دننګرهار پر ملي راډیوتلویزیون د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ننګرهار ملي راډیوټلویزیون پر ودانۍ تروریستي برید، د بیان له ازادۍ سره دښمني وبلله.

جمهوررئیس د دغه جنایت‎کارانه عمل د سخت غندلو تر څنګ وویل: تروریستان  په رسنیو او د هغو په کارکوونکو د برید له لارې غواړي د حق د بیانولو لپاره د هغوی رسا غږ غلی کړی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، تروریستان او د هغوی باداران باید پوه شي چې د دې ډول وحشیانه کړنو په ترسره کولو سره نشي کولای، د ولسواکۍ ارزښتونو او د بیان ازادۍ ته د بشپړ  رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو عزم او اراده کمزورې کړي.

جمهوررئیس په ټینګار  وویل، حکومت به د بیان ازادۍ د ملاتړ اود خبریالانو د خوندېتوب په موخه لا ډېر امنیتي تدابیر ونیسي.

جمهوررئیس غني د تروریستانو په له منځه وړلو او زموږ د هېوادوالو د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وخت او چټک غبرګون وستایه.

د هېواد جمهوررئيس د شهيدانو کورنيو ته د تسليت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپيانو ته د بشپړې روغتيادعا کوي.

شریک کولShare on Facebook439Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0