دننګرهار د وروستی پېښی په اړه مطبوعاتی اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په ننګرهار کې د هغې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه، چې له امله یې نن سهار یو پلار له خپلو دوه زامنو سره شهید شو.

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند شېرګړ سیمه کې دغه پېښه د غوڅ ملاتړ ماموریت په ځواکونو د ماین له چاودنې وروسته رامنځته شوه. د ننګرهار والي د پېښې څرنګوالي د معلومولو په موخه یادې سیمې ته پلاوی استولی دی.

جمهور رئیس غني مسوولینو ته د یادې پېښې د دقیقې څېړنې ترڅنګ هغوی ته لارښوونه کړې، چې د شهیدانو د تکفین او تدفین په موخه د هغوی له کورنۍ سره عاجلې مرستې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0