مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابلد افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه په ګډه همغږۍ او همکارۍ د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو پرضد مبارزه کوي.
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو، تونلونو او پټنځایونو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د هوایي بمبار پرمهال چې د افغانستان حکومت له نږدې څخه په جریان کې وو، داعشیانو او د افغانستان دښمنانو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نړیوالو ځواکونو د دغې ګډې همغږۍ او همکارۍ او د عملیاتو پر مهال د زیات دقت له امله تل ملکي وګړو ته د هر ډول زیان اوښتو او تلفاتو مخه نیول شوې ده.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د خپل هېواد، سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین او د تروریزم خطر د دفعه کولو په موخه په پوره مېړانه او زړورتیا دغې برحقه مبارزې ته ادامه ورکوي.
افراطیت او تروریزم چې د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره لوی تهدید او جدي خطر دی، نو پر وړاندې یې باید د یو واضح لیدلوري له مخې د ښه او بد تروریزم له تفکیک پرته د هغوی پر وړاندې ګډه او جدي مبارزه وشي.
شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0