د شانګهای د همکاریو سازمان په اولسمې سرمشریزې کې د جمهورریس محمداشرف غني د وینا پښتو ژباړه

د شانګهای د همکاریو سازمان په اولسمې سرمشریزې کې د جمهورریس محمداشرف غني د وینا پښتو ژباړه

جمهوررئیس نظربایف، د هېوادونو مشرانو، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي، اغلو او ښاغلو!

نن د شانګهای د همکاریو سازمان لپاره د بدلون ورځ ده. هندوستان او پاکستان ته د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د غړیتوب ‎مبارکي ورکوم، ځکه چې د دوی له غړیتوب سره د جنوبي اسیا ډیری خلکو ته په دې سازمان کې د ونډې زمینه برابره شوه. د شانګهای د همکاریو سازمان ته دې هم مبارک وي چې د بشریت یوه لویه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستې. د دې سازمان د غړو په زیاتېدو سره، د غړو او څارونکو هېوادونه مسوولیت زیاتیږي، څو د خپلو خلکو هیلې او ارزوګانې په رښتیا بدلې کړي. دا بریالیتوب د دې سازمان د پیاوړتیا، روحیې او نظم ښودنه کوي چې د خبرو اترو او همکاریو له لارې یې د ننګونو سره مبارزه وکړه.

که د شانګهای د همکاریو سازمان فرهنګ او پراخې سرچېنې زموږ د همکاریو د لا ښې استفادې لپاره تنظیم شي چې د ګډو ګواښونو سره مبارزه وکړو، نو دا به د اسیا او اروپا په تاریخ کې د یو بدلون د ورځې په څیر ونمانځل شي.

د تېرو لسو یا شل کالو په پرتله، په اروپا – اسیا کې هېوادونو د اتصال د پراختیا له پلوه ډېر پرمختګ کړی دی. موږ د دې کار لپاره لا ډېره وړتیا لرو. موږ کولای شو د هغو قوانینو او اصولو سره سم چې موافقه مو پرې کړې ده، د هوایي ډګرونو، نوري فایبر، لویو لارو، نل لېکو، بندرونو، رېل پټلیوو، د برېښنا د لېږد مزو او زیربنایي پروژو له لارې په یو براعظمي اقتصاد بدل شو.

زموږ لیدلوری د اوسنيو ملي او سیمه‌يیزو پلانونو، پروګرامونو او پروژو د تطبیق له برکته د دوامداره تحقق په حال کې دی. چين د یو کمربند یوې لارې نوښت، په زیربنایي برخه کې د هند سمون او د نوموړی هېواد د سیمه‌يیز اتصال پروژې، د مرکزی اسیا، قفقاز او روسیې دومداره او سیسټماټیکه پانګه اچونه، زیربنایي چارو ته د ایران پام، او د پاکستان او چېن تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه ټول د اندازې او پراختیا له مخې هیله بښونکي دي. دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې ملي او سیمه‌يیزې هلې ځلې په یو ستر اروپایي – اسیايي پروګرام بدلې کړو.

د جنوبي اسیا او د شانګهای د همکاریو سازمان د څارونکو او غړو هېوادونو تر منځ اتصال به زموږ په دغې پروسه کې یو بل قدم وي. د اسیا په زړه کې د افغانستان موقعیت، د یوې څلورلارې حیثیت او جنوبي اسیا ته د یوې دروازې ارزښت هغه څه دي چې افغانستان د سیمې په کچه په یو مرکز بدلوي.

موږ په نه ستړی کېدونکې ډول پر سیمه‌يیز اتصال تمرکز کړی دی، ځکه سیمه‌يیزه همکاري د هوساینې او ثبات لپاره ډېره اړینه ده. موږ له ترکمنستان سره ډېر مخته تللی یوو، ازبکستان سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د پرمختګ په حال کې یوو او همدارنګه د قزاقستان، تاجکستان، قرغستان او اذربایجان هېوادونو سره د همکاریوو د پراختیا په حال کې یوو. زه د چين جمهور رئیس شي ژینګ پینګ څخه له دې امله مننه کوم چې د یو کمربند یوې لاری پروژه کې یې داسې پروژی ممکنې کړي چې له امله به یې افغانستان په یوه څلور لارې بدل کړي. موږ هیله لرو چې د چابهار بندر او نورو نوښتونو له لارې د ایران او هندوستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړو. زموږ د سیمه‌يیزو مهمو نوښتونو له لارې به مرکزي اسیا او پاکستان سره وصل شي. هیله‌من یو چې پاکستان به هم د سیمه‌يیز اتصال لپاره خپلې هلې ځلې وکړي.

له پولې ورهاخوا تروریستي ډلې او جنایتکاره سازمانونه زموږ د ګډو هیلو او لیدلورو پر وړاندې یو مهم ګواښ دی. افغانستان د راغونډو شویو هېوادونو څخه د ساتنې او جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري. له شلو څخه زیاتو نړیوالو تروریستي ډلو زموږ د بې‌ګناه وګړو، ټولنې او دولتي ادارو پر وړاندې بشپړه جګړه پيل کړې ده. زه دلته د دې لپاره راغلی یم څو د تروریستي ډلو پر وړاندې چې د سیمی هېوادونو لپاره یو ګواښ دی او له پولې ها خوا جنایتکاره سازمانونه چې موږ ټولو ته ګواښ دی د مبارزې او همکاریو وړاندیز وکړم. زه هیله لرم چې تاسې ټول به د تروریزم او نشه‌يي توکو پر وړاندې د شانګهای همکاریوو سازمان جامع ستراتیژۍ څخه ملاتړ وکړی.

د ملګرو ملتونوسازمان د ۲۰۰۶ کال د تروریزم پر وړاندې ستراتیژي چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډی یې ملاتړ کړی دی د تروریزم سره د مبارزې لپاره یو ښه چوکاټ دی. د باور د رامنځته کولو لپاره، د مجرم تسلیمولو یا محکمه کولو د اصل پر بنسټ عمل کول ډېر اړین دی. د دې لپاره چې هلې ځلې مو په ملي او نړیواله کچه تاثیرات ولري، باید په سیمه‌يیزه کچه اقدامات ترسره شي. له همدې امله موږ د یوې ګډې کړنلارې پر اساس د سیمه‌يیز ډیالوګ وړاندیز کوو څو تروریستي ډلې وپیژنو (په طبقو یی وویشو)، د هېوادونو لخوا د تروریزم د ملاتړ شرطونه او میکانیزم تعریف کړو او له پولې ورهاخوا تروریزم د له منځه وړلو لپاره ګډ اقدامات وکړو.

زموږ پایتخت کابل د هغې چاودنې له امله چې دغه ښار یې بدرنګه کړ، په ویر کې دی. دا چاودنه په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې وشوه، له نیکه مرغه چې زموږ ډیپلوماټیک میلمانه په کې خوندي دي، ماشومان مو قرباني شول. زموږ خلک عدالت غواړي. موږ هیله‌من یوو چې د تروریزم پر وړاندې ګډ اقدامات به زموږ خلکو او د تروریزم قربانیانو ته دا ډاډ ورکړي چې موږ پر تروریزم برلاسي کېدای شو.

 

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0