردم ما در هر جا به آن می بالیدند. در آن نه از انتحار اثری بود، و نه از انفجار مسجد، و نه از تخریب مکتب، و نه از به خاک و خون کشیدن بیگناهان؛ که امروزه گروه های بدنام و مزدور بیگانگان بی محابا به آن دست می زنند و هر روز بر طومار جنایت های جنگی خود می افزایند.

 زموږ برحقه جهاد د افغانستان د ازادي لپاره، د افغانانو د نېکمرغي لپاره او د هیواد د ترقي لپاره وو. مقصد دا و چې وطن ازاد شي، استبداد ختم شي او افغانان دا حق پیدا کړي چې د خپلې خوښې حکومت ولري او خپل وطن اباد کړي. خو له بده مرغه، د جهاد له کامیابي وروسته، د پردیو د توطیو او دسیسو په نتیجه کې اختلافونه پیدا شول او کوښښونه وشول چې په افغانستان کې دولتي سستم ختم شي، افغانستان بې اردو او بې پولیسو شي، په افغانستان کې تعلیمي ادارې ختمې شي او د افغانستان د انکشاف او ابادولو مخه ونیول شي او بالاخره  داسې وخت راغی چې افغانستان په لوی لاس له دنیا څخه منزوي کړای شو.

د اتفاق په برکت د جهاد د کامیابي ویاړمنه تجربه او د نفاق په نتیجه کې د ډېرو بدو ورځو خاطره، دا دواړه زموږ د خلکو په حافظه کې دي او طبعا زموږ خلک به نور هیڅ کله هغو کسانو ته موقع ورنکړي چې په وطن کې سمتي، قومي، مذهبي یا نژادي اختلافونو ته لمن ووهي او هیڅ وخت به هغه کسان ونه زغمي چې د پردو جاسوسي ادارو او ترورستي شبکو په اشاره او لمسون یو ځل بیا غواړي چې افغانستان خدای مکړه د خپل ظلم او جهالت په تیارو کې ډوب کړي.

خواهران و برادران،

ما خرسندیم که علی رغم همه جفاهایی که در حق ملت مظلوم ما شده و ویرانی هایی که بر کشور ما تحمیل گردیده است، امروزه صاحب نظامی مردمی هستیم که بر مبنای قانون اساسی مورد قبول همه اقشار جامعه شکل گرفته، و در سایه آن قوای مختلف دولت، فعالیت خود را به پیش می برند، و علی رغم وجود کاستی هایی در گوشه و کنار، انکشاف کارها در مسیری قرار دارد که ما را به آینده امیدوار نگه می دارد. در این میان، قوت گرفتن و کارآزموده شدن بیشتر قوای دفاعی و امنیتی ما در اردوی ملی، پلیس ملی و دستگاه های امنیتی اهمیتی خاص دارد، زیرا آرمان اصلی مجاهدین و شهدای گرانقدر این سرزمین امروزه به همت و بازوی این دلیرمردان گرِه خورده است و آنان با تلاش شبانه روزی در گوشه و کنار کشور به دفاع از مردم خود مشغول هستند.لکه چې استاد سیاف وویل لاسونه یې مچوم او ورباندې ویاړم.

اگر جهاد و رشادت دیروز برای آزادی بود، جهاد و رشادت امروز فرزندان ما برای آبادی است، زیرا آزادی با آبادی تکمیل می شود؛ و بر خلاف شیوه ای که دشمنان ما در پیش گرفته اند، ویرانی با منطق دین ما، و با روح مدنیت ما سازگار نیست. اما واضح است که آبادی تنها با فعالیت های نظامی و تدابیر امنیتی حاصل نمی شود، بلکه برای آن سهیم شدن همه نیروهای ملی و متعهد به منافع علیای کشور لازم است، تا علما، ادبا، دانشمندان، هنرمندان، فعالان سیاسی و مدنی، و همه زنان و مردان این سرزمین مشارکت کنند، و هر کس از هر جا و در هر موقعیتی که هست نقشی در آبادی میهن خود به عهده بگیرد. سرودی حماسی که روحیه وطندوستی را در مردم ما تقویت کند، قلمی که با منطق قوی به نبرد پیام آوران مرگ و نابودی برود، موعظه ای که روحیه وحدت و یکدلی را در میان اقوام کشور شگوفا سازد، تحقیقی که ریشه های عمیق مشکلات ما را شناسایی نماید، و سرمایه گذاری یی که به خودکفایی بخشی از جامعه ما منتهی گردد، هر کدام از این ها بخشی از جهادی است که امروزه وطن ما به آن نیازمند است.

همچنان، آگاهی دادن به مردم، و خصوصا به جوانان، در باره اهمیت آبادی، اهمیت پیشرفت، اهمیت دانایی و دارایی، اهمیت عزت و امنیت، اهمیت اقتدار و سربلندی، و مولفه های حقیقی چنین آرمان هایی، بخشی از جهادی است که به دوش همه ما است. تنها با ترویج آگاهی و تقویت امید و اعتماد به آینده است که می توانیم جلو افکار تخریبی، ایدئولوژی های یاس آور، تبلیغات منفی، و شستشوی مغزی جوانان را بگیریم و نگذاریم آنها شکار دام هایی شوند که از سوی گروه های تروریست و افراطی برای شان پهن می شود. این گروه ها بخشی از کار خود را با تکیه بر تبلیغات مخرب، ترویج توهم، و پخش بدبینی به پیش می برند، و سلاحی که در مقابل آنان در این عرصه به کار می آید آگاهی، دانایی و امید است.

بخشی از مشکلاتی که پس از پیروزی جهاد در کشور ما اتفاق افتاد، علاوه بر دخالت دستهای بیگانگان، بر می گشت به نبود امکانات و فرصت هایی در آن زمان که آگاهی عمومی را تقویت کند، به فعالیت های علمی و تخصصی میدان بدهد، و ایجاد نهادهای مدنی قدرتمند را در پی بیاورد، اما امروزه ما می توانیم با استفاده از تجاربی که حاصل شده است به جبران آن مسایل بپردازیم، و از این راه به تحقق آرمان های والای مجاهدین و شهدای افغانستان نایل شویم.

قدرمنو هیوادوالو،

افغان جهاد د لویو قربانیو نتیجه وه او د دې لپاره چې د دغو قربانیو قدرداني وکړو، پکار ده چې د جهاد د شهیدانو کورنۍ هیڅ وخت هېرې نکړو او د جهاد د رهبرانو او مشرانو قدردان واوسو. کله نا کله د جهاد له ارزښتونو انکار کېږي او د ځینو کسانو ناسم چلند د جهاد له ارزښتونو څخه د انکار لپاره دلیل راوړل کېږي ، حال دا چې جهادي ارزښتونه، اسلامي، ملي او انساني ارزښتونه دي او دغوحقدارو ته په کمه سترګه کتل، لویه بې انصافي ده. 

په روان کال کې له حزب اسلامي سره د سولې موافقې زمینه برابره کړه چې زموږ یو شمېر مرور مجاهد وروڼه هم خپل لوی کور افغانستان ته راشي او د خپل وطن په جوړولو او ابادولو کې برخه واخلي. له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې په کامیابي کې د افغانستان د جهاد د یو بل لوی مشر او رهبر، پیرصاحب ګیلاني لویه برخه وه چې متاسفانه نن له موږ سره نشته. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي. همدارنګه زموږ د سولې شهید استاد رباني، زموږ ملي اتل مسعود، حاجي صاحب قدیر، مولوي صاحب خالص، مولوي صاحب محمد نبي د جهاد نور ټول قدرمن مشران او خدای دې جناب حضرت صاحب او جناب استاد سیاف راته ژوندي لري چې همېشه بنسټونه دي او ټول په قدر ورته ګورو. په روان کال کې او دا چې نن د حزب اسلامي غړي دلته کېناستلي په عزت ټولو نه مننه کوم او ټولو ته بیا ښه راغلاست وایم.

په روان کال کې کابو یو میلیون مهاجر افغانان چې په ګاوندیو هېوادونو کې اوسېدل خپل وطن ته راستانه شول. ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو میلیوني مهاجرت د جهاد په کلونو کې پیل شو. او د دوی بېرته راتګ په حقیقت کې د جهاد د اهدافو د تحقق یوه برخه ده. د مهاجرو عزیزانو راستنېدل او په وطن کې په عزت او خوشالۍ سره ژوند کول زموږ د شهیدانو او مجاهدینو یو لوی ارمان وو اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې هغه لوی ارمان پوره شي. زه له هغو وروڼو او خویندو څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي مننه کوم. بیا به پاکستان ته خبره پاتې نشي چې ووایي، افغان مجاهدین د تروریستانو پلوي کوي، نه یې کوي، نه یې کوي. باید خپل وطن ته راشي.

زه له ټولو مجاهدینو او جهادي مشرانو غوښتنه کوم چې له ملي اردو او ملي پولیسو څخه خپله همکاري ونه سپموي، د هغوی د صفونو په پیاوړتیا کې برخه واخلي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي. زموږ د ملي اردو او ملي پولیسو سربازان او افسران په حقیقت کې د نن ورځې مجاهدین دي چې د تېر نسل د مجاهدینو غوندې د ملت د ټولو قومونو او قشرونو نماینده ګي کوي او د هماغه مجاهدینو غوندې یې اسلامي هیوادونه او کابو ټول جهان د کارنامو او مبارزو تائید او حمایت کوي.

ما تېر کال د همدې ورځ په مناسبت په همدې ځای کې د حکمتیار صاحب په مشري اسلامي حزب او د طالبانو په ټولو ډلو اواز وکړ چې د سولې له کاروان سره یو ځای شي. له نېکه مرغه د حزب اسلامي مجاهد مشر ښاغلي حکمتیار دغه اواز ته لبیک ووایه، خو له بده مرغه د طالبانو مختلفې ډلې د داعشیانو په شان لا تر اوسه پورې په دې بوختې دي چې افغانستان وران کړي، په افغانستان کې قاضي او ملا او عسکر او مامور او پولیس ووژني او په خپلو انتحاري حملو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هر هغه چا وینه تویه کړي چې د افغانستان اولاد دی. که د دوی نوي یا زاړه باداران په دې فکر کې وي چې یو ځل بیا به افغانستان په بې اردو، بې پولیسو، بې قانونه او له جهان سره بې ارتباطه هیواد باندې بدلېږي، نو په دې دې ځان سم پوه کړي چې دا ارزو یې نه پوره کېږي او بې شکه چې باطل نابودېدونکی دی.  البته، هغه طالبان چې مستقل فکر کولای شي او د اسلامیت او افغانیت جذبه ورسره ده، په هغوی باندې یو ځل بیا اواز کوم چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی او راځئ په دې مشترک کور کې د خپلو نورو وطنوالو غوندې د عزت او ورورګلوي ژوند پیل کړئ او په ورانۍ کې یې نه بلکې په ترقي کې یې برخه واخلئ.

 قدرمنو وطنوالو، لکه څنګه چې ځو ځله مې پخوا هم ویلي دي ، دیارلس سوه څلورنویم هجري شمسي کال د نظام د بقا کال و. مشکل کال و خو د الله تعالی په مرسته او د افغانستان د غیرتي امنیتي، دفاعي قوتونو په همت، ملت او نظام د خپلې بقا په امتحان کې کامیاب راووت. د افغانستان دښمنان چې په څلور نویم کال کې خپلو اهدافو ته و نه رسېدل، په روان کال کې یې د خپلو جګړه مارو د روحیې د ښه کولو او د خپلو بادارانو د خوشحالولو په خاطر یو ځل بیا د ځینو لویو حملو بندوبست وکړ چې الحمدالله په هره لویه حمله کې یې لوی شکست په نصیب شو. په راتلونکي کال کې که بیا هم د افغانستان دښمنان او باغیان په هوښ رانه شي، نو دا په پوره اطمینان سره وایم چې لا لوی شکستونه به یې په برخه شي او د افغانستان هوایي او ځمکني قوتونه به په دوی پسې هرې درې او هرې شېلې ته ورشي او سم سبق به ورکړي.

تعهد ما به آرمان مجاهدین و شهدای افغانستان و پاسداری از دستاوردهای آنان در راه کسب آزادی و استقلال، از ما می طلبد که به توانایی های مردم خود باور داشته باشیم و به همت جوانان خود امید ببندیم و به تلاش های شبانه روزی در جهت انکشاف و پیشرفت کشور اطمینان یابیم، و گمان نکنیم که شرارت پیشگان و تفرقه افکنان و جنایتکاران تروریست خواهند توانست اراده یک ملت را برای حرکت بسوی آینده زمینگیر سازند. ملت ما از آزمون هایی بس بزرگتر از این با سربلندی بیرون شده است، و اکنون نیز که تجارب کافی از تحولات کشور به دست آورده و حقانیت داعیه اش بخاطر صلح و امنیت و ترقی به همه جهانیان واضح گردیده است،  عزم و اراده ای استوارتر از گذشته دارد تا فردایش را با بازوان نیرومند فرزندان اصیلش از نو بنا و اِعمار کند… و این روز به اذن الهی به زودی آمدنی است.

 یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

 تل دې وي افغانستان