د جلالتماب جمهور رئيس د تسليت پيغام

د جلالتماب جمهور رئيس د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په تاسف سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د کلتور او تاريخ لويه خدمتګاره مېرمن نانسي دوپرې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او له فاني دنيا یې رخصت واخيست.

مېرمن دوپرې د خپل نوي کلن ژوند ډېره لويه برخه د افغانستان د خلکو ،فرهنګ او تاريخ په خدمت کې تېره کړه.

دې نړیوالو ته د افغانستان د ورپېژندلو لپاره کتابونه ولیکل

له خپل مېړه پروفېسر لویي دوپرې سره یې د ګران هیواد ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د افغانستان د لرغونو ځایونو په تثبیت او  معرفي کې يې برخه واخيسته.

په افغانستان کې د ناکراریو له پیل او د میلیونونو افغانانو له مهاجر کېدو وروسته هم مېرمن دوپرې افغانستان هېر نکړ.

دا له خپل مېړه سره پېښور ته لاړه چې د افغانستان خلکو او  فرهنګ ته خدمت وکړي.

دې په پېښور کې د افغانستان د معلوماتو مرکز تاسیس کړ چې د ګران هیواد په اړه  اسناد پکې خوندي او له ضایع کېدو وساتل شي.

اوس په دغه مرکز کې، چې په کابل پوهنتون کې خپله ودانۍ لري، د افغانستان په اړه په لسګونو زره  اسناد ساتل کېږي او په ټوله دنيا کې د افغانستان  پېژندونکو لپاره یوه مهمه سرچینه ده .

دغه راز مېرمن دوپرې د افغانستان د لوټ شويو لرغونو اثارو په بيا ستنولو کې د قدر وړ کوښښونه وکړل.

مېرمن دوپرې به افغانستان خپل اصلي کور باله او وصيت يې کړى و چې د خپل مېړه د قبر په خوا کې  دې په کابل کې خاورو ته وسپارل شي. دې د ناروغۍ په وختونو کې هم بهتره وبلله چې په کابل کې پاتې شي او همدلته ىې ساه ورکړه.

د مېرمن دوپرې مړينه يوه ضايعه ده .

د هغې د مړينې په مناسبت د هغې کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ ټولو مينه والو ته تسليت وايم.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئيس، محمد اشرف غني

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0