د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډه کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډه کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه

۱۳۹۶ چنګاښ ۱۸| ۹ جولای ۲۰۱۷

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی او بښوونکي خدای په مهربانه او سپیڅلي نامه

قدرمنو سفیرانو، وزیرانو، عزتمندو استازو او ملګرو:

دا د خورا خوښۍ ځای دی چې تاسو ته د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په دې غونډه کې ښه راغلاست وایم او ستاسو د پخې ارادې او هوډ څخه ډېره مننه کوم. تاسې داسې یو ښار ته راغلی یاست چې د ویر په ټغر ناست دی. کابل لا تر اوسه د دې ښار د اوسېدونکو د وژنې له امله په غم کې دی. د می میاشتې د ۳۱ نیټې خونړی برید نه تنها د کابل د پر با امنه اوسېدونکیو برید و … بلکې دا په ټولو منل شویو اصولو، قواعدو، کنوانسیونونو، تړونونو او د نړیوالې دیپلوماسۍ پر کلتور برید و. که چېرې ۷ تنه با شهامته افغان پولیسو د خپل ځان په قربانولو سره د دغه برید مخه نه وای نیولې، ښایي د نړیوالو همکارانو په شمول تر دې زیاتو خلکو ژوند له لاسه ورکړی وای.

خو کوم ډول انسان به داسې جنایي، وحشي او غیر قانوني عمل تر سره کړي؟ څوک به د دهشت داسې عمل تمویل او حمایت کړي؟ څرنګه څوک کولای شي دغو تروریستانو ته پناه او کمک ورکړي؟ د نړیوالې ټولنې پر وړاندې دا څه ډول بې توپیري او بې باوري ده، د هغو ملتونو چې قانون ته متعهد وي ولی بیا هم دا ډول سیاست د وسیلې په توګه استعمالوي او جنایت کوونکو سازمانونو ته اجازه ورکوي تر څو ارادتاً عام ولس په نښه او قتل کړي لکه هغه معصوم قربانیان چې یوازینی جرم یې دا وو، چې دوی عام افغانان وو او کار ته روان وو، تر څو خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي او خپل ماشومان و روزي.؟

تاسې د نړیوالې ټولنې اوسیدونکي، موږ دلته په افغانستان کې: موږ ټولو د زیات درد په لیدو سره دا درس زده کړی چې کله هم ترهګرۍ ته اجازه ورکړل شوې یا حتا د ودې زمینه ورته برابره شوې، ترهګر ډېر ژر د خپلو تمویلونکو د کنټرول څخه وځي. او د خپلو ویجاړونکو اعمالو لمن د یو هېواد له سرحدونو څخه د باندې غځوي.

مګر په ټوله کې د افغانانو جذبه او په خاصه توګه د کابل د ښار اوسیدونکو جذبه نه ماتیدونکې او قوي ده. موږ بېرته د رغېدو په حال کې یوو. تېره اونۍ ما د برید ځای ته نږدې له دوو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. د ویجاړۍ فزیکي نښې هر لور ته خپرې وې مګر تنکیوو زدکوونکو ما ته ډاډ راکړ چې د دوی ویروونکي خوبونه نور ختم شوی دي. کله چې مې له دوی څخه وپوښتل چې څوک غواړي په راتلونکي کې ولسمشر شي، له نیمو څخه زیاتو خپل لاسونه پورته کړل.

زموږ قوي هوډ ستاسو د همکارۍ او د دې میز شاوخوا نړیوالو همکارانو د مشترک کار له امله چې په ګډه یې تر سره کوو لا زیات شوی دی.

لومړۍ؛ تاسې له موږ سره یو ځای ودریدلۍ تر څو کابل کنفرانس تر سره کړو او د کابل پروسه بېرته تازه کړو. موږ د سولې د رواستو لپاره یو ځای ولاړ او مبارزه کوو.

دويم، تاسې د نړیوالو نورمونو د درناوي په اړه چې مدني ټولنې سره یو ځای کوی ډېر واضح او یو غږي یاست.

درېیم، تاسې خپل نه ماتیدونکی قوت وښود. زه غواړم د نړیوالې ټولنې د هر وګړي، دیپلوماتانو، د انکشاف کارپوهانو، او مدني ټولنې فعالینو څخه ستاسو د همدردۍ، مشترک غم او پاخه هوډ څخه مننه وکړم. تاسو د دې پوره حق ګټلی تر څو د کابل د ښاریانو په توګه وپیژندل شي.

تاسې د خپل امنیت په اړه مشروع اندیښنې لری. زه د کابل ښار د ټولو اوسېدونکو په استازیتوب وایم چې ستاسو امنیت زموږ په لومړیتوبونو کې دی. موږ وار له مخه د امنیت په نوې تګلارې کار کړی دی. په راتلونکو ۶ میاشتو کې به موږ د سختې تالاشۍ او د ترافیکی کنټرول له لارې نظارت او ښار ته د ورانکارو ډلو د ننوتلو د مخنیوي او همدرانګه د هغو د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره چې په کابل ښار کی په دنده بوخت دي، د روزنیزو پروګرامونو د پیلولو له لارې د کابل ښار امنیت لا پیاوړی کړو.

مګر موږ لا ښه استخباراتي معلوماتو او د خپلو وګړو استقامت ته چې نه پریږدي تروریستان ښار ته ننوځي، اړتیا لرو. د کابل ښار د ۷۰۰۰ اوسیدونکو سره زما د مشورې په ترڅ کی، د کابل ښار د بې نظمۍ په اړه ژور خفګان څرګند او دا یې روښانه کړه چې د امنیت او پرمختګ لپاره پر مهمو اصلاحاتو اجماع ته اړتیا شته ده. خلک کار غواړي. د کار د نشتوالي په صورت کې به ترهګریز ګروپونه چې په مالي لحاظ په ښه توګه تمویلیږي، انتحاریانو او د هغوی ملاتړو ته لاسرسی ولري. د دغو مشورو په بنیاد، د دفاع او کورنیو چارو وزارت کې د چټکو اصلاحاتو د پلي کولو تر څنګ موږ په کابل ښار کې د کار موندنې په یو عاجل پکیج کار کوو چې په راتلونکو څو اونیوو کې به پیل شي.

په هېواد کې ولس د ثبات غوښتنه لري. د دې آرزو د پوره کولو لپاره د سولې راوستلو، ملت جوړونې، مارکیټ موندنې او همدارنګه د دولت جوړونې پروسې چټکتیا ته اړتیا ده.

دولت جوړونه:

د افغانستان ډیری اوسیدنکو بیا بیا ویلي چې دوی داسې یو دولت غواړي چې د دوی بنیادي حقونه خوندي کړي او عدالت تامین کړي.

اداري فساد، ناسمه حکومتداري، معافیت او د غبرګون سیاست د داسې یو دولت چې ولس یې هیله مند دی، په مخ کې بنیادی خنډونه دي.

اصلاحات اختیاري نه بلکې لازمي دي. د جامع اصلاحاتو په نشتوالي کې به موږ نه تنها د خپل ولس صبر له لاسه ورکړو بلکې د نړیوالو متحدیونو ملاتړ به هم له لاسه ورکړو. د دې لپاره چې اصلاحات معنی دار واوسی د یوه شخص یا دفتر له خوا څخه امکان نه لري. دا باید ټول شموله او ملي وي. د اصلاحاتو لپاره اراده باید په ټول حکومت کی واوسي او باید په ټول هېواد کې د ملي رهبرانو څخه شروع تر پولیسو او ښوونکو پورې په ټولو کې ولیدل شي.

غواړم پاتې وینا په ځینو مهمو اصلاحاتو چې د راتلونکي لپاره مو په پام کی دي راوڅرخوم.

زموږ د دولت جوړونې هڅې د یو ډموکراتیک دولت په جوړولو تمرکز لري او د یو ډموکراتیک دولت صلاحیتونه د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې وي. د دولت لومړی کار ولس ته د امنیت ورکول دي. د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د افغانستان اردو د ترهګرو په خلاف او د یوه آزاد او ولسواک افغانستان لپاره په زړه ورتیا جنګیدلي دي. یوازې په تیرو څو اونیوو کې زموږ پولیسو د ترهګرۍ ضد مبارزې کې په میړانه سره خپلې دندې تر سره کړي دي او د می میاشتې د ۳۱ مې نیټې برید او بیا د هغه انتحاري برید مخنیوی چې غوښتل یې د کابل په غرب کې یو جومات په نښه کړي د دوی د اتلولۍ دوه بیلګې دي. ولې بیا هم د امنیتي ادارو مرکزي جوړښتونه کله نا کله زموږ زړورو عسکرو او پولیسو ته په سیستماتیک ډول په مرسته رسونې کې پاتي راغلي او په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.

زموږ څلور کلن امنیتي پلان به موږ ته د دې ډاډ راکړي چې خپل امنیتي ځواکونه په منظم ډول د هېواد پر اغیزناکو، رښتینوو او صادقه ساتونکو باندی بدل کړو. د تیرو دوه نیمو کلونو په اوږدو کې په دفاع وزارت کې د اصلاحاتو پروسه په لویه کچه پلې شوې ده. د روزنې، ټکنالوژۍ، او ښې همغږۍ په برخه کې زموږ د متحدینو مرستې موږ ته دا ډاډ راکړی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د نړیوالو معیارونو سره سم په مسلکی ځواکونو بدل شي. د وزیر صاحب بهرامي او د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کی زموږ د متحدینو قضاوت ښیې چې د رهبرۍ او مدیریت په برخه کې او همدارنګه د نظام او پروسې برخه کې پاتې اصلاحات به په راتلونکو درېوو کلونو کې بشپړ شي.

په دفاع وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ په ډېره ښه توګه روانه ده او اوسمهال د کورنیو چارو وزارت زموږ د اصلاحاتو د لړۍ په لومړیتوبونو کی قرار لري. د کابل ښار اوسیدونکو او همدارنګه د هېواد ټولو وګړو تل د داسې پولیسو درلودلو پلوي کړې چې روزل شوي، بې پرې او د ټولنې خدمتګار وي، د شخصي ګټو د پاللو او لاسونو څخه چې غواړي دغه سیستم د خپلو موخو لپاره له داخل څخه تخریب کړي، پاک وي.

دا اصلاحات به ستونزمن وي او ښایي غبرګونونه هم ولري. خو په کورنیوو چارو وزارت کې اصلاحات به ثبات او د اداري فساد پر وړاندې زموږ د پلانونو تطبیق ته لاره اواره کړي. د اوسمهال لپاره به عامه نظم او سرحدي پولیس چې د کورنیو چارو په وزارت کی له ستونزو ډک عنصر ګڼل کیږي، د اکتوبر په میاشت کې د یوې واحدې قوماندې او کنټرول د رامنځته کولو لپاره، دفاع وزارت ته ولیږدول شي. دا بدلون به د دفاع وزارت له خوا د بشپړې بیا کتنې سره سم تر سره شي څو ډاډه واوسو چې د امنیتي سکتور مشرتابه پر مسلکي او اخلاقي معیارنو سمبال دی.

د منابعومدیریت اساسي سیستم باید ملکي شي څو د نوې رهبرۍ ملاتړ وکړو. په راتلونکیو ۶ میاشتو کې به هغه ۱۰۰۰ ملکي وګړي چې د مالي چارو مدیریت، تدارکاتو او بشري سرچینو په ډګرونو کې روزل شوي دي، دکورنیو چارو او دفاع وزارت کې په دنده وګمارل شي. همدارنګه دوی به نور هم د امانتدارۍ، څارنې او تفتیش په برخه کې و روزل شي.

په امنیتي سکتور کې له اصلاحاتو سره هممهاله، د قانون چوکاټ بندي او سیستماتیک نظم ته اړتیا ده. له یوه کاله په کمه موده کې، سترې محکمې او څارنوالۍ پام وړ پرمختګونه لرلي دي، چې له هغې ډلې د قانون په برخه کې د نوي قشر روزنه (چې وروسته هم ازمویل کېږي او روزل کېږي)، په غوره ډول د قضیو تعقیب او څارنه، د ښځو پر وړاندې جرمونو د معافیت ختمولو هڅه او په عدلي سکتور کې لا زیات عامه تعامل، د دې پروګرامونو برخې دي. دواړو؛ محکمې او لوي څارنوالۍ د ۱۴۰۰ اسلامي کال لپاره د بشپړو اصلاحاتو اجنډاوې او پلانونه برابرې کړې دي او موږ د نړیوالې ټولنې ګډون ته زیات هیله مند یوو، څو له موږ سره د دې اصلاحاتو په ترسره کولو او ساتلو کې مرسته وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پیاوړتیا او رغاول شوی کمېسیون د دې جوګه شوی، چې د یوې شفافې پروسې له لارې نوي کسان جذب او وګماري. د برېښنایي پېژندپاڼو ادارې لپاره د ۴۰۰ کسانو د ګمارنې پروسې وروستۍ تجربه ددې خبر یوه ښه بېلګه ده. د دغو بستونو لپاره ۲۵ زره کسانو غوښتنلیکونه سپارلي وو او د ۳۳ ولایتونو خلکو په بریالي ډول په ازموینه کې برخه واخیسته. په راتلونکو څو میاشتو کې به دې ته د ورته پروسو له لارې ۵ زره نور کسان جذب شي. د مالي او اداري معینیت، د جمهوري ریاست لوړ بستونه، د بهرنیو چارو وزارت، سترې محکمې او څارنوالۍ ټول بستونه به خپل کسان د ورته شفافې پروسې له لارې وګماري.

په افغانستان کی د پریکړې نیولو سیستم زیات مرکزی دی. د دې لپاره چې امنیتي او نور خدمات په ښه توګه تر سره شي او د سیمه ییز درک او پوهې کچه لوړه شي، موږ د حکومتدارۍ تشکیل سیمه ییزې کچې ته لېږدوو او په سیمه ییزې کچې تمرکز زیاتوو. له ولسي تړون نیولې د سیمه ییزې حکومتدارۍ په پالیسۍ کې اصلاحاتو پورې ټول په کې شامل دي. موږ به خپل ډاډ ترلاسه کړو، څو خلک د انکشافي پروسې په مرکز کې ځای ولري او د حکومت د حساب ورکونې په تامین کې کلیدي رول ولوبوي.

بازار جوړونه:

د غوره حکومتدارۍ د زېربنایي جوړښت د غښتلتیا ترڅنګ، موږ د بازار پرمختګ او تامین ته هم اړتیا لرو. موږ اړتیا لرو، چې خپل موډل له ثبات څخه وراخوا پر پیشرفت متمرکز کړو. حکومت به د اداري مسوولیتونو راکمولو لپاره ډېر ژر جدي اقدامات ترسره کړي او زموږ د مقرراتو او اساسي قانون په چوکاټ کې به، په خصوصي سکتور کې پانګونې ته پراختیا ورکړي. موږ به په لوړه کچه د بهرنۍ پانګونې جلب و جذب ودې لپاره یو بورډ جوړ کړو، څو د هغو نړیوالو پانګه والو، چې بېرته افغانستان ته راګرځي، د بوروکراسی په راکمولو او د مالکیت حقونو د ثبات له لاری، ملاتړ وکړي.

افغانستان د کانونو، ډبرو سکرو، ستراتیژیکو فلزاتو لکه لیتیم، مس او سرو زرو د لویو ذخیرو لرونکی دی. موږ د کانونو له نوې پیاوړی وزیرې سره، تر یوه شفاف سیستم لاندې د پانګونې د پراخو وړاندیزونو وړاندوینه کوو، چې په دې سره د عامه اهدافو لپاره د دولت عواید زیاتېږي، چې ورسره به د عصری استخراجي ټکنالوژۍ او قانوني انکشاف په برخه کې پانګونه زیاته شي او د کانونو د ناوړه استفادې او قاچاق مخنیوی به ونیول وشي.

اوبه، د افغانستان یوه بله مهمه او لویه سرچېنه ده. حکومت به له دې سرچېنو د ګټې اخیستو لپاره قانوني اساسات رامنځته کړي، موږ د کرنې په برخه کې د خپلو تولیداتو زیاتېدو لپاره وار له مخه د بندونو په جوړلو او د اوبو په وېش پانګونه کړې ده. د تخنیکي طرحو په بشپړولو سره به په دې سکتور کې د پانګونې زیاتوالی د فقر په راکمولو کې کلیدي رول ولوبوي.

کله چې زه د مالیی وزیر وم، زما له لویو لاسته راوړنو یوه دا وه، چې د مخابراتي سکتور دروازه مې خصوصي سکتور ته پرانسته، چې په پایله کې یې ټلیفونونو ته چټک لاسرسی، له انټرنېټ سره نښلېدل او په ټول هېواد کې افغانان د دې جوګه شول، څو وکولای شي د هېواد او نړۍ له هرې برخې سره خبرې وکړي. اوس باید موږ د راتلونکې مرحلې پر لور حرکت وکړو. تېر کال، موږ «د پرانستې لاسرسي پالیسي» توشیح کړه. د دې اونۍ تر پایه، زه یو داسې حکم لاسلیکوم، چې دا پالیسي د عملي کېدو مرحلې ته رسوي. که چېرې له دې څخه یو څه د بوروکراسۍ څرک هم راڅرګند شي، خو ځینې هوښیار خلک پوهېږي، چې دا ساده حکم به، په خصوصي سکتور کې د دوه سوه میلیون ډالرو یا تر هغه زیاتې پانګونې جذب ته زمینه برابره کړي؛ قیمتونه به ورسره راکم شي او په لومړیو درېیو کلونو کې به د افغان مصرف کوونکو په کیفیت کې ښه والی راولي.

موږ د سیمه ییزو همکاریو په ګډون ترانسپورټي دهلېزونو، برېښنایي مزی، نل لیکې، د ریل پټلۍ او سړکونو په برخه کې خپله پانګونه زیاته کړې او ورته به دوام ورکړو. ټاپي او کاسا زر لویې پروژې دي، چې په کې ښه پرمختګ لیدل کېږي او زموږ د اوږدمهالې ستراتیژۍ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري. دا پروژې باید بریالۍ شي. موږ به دا پروژې په هغو داستانونو بدلې کړو، چې وښودلی شو ټوله مرکزي آسیا په څه ډول کولای شي له یوه باثباته افغانستان څخه ګټه واخلي او هغه هم په داسې ډول، چې له یوه باثباته افغانستان پرته به په هېڅ صورت امکان ونه لري.

اوسمهال، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) په افغانستان کې د خصوصي او دولتي پانګونې پر اساس د درې سلنه پرمختګ وړاندوینه کړې ده. په راتلونکي ګام کې، له راتلونکو فرصتونو څخه په استفادې، د اصلاحاتو چټکتیا او د بودجې د مصرف په سلنه کې ښه والی، کولای شي زموږ پرمختګ له ۳ څخه ۶ سلنې ته پورته کړي.

ملت جوړونه:

د بازار جوړونې ترڅنګ باید موږ یو متحد ملت هم واؤسو.

یو ملت له یوې اخلاقي ټولنې څخه عبارت دی. ملت جوړونه د ازادو بحثونو او خبرو اترو لپاره د زغملو ژور احساس ته اړتیا لري. زموږ د ټولنې په څېر یوه ټولنه، چې نږدې څلویښت کاله یې دوامداره جګړه تجربه کړې ده، اړتیا لري، څو د تېرو تکلیفونو او زخمونو په درک سره چې زموږ په وړاندی بیا بیا راڅرګندیږي، په خپل ځان کی وړتیا او ظرفیت پیدا کړي.

افغانستان د ګډو ګټو یوه ټولنه ده. په دې هېواد کې مشوره یو حتمي امر دی. د یوه جمهوررئیس او یوه عادي تبعه په توګه، متوجه شوی یم، چې «ټولنیزه پوهه » یو ډېر رغاوونکی او عالي امر دی. په همدې اساس، زه خپله ځان د هېواد په کچه د پراختیا د یوې ستراتیژۍ جوړولو لپاره په ځانګړي ډول د عالمانو، لویانو، ځوانانو، ښځو او زموږ د بېوزلې ټولنې د سوداګرو شاملولو ته، ژمن بولم.

د نارضایتۍ کچه په زیاتېدونکي ډول قومي بڼه خپلوي، موږ نشو کولای له قومي قطب بندۍ څخه راپورته شوې بربادی له پامه وغورځو. د بېلګې په توګه، بې پروا رهبران او متشبثین، چې ملي ګټې د خپلو شخصي ګټو قرباني کوي، کولای شي په څو قُطبي ټولنو (وېشلې ټولنې) کی خپلی ګټې خوندی کړي. موږ نشو کولای ددې کار اجازه ورکړو.

خو موږ باید همدا راز دا ومنو، چې نژادي ستونزې زیاتې پېچلې دي، ژورې احساسېږي او په حقیقت کې په کې ډېری وخت تعصب ځای لري. ملي وحدت حکومت اجازه نه ورکوي، چې دغه زهر پراخ شي. د ځینو مشورو او خلکو ته د رجوع په توګه به زه یو ملي ډیالوګ چې د خلکو اندېښنې به روښانه کړي رهبري کړم، څو وکولای شم له هغوی سره په ازادانه ډول بحث وکړم او په ټولیز ډول هېواد له څو قطبي کېدو (وېشل کېدو) وژغورم. موږ به د پالیسیو او پانګونې، او د حکومت د کارکوونکو په برخه کې، چې زموږ تر کنټرول لاندې دي، پر مټ وضعیت په دقت وارزو، څو ډاډه شو، چې له ټولو اقشارو سره په عادلانه ډول چلند کېږي او حکومت له ټولو وګړو سره چې د هر افغان طبیعي حق دی او اساسي قانون هغه تضمینوي، له هغوی استازیتوب کوي.

په ډموکراسۍ کې، ازادې او عادلانه ټاکنې، د حکومت د ځواب ویلو لپاره یو کیلدي میکانېزم دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو نېټه د ۲۰۱۸ ز کاله جولای میاشت اعلان کړې. زه او ملي وحدت حکومت په هر اړخیز ډول له ټاکنو خپلواک کمېسیون ملاتړ کوو، څو ټاکنې په خپلواک، بې پرې، عادلانه او ټول شمول ډول ترسره کړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره، باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د مدني ټولنو بنسټونه، د ځوانانو او ښځو بنسټونه، سیاسي ګوندونه، علماء او د ټولنې د نورو قشرونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ مفصلې مشورې وشي. زه پر خپلو رسنیو او سیاسي ګوندونو ټینګار کوم، چې د هر اړخیزو ملي بحثونو، زموږ ستونزو او ورته د حل لارو لټولو لپاره باید له راتلونکو پارلماني ټاکنو استفاده وکړي.

۲۰۱۹ ز کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو لپاره هم باید ژر تیاری ونیول شي. موږ ډاډ ورکوو، چې د ټاکنو کمېسیون له لوري، چې کوم زماني چوکاټ او معیارونه په پام کې نیول کېږي، هغه به عملي کېږي. له خلکو او نړیوالې ټولنې سره به په راتلونکو درېیو اونیو کې د عمل یو پلان (کاری پلان) شریک شي. دې پلان کې به رسنیو ته هم په عادلانه ډول د لاسرسي قوانین شامل وي. دا ټاکنې به هغه نسل ته زمینه برابره کړي، چې سیاسي برخې ته د شاملېدو سیاسي بلوغ ته رسېدلي دي. ددې لپاره، چې ټولو ته په برابر او مساوي ډول د زمینې برابرولو په اړه ‌ډاډ ترلاسه کړو، د یو عامه ډيالوګ ترسره کېدل هم باید په لومړیتوبونو کې وي.

د ټاکنو د باور لپاره څارنه یوه حیاتي مسله ده. موږ د ټولنې له ټولو ډلو، په ځانګړي ډول له مدني ټولنو غواړو، چې په ټاکنو د څار لپاره دې په یوه ډیالوګ کې برخه واخلي او په دې برخه کې دې عادلانه سیستمونه او پروسې رامنځته کړي. موږ په همدې اساس، له نړیوالې ټولنې غواړو، چې پر ټاکنو د څارنې لپاره دې د یوه قوي او معتبر میکانېزم رامنځته کولو لپاره له موږ سره یو ځای شي او له موږ سره دې مرسته وکړي.

د سولې ټینګښت:

ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو راهیسې د سولې یوه لید لوري ته ژمن دی. موږ خپله سیاسي پانګه او ژوند د سولې تامین په نوم کړی، خو هغه لاس لا تر اوسه هم نه دی نیول شوی، چې موږ سولې ته اوږد کړی دی او له پاکستان سره د دولت تر دولت بې پرې اړیکو غوښتنه مو لا تر اوسه نه ده منل شوې. موږ سولې ته ژمن یوو، خو نړیواله ټولنه باید درک کړي، چې ددې ورانیو په تړاو به د خلکو زغم بالاخره پای ته ورسېږي. د طالبانو ډلې باید پوه شي، چې نور ورته وخت انتظار نه کوي. هغوی باید یا له زړه د سولې او پخلاینې پروسه ومني، یا باید دې ته تیار شي، چې د نړیوالې ټولنې له لوري د یوه نړیوال ترهګریز سازمان په توګه وبلل شي.

نړیواله ټولنه باید واضح کړي، چې کله ټول منل شوي نورمونه نقض شي، په سفارتخانو او ډیپلوماتانو قصدي بریدونه وشي، چوپتیا هغوی ته ځواب نشي ورکولای.

موږ د ځان او نړیوالو د امنیت خوندي کولو لپاره د دفاع په لومړنۍ کرښه کې ځای لرو. خنډونه واضح دي او که چېرې یې موږ په قاطعیت د مشخصولو لپاره منسجم نشو، تر دې به لا هم بدتر شي.

زموږ ملت خپل قاطعیت ښودلی دی. اوس دا په موږ یعنې ملکي خدمت کوونکو پورې اړه لري، چې دا دولت په هېواد کې د تحول لپاره یوه وسیله وګرځوو.

موږ باید فساد پای ته ورسوو.

موږ باید عدالت تامین کړو.

موږ باید خپل ماشومان وروزو.

او موږ باید سوله تامین کړو.

هغه څه چې نړیواله ټولنه یې له موږ غواړي، هماغه څه دي، چې زموږ خلک یې غواړي. راځئ یو ځای شوو، څو راتلونکو نسلونو ته مصئونه راتلونکې جوړه کړو.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0