جمهور رئیس غني استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته په رسمي سفر لاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی نن ماښام د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته په رسمي سفر لاړ.

جمهور رئیس غني به د دې سفر په جریان کې د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور هېوادونو لوړ پوړو مقاماتو سره په کتنو کې د افغانستان او یادو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس سره د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور په سفر کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کانونو او پترولیم وزارت نومانده نرګس نهان، د انرژۍ او اوبو وزارت معین امان الله غالب، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د جمهور رئیس ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي ملتیا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0