جمهور رئیس غني د اروپایې ټولنې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهور رئیس غني د اروپایې ټولنې د نوي سفیر باورلیک ومانه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن  له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې چې په ارګ کې ترسره شول  د اروپایي ټولنې د نوي سفیر میاډون پیر باورلیک ومانه.

جمهور رئیس غني میاډون پیر ته د نوې دندې د مبارکۍ پرمهال  په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ او  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه او نوموړي ته یې په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

همدارنګه دواړو لوریو د افغانستان او اروپایي ټولنې  ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د اروپایي ټولنې هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د فرصتونو، اقتصادي ودې،  په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پانګونې او همکارۍ، د افغانستان د کانونو په سکتور کې  د اروپایي ټولنې د تخنیکي مرستو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پای کې د اروپايي ټولنې نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او له افغانستان سره یې د اروپایي ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ وې ویل، اروپایي ټولنه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته چمتو ده.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0