د کابل د نن سهار تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام یو ځل بیا په نه بښوونکي بشري ضد عمل لاس پورې کړ او د ملکي کارکوونکو د موټر په نښه کولو سره یې د هغوی یو شمېر شهیدان او ټپیان کړل.

ترهګرو ته د جنګ په ډګر کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا درانه تلفات اوښتي چې د تروریستي بریدونو په کولو سره یې خپله کمزوري ثابته کړه. دغه ډول جنایتونه د ترهګرو ډلو په وړاندې د خلکو د لا زیاتې کرکې لامل ګرځي او د خلکو او دولت له غندني سره مخ کېږي.

جنایتکارانو وښوده چې تل یې اسلامي، انساني او د بشري حقونو اصول تر پښو لاندې کړي او د خلکو په نزد او خدای تعالی (ج) په دربار کې یې د خپلو جنایتونو دوسیه لا درنه کړې ده.

د افغانستان حکومت تل له توپیر پرته د تروریستي ډلو په ځپلو ټینګار کړی دی او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ډلو د ځپلو په خاطر بسیج او پياوړي کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د نننۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0