مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ښاغلي امانوئل مکرون او د فرانسې خلکو ته د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوموړي د بریالیتوب مبارکي وایي.

فرانسه په نړۍ کې د استدلال او امید نمونه دی او د دې هېواد نوی جمهور رئیس د فرانسې د مخکېنیو رهبرانو مناسب ځایناستی دی.

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د فرانسې نوي جمهور رئیس سره همکارۍ ته لېوال دی او ژر به له نوموړي سره خبرې وکړي.

د افغانستان او فرانسې دوستي پخوانۍ ده او موږ د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د بیارغاونې چارو کې د فرانسې د همکارۍ او  دوامدار ملاتړ مننه کوو.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0