د شانګهای ناستې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو دوه اړخیزه ناسته

د شانګهای ناستې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو دوه اړخیزه ناسته

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې سره ولېدل.

  د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له جمهور رئیس غني سره په افغانستان کې په ځانګړې توګه د کابل له تاوتریخوالي ډکه څپه چې د چاودېدونکو توکو ډک ټانکر له چاودنې وروسته رامنځته شوه او زمونږ د سلګونه بېګناه خلکو  د وژلو او ټپي کېدو لامل شوه، په کلکه وغنده.

 د دغې پېښې قربانیان بې ګناه افغانان وو، مګر موخه ډیپلوماټیکه سیمه وه او دغه له تاوتریخوالي ډک عمل د ویانا کنوانسیون سره په ټکر کې وو.جمهور رئیس غني په دې کتنه کې وویل، ”د تروریستي بریدونو زیاتوالی په ځانګړې توګه د روژې مبارکه میاشت او د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د منلو وړ نه دی.“ هغه  د افغانستان د بې ګناه  خلکو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي د کمېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

 جمهوررئیس زیاته کړه: افغانستان او پاکستان باید یو بل ته لاس ورکړي، تر څو تروریستي شبکې، د هغویپټنځایونه او د تمویل منابع له منځه یوسي. “ د دواړو هېوادونو  مشرانو هوکړه وکړه، چې د تروریزم د ټولو بڼو پر وړاندې به چې د دواړو هېوادونو، سيمې او نړۍ  امنيت ته خطر پېښوي خپل کوښښونه زیات کړي.

 دغه راز، جمهور رئیس غني او د پاکستان لومړی وزیر توافق وکړ، چې د څلور اړخېزې همغږۍ ډلې ناستې میکانیزم او دوه اړخیزو ناستو څخه به د تروریستي ډلو پر ضد د قوي او مشخص اقداماتو په موخه استفاده وکړي او ترسره شوي اقدامات وارزوي او تائید یې کړي.

 دواړو لورو توافق وکړ، چې کاري ټيمونه وګوماري، ترڅو په اړونده ساحو کې د دغه وړ تروریستي شبکو د له منځه وړلو په موخه د عاجلو اقداماتو په خاطر خپلې برنامې شریکې او همغږې کړي.  د یادو ټیمونولومړۍ ناستې دې په کابل او نورې ناستې په اسلام اباد کې جوړې شي.

 د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه، چې د څلور اړخېزې همغږۍ ناستې (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) څخه په افغانستان کې د سولې دپراخېدو لپاره  استفاده وکړي.

 جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د سولې د ټینګښت هیله لري. هغه زیاته کړه: ” د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې یواځې په هیله اکتفا نه ده کړې، بلکې په عمل کې یې هم خپل ظرفیت ښودلی چې بېلګه یې له حزب اسلامي سره سوله ده چې  دا د خپل ډول له پلوه په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړنۍ سوله ده.“ جمهور رئیس وویل، خو طالبان په دې برخه کې زیات وخت نه لري، ځکه د دوی د کرغېړنو کړنو له امله  د افغانستان د خلکو او د نړیوالې ټولنې زغم پای ته رسېدلی دی.“

 دواړو لورو همداراز هوکړه وکړه، چې د هغو ډلو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي چې د سولې پروسه کې له ګډون څخه سرغړونه کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0