جمهوررئیس غني کابل مېشتو بهرني سفيرانو او کور ډېپلوماتيک غړو سره وکتل

جمهوررئیس غني کابل مېشتو بهرني سفيرانو او کور ډېپلوماتيک غړو سره وکتل

  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د یو شمېر کابل مېشت بهرنيو سفيرانو او کور ډېپلوماتيک غړو سره په ارګ کې وکتل او د «کابل پروسې» په اړه چې ټاکل شوی ده په راتلونکی میاشت کې به د یوه کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي، بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس وویل، دا به تشریفاتي پروسه نه بلکې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره یو تعهد وي. هغه زیاته کړه د کابل پروسې هدف د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یوې واحدې اجماع او توافق ته رسېدل دي.

جمهوررئیس زیاته کړه چې د کابل پروسه یو مهم نوښت دی او د افغانستان دولت به د سیمې د هېوادونو او نړېوالې ټولنې په همکارۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا نور عملي ګامونه پورته کوي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د یوه داسې نااعلان شوي جنګ قرباني دی چې په کښې له نادولتي عناصرو څخه استفاده کیږي.

جمهوررئیس وویل، په افغانستان کې دسولې او ثبات تامین د ټولې سیمې په ثبات او امنیت پورې تړلې ده او د کابل پروسه به په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین راوڅرخيږي چې له ځانه سره به هېواد ته د تلپاتې سولې او امنیت تعهدات ولري.

جمهوررئیس وویل، ددې پروسې مشري به د افغانستان دولت کوي چې له مخې به یې طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د سولې بنسټ او تهداب کېښودل شي. هغه همدا راز وویل، افغانستان چې دا مهال د کوم تروریزم سره مخ دی هغه له پخوا څخه ډیر توپیر لري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بین الافغاني سولې څخه په یادوونې وويل، له حزب اسلامي سره سوله چې د کلونو شخړه یې پایته ورسوله، ثابته کړه چې سوله ممکنه ده.

دهېواد جمهوررئیس سفیرانو او ډپلوماتانو ته په خطاب کې وویل، د سولې دا پروسه بې خطره نه ده او هغه دولت چې دا خطرونه مني د سولې په پروسه کې یو بااعتباره ملګری دی. هغه زیاته کړه هغه څه چې موږ یې غواړو ترلاسه کړو دومر اسانه نه ده، کېدای شي ځینې ستونزې په مخ کې ولري.

جمهوررئیس وویل د تروریزم دغه مرحله ډېره وژونکی، نړېواله او له تاوتريخوالې ډکه ده، نو له همدې کبله ددې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نړیوال ملاتړ ته ضرورت دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په ادارو کې د اصلاحاتو څخه یادونه وکړه وې ویل چې په افغانستان کې د اصلاحاتو لړۍ ډیره چټکه ده او دغه راز  امنیتي او دفاعي ځواکونه مو ورځ تر بلې لا پیاوړي او غښتلي کيږي.

محمداشرف غني د زابل ولایت د خلکو لاسته راوړنو ته په اشاره وويل، چې هغوی په یواځې سر د کومکې منابعو څخه پرته، داعش او طالبانو ته ماتې ورکړه او تروریستې ډلې یې له خپلې سيمې وشړلې.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0