د کابل د ګارنیزیون قوماندان او امنیه قوماندان د دندو د ځنډولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست، د هېواد د لویې څارنوالۍ د دغه ګام چې له مخې يې د کابل ګارنیزیون د قوماندان او د کابل د امنیه قوماندان دندې ځنډول شوي دي، د قانون د حاکمیت او د خلکو د غوښتنو د تحقق په خاطر هرکلی کوي.

حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د ملي شورا له غړو سره په اړیکه کې و چې د کابل د وروستیو پېښو په اړه یې ورسره د خلکو د غوښتنو په هکله مشورې کړې دي، هغوی هم په دغې غوښتنې ټینګار درلود.

د هېواد لویه څارنوالۍ د یو مسوول او اړوند بنسټ په توګه په دې اړه خپلې مستقلانه هر اړخیزې څیړنې کړي دي چې بشپړه پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0