جمهوررئیس غني په یو ورځني رسمي سفر تاجکستان ته روان شو

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کاسا زر پروژې د هېوادونو د مشرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته  روان شو.

جمهوررئیس غني  به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دغې ناستې کې پر ګډون او وینا سربیره د تاجکستان جمهوررئیس امام علي‌رحمان سره د  دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

همداراز به جمهوررئیس د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاجکستان د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاهزمان میوندي هم ملتیا کوي

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0