جمهور رئیس غني ته په اداري او مالي معینیتونو کې د اصلاحاتو طرحه وړاندې شوه

جمهور رئیس غني ته په اداري او مالي معینیتونو کې د اصلاحاتو طرحه وړاندې شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وزارتونو د معینیتونو او د خپلواکو ادارو په مالي او اداري معاونیتونو کې د اصلاحاتو  د طرحې په اړه د بحث  غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې نن له غرمې وروسته  جوړه شوه، د هېواد د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري د وزارتونو د معینیتونو او خپلواکو ادارو د اصلاحاتو طرحه چې په مالي او اداري معاونیتونو کې د بودجې د زیات موثریت او ښه والي او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې ده، وړاندې کړه.

 د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس  د یادې طرحې د موخو او موثریت په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او وې ویل، دا طرحه د چټکو او موثرو خدمتونو د برابرولو او دغه راز په دولتي ادارو کې  د ظرفیت لوړولو او د کارونو د موثریت او د بودجې د پرځای مصرف او مدیریت په موخهترتیب شوې ده.

محمداشرف غني وړاندې شوې طرحه وستایله او د هېواد د اداري اصلاحاتو  او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مسوولېنو یې  د دغې اصلاحي طرحې د جوړولو له امله مننه وکړه  او د استخدام په ټولو پروسوکې یې پر معیار، شفافیت او قانونیت ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني، په ادارو کې د صلاحیتونو او مسولیتونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دولتي ادارو کې د مراتبو لړ (سلسله) مهمه موضوع وبلله.  هغه په ادارو کې د مسلک او کاري تجربې ترمنځ په تعادل ټېنګار وکړ.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه،د استخدام پروسې باید د یوه واضع  چوکاټ  له مخې تر سره شي تر څو ټولو هېوادوالو او په شرایطو برابرو کسانو ته په مساوي توګه د سالم رقابت  زمینه برابره شي. همدارنګه یې  د وړ افرادو استخدام کې د شفافیت تامین مهم وباله او په دې برخه کې یې د مسئولېنو لا زیاته پاملرنه وغوښتنه.

شریک کولShare on Facebook16Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0