مطبوعاتي اعلامیه

تروریستانو د خپلو وحشتونو او جنایتونو په دوام یو ځل بیا د جمعې په ورځ جومات کې پر لمونځ کوونکو برید وکړ او د ستر جنایت مرتکب شول، چې له امله یې د بلخ ولایت د ۲۰۹شاهین قول اردو یو شمېر سرتېري  د عبادت پر مهال، شهیدان او ټپیان شول.

د تروریستانو دا کړنه د ټولو انساني ارزښتونو او اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی.

په وروستیو اونیو کې تروریستي ډلې د هېواد په هیڅ څنډه کې ځان خوندي نه احساسوي، له اچین څخه تر بغلانه په هر ځای کې د اتلو دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا په پرله پسې توګه په نښه کېږي او د دغو ځواکونو تر بریدونو لاندې دي. د افغانستان خلک او دولت د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د سرښندنو قدر کوي او دغه سرښندنې به یې په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پروني برید وروسته د تیلیفون له لارې د شاهین قول اردو له قوماندانانو څخه د وضعیت په اړه ځان خبر کړ او په ورته وخت کې يې د پېښې ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د عاجلې رسیدګۍ په خاطر مسوولانو ته لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې د غندنې تر څنګ د شهیدانو کورنیو او ټول ولس ته د دغې پېښې له امله تسلیت ووایه او د خدای په دربار کې یې د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا وکړه.

همدارنګه جمهوررئیس ټینګار وکړ، دولت ژمن دی چې ټولې تروریستي ډلې وځپي او د مزار د پېښې په اړه به ژر هر اړخیزې څیړنې ترسره شي.#

شریک کولShare on Facebook40Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0