په کابل کې د عراق پر سفارت د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د عراق پر سفارت  تروریستی برید چې د منل شویو بین المللي اصولو او موازینو خلاف دی، غندي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان د پردیو په لمسون او اشاره د تروریستي بریدونو په ترسره کولو غواړي چې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان دوستانه اړیکې متضررې کړي، خو تروریستان به هیڅ وخت خپلو دغو شومو موخو ته ونه رسېږي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د ډيپلوماتیکو ځایونو د امنیت ساتل د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او له همدې امله به د یادو سیمو د خوندیتوب په خاطر زیات اقدامات وشي.

جمهور رئیس غني د شهیدانو روح ته د دعا او ټپیانو ته د عاجلې شِفا هیلې څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوي، چې د دغه تروریستي برید د مهارولو په موخه یې پر وخت اقدام وکړ.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0