جمهوررئیس غني په یو ورځني رسمي سفر ایران ته لاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د دولتي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس ډاکټرحسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه نن سهار د ایران پلازمېنې تهران ته  روان شو.

جمهوررئیس غني به په دغه یو ورځني سفر کې د ډاکټر حسن روحاني د لوړې په مراسو کې پر ګډون سربېره د دغه هېواد له یو شمېر لوړپوړو مقاماتو سره هم کتنې ولري او له هغوی سره به د اړیکو د لاپراختیا او دوه اړخېزه همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د هېواد جمهوررئیس سره په دغه سفر کې په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي او د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ملتیا کوي

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0