جمهور رئیس غني د کابل د وروستي تروریستي برید د شهیدانو ورثې ته ډاډګېرنه ورکړه

جمهور رئیس غني د کابل د وروستي تروریستي برید د شهیدانو ورثې ته ډاډګېرنه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د کابل د وروستي تروریستي برید د شهیدانو د کورنیو یو شمېر غړو سره په کتنه کې غمشریکي وکړه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د شهیدانو د کورنیو غړو ته په خطاب کې وویل: ”ستاسو اولادونه د وطن د عزت او ویاړ په لاره کې شهیدان شول او زه د دولت او خلکو په استازیتوب تاسو ته تسلیت وایم.“

جمهور رئیس څرګنده کړه، د وطن د لارې د شهیدانو ارزښتناک خدمتونه هیڅ وخت نه هېروي او د شهیدانو کورنیو ته پر وخت رسیدګۍ باندې یې ټینګار وکړ. هغه وویل، د شهیدانو په کورنیو ویاړي چې داسې اولادونه یې د وطن د دفاع په لاره کې روزلي او قرباني ورکوي.

د شهیدانو د کورنیو د غړو په استازیتوب حاجي حبیب الله خبرې وکړې او د شهیدانو کورنیو ته د جمهور رئیس له پاملرنې یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه، موږ ویاړو چې زموږ اولادونه د خپلو خلکو او وطن د ارامۍ په خاطر شهیدان شول.

هغه همدارنګه وویل، شهیدان زموږ ویاړونه دي او موږ تیار یوو چې لاره یې تعقیب کړو او د خپل هېواد او خلکو د ارامۍ لپاره قرباني ورکړو. په دې کتنه کې د هېواد جمهور رئیس له هغوی سره نغدي مرسته هم وکړه.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0