جمهوررئیس غني: دولت ژمن دی چې د داعش په شمول ټولې تروریستي ډلې وځپي

جمهوررئیس غني: دولت ژمن دی چې د داعش په شمول ټولې تروریستي ډلې وځپي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ننګرهار د ولسونو له یو شمېر قومي مخورو، مشرانو او دیني علماوو سره وکتل او په یاد ولایت کې يې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د ننګرهار والي محمدګلاپ منګل په خپلو خبرو کې د ننګرهار ولسونه د داعش او بین‌المللی تروریزم قربانيان وبلل، د تروریزم په وړاندې يې د دوی کلک عزم او اراده وستایله او تر څنګ یې د سیمه‌ییزې حکومتولۍ، فساد او د ځمکو غاصبینو سره د مبارزې، د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ، له زورواکو څخه د برېښنا بیل د اخیستو، د ولایتي عوایدو د زیاتوالي، د نویو فابریکو د کار پیلولو، د معارف او کډوالو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

محمدګلاپ منګل، له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د ننګرهار ولایت د معارف او پولیسو تشکیل زیات او د کانال پروژې د ځمکو د ساتنې په عرض ورته یوه قطعه منظوره کړي. همدارنګه هغه د ننګرهار ولایت د حلقوي سړک رغاولو او د کابل ـ جلال اباد د نوي سړک د چارو ګړندي کولو ته د جمهوررئیس توجه وغوښته.

ورپسې قومي مشر ملک نذیر د داعش او تروریستانو په مقابل کې د جمهوررئیس کلک دریځ وستایه او د ننګرهار ولایت په ولسوالیو په ځانګړي ډول شینوارو کې یې د داعش په ضد د امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو ننګه وکړه.

همدارنګه مولوي ظاهر حقاني په خپلو خبرو کې د جمهوررئیس هغې ژمنې ته اشاره وکړه چې ویلي و، ارګ او جومات به سره نږدې کوي. هغه زیاته کړه، اوس عملا دیني علما د دولت او خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د طالب او داعش ورانکارې څیرې ولس ته بربنډوي او د خپلو امنیتي ځواکونو په شهیدانو او قربانیو ویاړي.

مولوي حقاني زیاته کړه: زموږ علما د قران او سنت په رڼا کې دې اجماع ته رسیدلي دي  چې څوک د خوارجو په ضد جګړه کې وژل کېږي شهید دی، ځکه داعش د خلکو ښځې مینځې جوړوي، روغتونونه ورانوي، خلک کړوي، نو بناً هغوی سره مقابله فرض ده.

ورپسې ملک عثمان د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د داعش ظلمونو ته ګوته ونیوله او زیاته یې کړه، که چېرته دغو ولسونو د داعش مخه نه وای نیولې اوس به داعش تر دې زیات غښتلی وای. هغه وویل دی خپله د اچین ولسوالۍ د اسد خیلو د سیمې دی چې څه موده مخکې د داعش قوي مرکز په کې د هوايي بمبار په وسیله ویجاړ شو او زیاته کړه، په دغه بمبار کې هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اوښتی او د داعش په ضد یې تر دې د جدي او قوي اقداماتو غوښتنه وکړه.

همدارنګه ملک کمین د ننګرهار ولایت له حصارک ولسوالۍ څخه تر خوګیاڼو او بیا تر شینوارو پورې د خلکو هغه کړاوونه بیان کړل چې د تروریستانو له لاسه یې زغملي دي. هغه وویل موږ د نظام او خپل دولت ملاتړي یوو او هیڅ پردي ته به اجازه ورنکړو چې زموږ په پاکه خاوره پل کېږدي.

قومي مشر ملک حیات خان وویل موږ دا عقیدتاً منلې ده چې له تروریستانو سره زموږ جنګ جهاد دی او هغوی یاغیان دي. د هغه په خبره موږ د هغو ظلمونو په مقابل کې راپورته شوي یوو چې زموږ له خلکو سره وشول، هغه د تروریستانو په ضد روان جنګ مشروع جنګ وباله او تر هغو چې ټول تروریستان نابود شوي نه وي په دوام یې ټینګار وکړ.

په پای کې جمهوررئیس محمد اشرف غني له بین‌المللي تروریزم او داعش سره د ننګرهار د خلکو په ځانګړي ډول د شینوارو کلکه مبارزه او استقامت وستایه، وې ویل، ستاسو خبرو، ستاسو میړانې او ژمنې ثابته کړه چې د خاورې د ساتلو لپاره مو ترمنځ اجماع شته. هغه له تروریزم سره په جګړه کې د ننګرهار د ټولو شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه.

جمهوررئیس وویل، زموږ صف د اسلامیت او افغانیت صف دی او تروریستان قاتلان او د دې وطن دښمنان دي، موږ حق، داعش او تروریستان باطل دي، دا د خدای پاک ژمنه ده چې حق به پر باطل بریالی کېږي.

هغه زیاته کړه، داعشیان څوک دي؟ کومه پوله یې راسره شریکه ده؟ د دې وطن لپاره کومه طرحه لري؟ دې کې هیڅ شک نشته چې دوی د اسلامیت او بشریت دښمنان دي، هغوی غواړي دا وطن ویجاړ کړي او موږ غواړو دا وطن او خاوره د نړۍ په افتخار بدله کړو.

محمداشرف غني څرګنده کړه، د ټول دولت ژمنه داده چې د داعش په ضد چې د هر راز زور استعمال ته اړتیا پېښه شي درېغ به یې نه کړي. هغه زیاته کړه، دا جنګ د افغانستان جنګ نه دی دا په افغانستان باندې جنګ دی، ځکه داعش او تروریستان غواړي دا سیمه کنټرول کړي او بیا ځالې په کې جوړې کړي.

جمهوررئیس ژمنه وکړه، د جګړه ځپلو سیمو له هر بیځایه شوي سره به مرسته وشي او زیاته یې کړه، د ننګرهار راتلونکی به داسې تنظیم کړو چې نورو ته ډوډۍ ورکړي، نه دا چې د نورو ډوډۍ ته محتاجه وي.

همدارنګه د نیاز بي بي په نوم یوه مور چې د کوټ په ولسوالۍ کې یې د داعش په ضد پاڅون کې درې زامن او درې لمسیان شهیدان شوي و او یو زوی یې ټپي شوی دی، هغې سره د خواخوږۍ او عمشریکې او د هغو د خدمتونو د تقدیرولو په خاطر جمهوررئیس د یو فرمان په صادرلو د میوند معرکې اتلې ملالۍ عالي دولتي مډال منظور او خپله جمهوررئیس هغې ته دا مډال ورکړ.

کتنې پر مهال قومي مشرانو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او هغه ته یې د ښې حکومتولۍ او تروریزم سره په مبارزه کې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

د کتنې په پای کې د شینوارو قومي مشرانو په سیمه کې د داعش د وژل شوي مشر حافظ سعید شخصي آس چې پاڅون والو له دغې ډلې په غنمت نیولی و، جمهوررئیس ته ډالۍ کړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0