جمهوررئیس غني د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

جمهوررئیس غني د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد‌اشرف غني نن له غرمې مخکې د ګمرکونو د نړیوال سازمان له سکرتر جنرال کانیو میکوریا سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو خواوو له اروشا کنوانسیون سره د افغانستان د یوځای کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې او دا یې د ښې حکومتوالۍ د تحقق او د ګمرکونو د عصري کولو په برخه کې مهم وباله.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني د ګمرکونو پر عصري کولو، د ظرفیتونو پر ودې، سیمه‌ییز اتصال، د ګمرکونو په اسانولو او د بشري سرچینو پر پانګونې ټینګار وکړ.

د ګمرکونو د نړیوال سازمان سکرتر جنرال کانیو میکوریا، په دغو مواردو کې د ګمرکونو د نړیوال سازمان له خوا د همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې په ۱۹۹۳کال د تانزانیا د اروشا ښار په ناسته کې  ” د ښې حکومتولۍ او په ګمرکونو کې د همغږۍ په خاطر د ګمرکونو د همکارۍ شورا” په نامه اعلامیه تصویب شوه چې دا مهال د اروشا کنوانسیون په نامه یادیږي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0