د زابل د علماوو شورا په مرستیال د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هغه تروریستي برید چې له امله یې د زابل ولایت د علماوو د شورا مرستیال مولوي عبدالحکیم حکمت شهید شو، په سختو ټکو غندي.

جمهور رئیس غني وویل، تروریستان د دغه وړ تروریستي بریدونو له لارې شومو موخو ته نه شي رسېدلی او د هېواد د پرمختګ په لاره کې د علماو او هېوادوالو اراده نشي کمزورې کولی.

علما د انبیاو د وارثانو په توګه د الهي لارښوونو او ارشاداتو په رڼا کې خلکو ته د اخوت، عدالت، وحدت او سوله‌ییز ژوند دعوت ورکوي، خو تروریستي ډلې او ګروپونه د خپلو جنایتونو د رسوا کېدو له وېرې پر دغه مصلح او منور قشر، جوماتونو، تکایاو او نورو مقدسو او عام‌المنفعه ځایونو تروریستي بریدونه کوي.

د افغانستان  امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ له پاکې خاورې څخه د تروریستانو تر نابودولو پورې په مېړانه او قوت خپلې برحقه مبارزې ته ادامه ورکوي او هغوی به د خپلو غیر انساني او غیر اسلامي اعمالو په سزا ورسوي.  

محمد اشرف غني د شهید مولوي عبدالحکیم حکمت کورنۍ، د افغانستان علماوو شورا او د زابل ولایت ولسونو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0