په پروان کې د تروریستي پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، کابل تروریستانو یو ځل بیا د خپلو بادارانو په لمسون په جنایت لاس پورې کړ. هغوی د پروان ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدالرحیم شاه حنفي او د هغه څو تنه زده کوونکي د دیني علومو د زده کړې پرمهال د تروریستي برید په پایله کې شهیدان او ټپیان کړل.

تروریستي ډلې چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري، تل د پردیو د شومو موخو لپاره په دیني علماو او منبر، ښځو ، ماشومانو او مقدسو ځایونو تروریستي بریدونه کوي.

د هېواد جمهور رئیس په ټینګار وویل، تروریستان چې زموږ هېوادوال شهیدانوي، بشري ضد جنایتونه او نه بښونکي اعمال ترسره کوي، نو د افغانستان مېړني او زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به د داعش په ګډون ټولې تروریستي  ډلې چې  په هر ځای کې وي وځپي او د هغوی تر نابودولو پورې به خپلې برحقه مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس غني دغه تروریستي پیښه په سختو ټکو غندي. د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0