پر امام زمان جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

، کابل: تروریستانو د خپلو بادارانو په لمسون تل عام وګړي وژني او جنایتونه کوي، نن جمعه یې یو وار بیا د خدای په کور جومات کې پر لمانځه ولاړ عامو عبادت کوونکو برید وکړ او خپل رذالت یې ثابت کړ.

هغه جنایت کارو ترهګرو ته به د خپلو اعمالو سزا ورکول شي چې د کابل په قلعه نجارا سیمه کې یې د امام زمان په جومات تروریستي برید سره زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې پوهېږي چې ورځ تر بلې له ماتې سره مخ دي، هڅه کوي عام وګړي، د عبادت سپیڅلي ځایونه او د لمونځ کوونکو په ګډون ښځې او ماشومان په نښه او قرباني کړي چې هر ځل د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت ځواب سره مخ او نابود شوي دي.

د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د سېمې په هېوادونو کې یو بېلګه ده چې هیڅ ترګره ډله به د تروریستي بریدونو له لارې هغه ته زیان ونشي رسولی. د افغانستان حکومت د اسلامي نړۍ له علماوو غواړي چې د تروریستانو د دغه دین ضد کړنو پر ضد خپله کرکه څرګنده کړي، تر څو مسلمانان د امن په فضا کې عبادت وکړای شي.

 جمهوررئیس محمداشرف غني په سختو ټکو د دغې تروریستي پېښې د غندلو پر مهال ټینګار وکړ چې تروریستانو ماته خوړلې ده او هیڅکله به په دغسې دین ضد او بشري ضد ناوړه بریدونو سره خپلو موخو ته ونه رسېږي.. هغوی باید پوه شي چې هر ځای کې وي د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا به په نښه او د تل لپاره به نابود شي.

د هېواد جمهوررئیس د دغې تروریستې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د همدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته د صحت او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0