د سرپل د صیاد ولسوالۍ د پېښې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

جنایتکاره تروریستانو د سرپُل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ماشومانو، ښځو او ملکي افرادو په بي رحمانه وژنې سره د خپلو جنایتونو دوسیه لا وپړسوله او دغه وحشیانه عمل یې د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه او جنګي جنایت ګڼل کېږي.

دغه جنایتکاران د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړې کې له ماتې سره مخ شوي دي، اوس یې د جنګ لارې چارې بدلې کړي او ملکي افراد، ښځې، ماشومان او سپیڅلي ځایونه په نښه کوي.

د تروریستانو دا ډول کړنې د دې لامل کېږي چې د تروریستي ډلو اصلي ماهیت بربنډ او خلک ور څخه کرکه او نفرت وکړي. د ملي وحدت حکومت د دغه ناوړه تروریستي عمل د غندلو تر څنګ خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه جنایت عاملان به د افغانستان په هیڅ څنډه کې په امن کې ونه اوسېږي او دا پېښه به وڅیړل شي او عاملان به یې د قانون پنجو ته وسپارل شي.

د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د خدای (ج) په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0