حامدکرزي د فنلند د پارلمان له رئیس سره وکتل

د خپرېدو نېټه: Apr 28, 2012

Fenlend

د۱۳۹۱ لمریز کال دغوایي۹مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د فنلند هېواد دپارلمان له رئیس یرو حي اینالوما، سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوهنې، د ملکي خدمتونو او دکانونو د راسپړلو په برخوکې پر همکاریو باندې ټینګار وکړ.

حامدکرزي د فنلند له هېواد سره د افغانستان لرغونې دوستۍ ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان او فنلند ترمنځ د دوستۍ تړون په ۱۹۲۸ میلادي کال کې لاس لیک او په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوې.

د هېواد جمهوررئیس د افغانستان ښه راتلونکی د پوهنې په پراختیا پورې تړلی وباله او د فنلند هېواد د پارلمان له رئیس څخه چې هېواد یې د پوهنې په برخه کې ښې تجربې لري، د پوهنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د فنلند هېواد د پارلمان رئیس د دې ترڅنګ چې د هغه هېواد دپارلمان او ځینو نورو مهمو برخو په اړه یې دافغانستان جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنه وکړه.