د کابل ښار مکروريانوکې د تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلاميه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د کابل ښار د مکروريانو د ګڼه ګوڼې سېمه کې د ترهګریز بريد په ترسره کولو سره، زموږ يو شمېر بې‎ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئيس غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګرو يو ځل بيا د ملکي خلکو په وژلو سره د افغانستان له خلکو سره خپله ښکاره دښمني وښوده.

جمهوررئيس وويل، ترورېستانو په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري، درندې ضربې ليدلي او غواړي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره خپلې پرلپسې ماتې پټې کړي.

جمهوررئيس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټپيانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د هېواد جمهوررئيس د شهيدانو کورنيو ته د تسليت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپيانو ته دبشپړې روغتيا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.

 

شریک کولShare on Facebook670Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0