جمهوررئیس: زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي

جمهوررئیس: زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ځوانانو د ظرفیتونو او د هغوی د ننګونو په اړه  د بحث غونډه په  ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس احمد نادر نادري، د فواید عامې وزارت سرپرست یما یاري، د کرنې وزیر اسدالله ضمیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالطیف روشان، د پایتخت زون د انکشاف ادارې رئیس الهام عمر هوتکي، د جمهوررئیس سلاکارې ملالۍ شینوارې، د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوررئیس سلاکارې فرخنده زهرا نادري، د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي او د جمهوررئیس سکرتر زاهد همدرد په دې اړه خپل لیدلوري او نظرونه بیان کړل.

هغوی له ځوانانو څخه د ملاتړاو د ظرفیت جوړولو لپاره د فرصتونو د ایجاد، کارموندنې او د ځوانانو د روزنې په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د غونډې د ګډونوالو د لیدلورو د وړاندې کولو مننه وکړه او وې ویل، دغه نظریات دې  منسجم شي، ترڅو د ځوانانو پوښتونو او غوښتنو ته مناسب ځواب وویل شي

جمهوررئیس زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د نسلي بدلون لپاره فرصت رامنځته کړی او زمونږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي دي

هغه څرګنده کړه، مونږ باید د ځوانانو غوښتنو او پوښتنو ته پام وکړو او هغوی ته مناسب ځوابونه ورکړو ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د حضور لپاره مناسب بسترونه برابر شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0