جمهوررئیس غني د سره صلیب د ډاکترې پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مزار شریف ښار کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې د هسپانوۍ ډاکترې لورینا انیبرال پریز پر وژنې خواشيني څرګنده کړه.

جمهوررئیس د هېواد د امنیتي ارګانونو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې په افغانستان کې په بشردوستانه خدماتو د بوختو بهرنیو وګړو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي چې په راتلونکي کې دغه وړ پېښې رامنځته نشي.

جمهوررئیس غني د ډاکترې لورینا انیبرال پریز کورنۍ او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي او د تسلیت مراتب څرګندوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0