مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان حکومت د برتانیې د پارلمان ودانۍ ته نږدې تروریستي برید غندي او تروریزم د بشریت، سیمې او نړۍ لپاره ګډ تهدید بولي.

جمهور رئیس غني د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب د برتانیې دولت او خلکو ته د دغې تروریستي پېښې له امله چې د یاد هېواد یو شمېر اوسېدونکي په کې ټپیان او ووژل شول، د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس څرګندوي چې تروریزم سره مبارزه نړیوال عزم او اراده غواړي او هر چېرې چې د تروریزم منابع او پټنځایونه وي، باید نابود شي. هغه زیاته کړه، افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د تروریزم تر نابودۍ پورې به ګډه مبارزه وکړي.

د افغانستان حکومت غواړي چې ټول هېوادونه د تروریزم ګډ خطر ته په پام چې ټولو ته متوجه دی او هره ورځ د خلکو ژوند اخلي، جدي مبارزه وکړي.#

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0