مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستان چې دین او هیڅ قانون ته درناوی نه لري، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د برخې مرستیال څېړنوال سیف الرحمن ستانکزی یې د جمعې لمانځه ته د تګ پرمهال شهید کړ.  

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ښاغلي سیف الرحمن ستانکزي د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان به هیڅ وخت  د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ  پر علماو او ملي شخصیتونو د تروریستي بریدونو له لارې د خپلو بادارانو هغو شومو موخو ته و نه رسېږي چې غواړي زموږ هېواد د علم او پرمختګ له کاروان څخه شاته پرېږدي او هېوادوال مو د هېواد په راتلونکي بې باوره کړي.

جمهور رئیس غني وویل، د تروریستي ډلو او ګروپونود شر، وحشت او شومو پلانونو د دفعه کولو په موخه زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو برحقه مبارزه ادامه لري او هغوی به د خپلو غیر انساني او غیر اسلامي اعمالو په سزا ورسوي او زموږ له پاکې خاورې به یې نابود کړي.  

محمد اشرف غني د شهید سیف الرحمن ستانکزي کورنۍ، د افغانستان علومو اکاډمۍ او د علم او فرهنګ ټولو مینه والو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي. 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0