جمهور رئیس غني په یو ورځني رسمي سفر ترکمنستان ته روان شو

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر نن سهار د ترکمنستان پلازمېنې  عشق اباد ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به  په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي او همدارنګه  به د دواړو جمهور رئیسانو په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د همکارۍ توافقنامې هم لاسلیک شي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې  د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي هم ملتیا کوي .

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0