د کابل د سولې کنفرانس: د اتحاد یو فرصت

د کابل د سولې کنفرانس: د اتحاد یو فرصت

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتماب کریم خلیلي، تاسې څخه ډېره مننه چې د سولې عالي شورا د مشرۍ په منلو سره مو ما ته ویاړ راوباښه. مونږ اوسمهال په داسې یوې ځانګړې دندې متمرکز یوو چې په هېواد کې سوله تامین کړو. قاضي سنګري، د سترې محکمې غړو، لوی څارنوال، د ملي امنیت سلاکار اتمر، استازی یاماموتو، معین ریمپو، معین یالدیز، درنو استازو، د کابینې غړو، وزیر صالح، استازو او ملګرو!

درنو سفیر صاحبانو، وزیر صاحبانو، محترمو استازو، ملګرو او دوستانو!

شپږ ورځې وړاندې د هېواد دیارلسو زړورو پولیسو ځانونه له نظامي چاودېدونکو توکو د یوې ډکې لارۍ مخې ته سپر او قرباني کړل، چې هڅه یې کوله د ویاناد تړون په څرګند مغایرت، ډيپلوماتيکې سیمې ته ننوځي. یوازې مونږ نه بلکې ټول دپلوماټیک استازي او نمایندګۍ د دغه برید موخه وه. لارۍ د کابل په زړه کې وچاودیده، خو زموږ د دیارلسو پولیسو د قربانۍ له برکته هیڅ یو بهرنی ډيپلومات ونه وژل شو.

د چاودنې په نتیجه کې تر ۸۰ تنو زیات بې ګناه افغان زامن او لوڼې شهیدان او تر درې سوه زیات ټپیان چې په سوځیدلو، غوڅو او پرېکړیو اندامونو تر روغتونونو ورسېدل.

له دوه نیم کاله راهیسې چې زه جمهور رئیس یم، یوه میاشت هم داسې نه ده راغلې چې زړه ته مې درد نه وي رسېدلی. زه په روغتونونو او هدیرو ګرځم او وینم یې چې څنګه زموږ د ځوانانو ژوند د بې رحمه او سخت زړو ترهګرو د تېغ خوراک کېږي.

قدسیه یوه با دیانته ځوانه کابلۍ نجلۍ وه چې د پاک قرآن حافظه وه. هغې به نیمه ورځ کار کاوه او په یواځې سر به یې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوله. تر کار وروسته یې خپل پاتې وخت خپلو زده‌کړو ته وقف کړی و. یوه ورځ سهار خپل ښوونځي ته پر لاره وه چې له یو ځانمرګي برید سره مخ شوه. د قدسیې د بدن غوښې پاش پاش شوې او په شهادت ورسېده. د دې ځوانې مېرمنې مرګ د کرکجنو قاتلانو لپاره یواځې یوه تصادفي پېښه وه او بس.

البته موږ په دې غم کې یواځې نه یوو. درې اونۍ وړاندې د انګلستان په مانچسټر کې  کوچنۍ سافي روز روسوس چې تازه اته کلنه شوې وه، او له زرګونو ماشومانو سره یو ځای یې غوښتل چې کنسرت ته لاړه شي او له خپلو ملګرو سره سات تېر کړي. یوه شېبه وروسته د ترهګریز برید قرباني شوه چې دې برید له هغې پرته ۲۲  نور انسانان هم له خپلو کورنیو څخه د تل لپاره جلا کړل او لږ تر لږه ۱۲ نور تر شپاړس کلنۍ ټیټ ماشومان یې ټپیان کړل.  ترهګر زموږ د ماشومانو په وژلو هم صرفه نه  کوي.

زه نن تر خپلو خبرو پیلولو وړاندې له ټولو غوښتنه کوم چې د دې ماشومانو او ځوانانو د اروا په درناوي، چې له ژوند او راتلونکي محروم شول، یوه دقیقه چوپتیا راسره اختیار کړئ.

اجازه را کړئ! په پیل کې د نړیوالې ټولنې له ښاغلیو او آغلیو مېلمنو او له خپلو افغانانو وروڼو او خویندو څخه چې د هېواد له دننه  او د باندې څخه یې تشریف راوړی مننه وکړم. نن تاسې زموږ او موږ ستاسې تر څنګ ولاړ یوو چې په ګډه په کابل، لندن، بروکسل، پاریس،  ترکیه، سن پیټرسبرګ، عراق، سوریه  او داسی نورو کې بې معنا تشدد ته د پای ټکی کېږدو.

زه په دې لاره کې ستاسې د هېوادونو د قربانیو قدرداني او یادونه کوم او ترڅنګ یې د خپلو ګڼو هغو سرتېرو یادونه او قدرداني هم ضرور ګڼم چې د افغانستان په نیابت یې په دې لاره کې سرښندنې کړي دي. له متحدو ایالتونو، ناټو او نورو همکارانو څخه مننه چې مونږ سره اوږه په اوږه په دې مبارزه کې ولاړ دي.

موږ دلته په کابل کې را ټول شوي یوو چې د ترهګرۍ پر خلاف یوبل ته لاس ورکړو او یوې عادلانه سولې ته د لار موندلو ستونزمنه پروسه پیل کړو، داسې سوله چی ثبات، امنیت او د قانون حاکمیت تامین کړي.

د دې ننګونې لومړۍ برخه بشپړ صراحت لري. په ۲۰۰۶ م کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ۶۰/۲۸۸ شمېره پرېکړه لیک، چې له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې ستراتیژي ده، تصویب کړه. دغه ستراتیژي د نړیوالې ټولنې ټولو غړیو هېوادونو ته (کټ مټ) خطاب کوي چې: ” په ثبات، صراحت او قوت د ترهګرۍ ټولې بڼې او نښې، چې د هر چا لخوا، هر چېرته او د هر هدف لپاره را څرګندېږي او ترسره کېږي وغندي، ځکه چې ترهګري نړیوالې سولې او نړیوال امنیت ته ستر او جدي ګواښ دی. ” هیله لرو چې مونږ ټول به دغې سټراټیژۍ ته متعهد واوسو او د دې په هیله چې د نړیوالې ټولنې ټول غړي د دې سټراټیژۍ تطبیق ته متعهد واوسي.

آغلیو او ښاغلیو!

موږ او تاسې په داسې یوه ښار کې سره را ټول شوي یوو چې خلک یې د سخت زړیو ترهګرو لخوا د وژل شویو سلګونو اولادونو د ماتم پر ټغر ناست دي. زموږ خلک په دې غمجنو شېبو کې ستاسې د ملاتړ او خواخوږۍ مننه کوي، خو څه شی چې زموږ خلک یې غواړي، هغه عدالت دی.

دا ډول ترهګریز بریدونه د عدالت مفهوم او معنا ته سپکاوی دی. مخالفین ادعاء کوي چې د دوی جګړه مذهبي ده، په داسې حال کې چې اسلام د سولې دین دی، خو دوی په زرګونو مسلمانان – افغان مسلمانان – بې ګناه سړي، ښځې او ماشومان قتلوي. نشه‌یي توکي، ترهګري، شوکې؛ دا ټول د معاصرې ترهګرۍ هغه وسیلې دي چې د اسلام له نظره مردودې دي. د دې اعمالو مرتکبین یواځې ترهګر دي او بس.

نړیوالې ټولنې لا تر دې دمه د ترهګرۍ له ټولو ابعادو سره مناسب چلند نه دی کړی. د ملګرو ملتونو راپورونه د ترهګرۍ د پېښو په شمېر، د تکتیکونو په پرمختګ، او د بریدونو د وحشت په کچه کې فوق‌العاده زیاتوالی ښیي. له بده مرغه، د ترهګرۍ د ودې په مقابل کې غبرګون او عکس‌العمل ورو او ناکافي دی. په داسې حال کې چې همکاري مخ پر ښه کېدا ده، خو هېوادونه لا هم له مشترک چوکاټ، قانوني مدارکو او د ترهګرو د هغو حرکاتو د ځپنې لپاره چې خپله ساحه، کچه او د اجراء ډګر په چټکۍ سره بدلوي، د ځان عیارولو له قابلیت څخه بې برخې دي.

نړیوالې ترهګرۍ ځکه افغانستان ته مخه کړې چې زموږ مرکزي موقعیت او زموږ پېچلې اراضي مرسته ورسره کوي. د غوره تخمین پر اساس، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شمېر له دوه سوه څخه یوولس زره تنو ته زیات شوی دی. دابق، د داعش ساحوي لارښود کتاب دی، له خپلو جنګیالیو غواړي چې افغانستان، پاکستان او مرکزي آسیا ته مخه کړي. دا خلک حتا د تظاهر لپاره هم دا نه وایي چې ګواکې دوی د افغانستان د خلکو لپاره کوم ارزښت یا موخه لري. دوی زموږ وینه یوازې د دې لپاره تویوي چې په سیمه او نړۍ کې د خپلو مجرمانه کړنو لپاره له افغانستان څخه د خیز د تختې او مرکز کار واخلي.

نړۍ باید له موږ سره د دې ګواښ په دفع کولو کې مرسته وکړي. موږ دې کنفرانس ته ځکه را ټول شوي یوو چې نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ د نه زغملو ژمنه لاسلیک کړې وه. دا چې د دولتونو لخوا د ترهګرۍ ملاتړ د منلو وړ نه دی او په بل هېواد کې د ترهګرو د تمویل اجازه به نه ورکول کېږي. نن موږ غوښتنه کوو چې نړۍ دې پر خپلې دې ژمنې ودرېږي. لکه څرنګه چې لومړۍ وزیرې می وویل چې نور د تروریستي کړنو پر وړاندیې زمونږ زغم او صبر پای ته رسیدلی دی نو تاوتریخوالی باید ودرېږي او ترهګري باید پای ته ورسېږي.

موږ د سیمه‌ییز امنیت او دفاع په برخه کې ډېره مرسته کوو، ځکه چې موږ له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یوو، موږ د سیمې  او نړۍ په کچه د شلو نړیوالو تروریستي ډلو سره مخامخ یوو او همدارنګه  زموږ ټول پام په خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو راټول دی چې په ننګرهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې داعش وځپي.

موږ  یوې داسې سیمه ییزې سټراټیژي او عملیاتي پلان ته اړتیا لرو چې ټولو ته د منلو وړ وي او د تروریزم د نابودولو لامل شي.  اوس مهال زموږ دنده همدا ده. اوس مهال زموږ پر وړاندې ستره ننګونه همدا ده.

په روان پېچلي او متحول نړيوال پس منظر او حالاتو کې د سولې لپاره لاره خلاصول اسانه کار نه دی. زموږ جګړه ګڼ ابعاد لري. موږ د یوه داسې هراړخیز چوکاټ له لرلو پرته چې د ترهګرۍ ټولې پېچلتیاوې په نظر کې وساتي، د یوې علیحده برخې ستونزې له نورو جلا نشو اوارولای.

که څه هم د شخړې حل به پېچلی او ګران وي او ښایي ډېر وخت ته اړتیا ولري، خو تر ټولو ګرانه کار یې پیلول دي. موږ باور لرو چې که یو ځل پر سوله خبرې اترې راپیل شوې، بیا به کم داسې خنډونه وي چې د ښه نیت په وسیله پرې برلاسي نشو. د دې مباحثې د پیلولو لپاره موږ یواځې د درېوو اساسي پوښتنو مطرح کولو ته ضرورت لرو:

·        لومړۍ، آیا موږ ریښتیا، په اخلاص سوله غواړو؟

·        دويمه، آیا موږ د پایدارې سولې او مذاکراتو لپاره یووالی، قاطعیت او ظرفیت لرو؟

·        او درېیمه دا چې، آیا موږ د داسې چا په مقابل کې واقع یوو چې هغه سولې ته مخلصانه ژمنتیا لري؟

اجازه را کړئ چې پر هرې پوښتنې پر خپل نوبت را وڅرخېږم.

تر ټولو لومړۍ او مهمه خبره دا ده چې موږ د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې له هر ډول تردد پرته دلچسپي وښیو. د دوه زره پنځلسم او دوه زره شپاړسم ترمنځ شاوخوا ۷۵ زره افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. شاوخوا څلور میلیونه خلک مو له تاوتریخوالي څخه کډه شوي دي. خلک مو د خپلو ماشومانو لپاره ښه ژوند غواړي، خو د تاوتریخوالي په شتون کې زموږ اقتصاد وده نشي کولای، او زموږ خلک بې روزګاره او بې امیده ژوند ته دوام ورکوي. هېواد مو له غمجنو میندو او فقیرو کونډو ډک دی.  یتیمان له ما څخه پوښتنه کوي چې زموږ برخلیک به څه وي.؟

 

په دې کې د پوښتنې ځای نه دی پاتې چې موږ د ملي وحدت حکومت او افغانستان خلک په قاطع ډول سوله غواړو.

دوهمه پوښتنه دا ده چې آیا موږ د مذاکراتو صلاحیت او اعتبار لرو؟

د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره باید راساً پر هغو ننګونو خبره وشي چې زموږ حکومت په دوو اړخونو کې ورسره مخ دی، لومړی د میراثي فساد، رهبرۍ او داخلي پاشلتیا مسأله او دویمه یې د نظام په دننه کې د سیاسي نخبګانو له  اختلافاتو څخه را منځته شوي اوسني مشکلات دي. موږ دا ستونزې لرو او له دې انکار نه کوو چې داخلي اختلافاتو د جګړې له دوام سره مرسته کړې ده. البته موږ په بروکسل، وارسا، میونیخ او دلته په کابل کې د خپلو اصلاحاتو په اړه معلومات ورکړي. زموږ اصلاحات د امنیت، موقتي دندو برابرولو او خراب سیاسي وضعیت په درې ګونو ننګونو سربېره هم مثمر او ګټور ثابت شوي دي.

اجازه را کړئ دلته پر هغو اصلاحاتو وغږېږم چې له سولې سره ډېر تړاو لري. زموږ د مذاکراتو د صلاحیت او اعتبار لپاره اساسي شرط دا دی چې آیا موږ د امنیتي سکتور په ریفورم او اصلاح برلاسي کېږو او کنه.؟ ما هر ځای ویلي او بیا یې تکراروم چې زموږ د اصلاحاتو د ستراتیژۍ اصلي ارزونه په دې ټکي کې ده چې آیا موږ د کورنیو چارو وزارت په اصلاحاتو کې کامیاب یوو او کنه؟

په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات وار له مخه پیل شوي دي. موږ په تېرو شپږو میاشتو کې د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، فساد کمولو، صلاحیتونو واضح کولو او د لومړۍ کرښې د سرتېرو د حمایې په برخه کې د اصلاحاتو لپاره قاطع اقدامات کړي دي. یو څلور کلن پلان مو جوړ کړی او د تطبیق په برخه کې یې مهم پرمختګ لرو.  د پخوانیو تر څنګ د جنرالانو او بریدملانو  نوی نسل له هېواد څخه دفاع کوي او موږ به تر  وروستۍ سلګۍ له خپل هېواد څخه دفاع کوو.  په دې اړه باید هیڅ ابهام نه وي موجود.  زموږ امنیتي ځواکونه د وړتیا په لرلو سره چمتو او ژمن دي چې د هېواد عزت، وقار او اساسي قانون وساتي. 

اوس زموږ لپاره ننګونه دا ده چې د کورنیو چارو وزارت ورغاوو د پولیسو په لیکو کې اصلاحات د اردو په نسبت ستونزمن دي، ځکه پولیس له خلکو سره مستقیمه اړیکه لري. موږ پوهېږو چې دا کار اسانه نه دی. موږ پوهېږو چې له مقاومت او خنډونو سره به مخامخ کېږو، خو دا کار حتمي دی. د پولیسو په برخه کې فساد باید پای ته ورسېږي. پولیس باید د ثبات ځواک شي، نه د بې ثباتۍ او ولسي نا رضایتۍ لامل. موږ ډېر ښه پولیس سرتېري لرو چې یو مثال هغه  دیارلس تنه اتلان و چې په چاودنه کې یې ژوند له لاسه ورکړ، خو اکثراً همدغه پولیس د فساد او ډلبازیو تر ټولو لومړي قربانیان دي. تر هغو چې دا حالت بدل نشي، په هېواد کې به سوله تامین نشي.  

د کورنیو چارو وزارت په برخه کې اصلاحات له وړاندې پیل شوي دي، موږ د دې برخې د اصلاحاتو ستونزمنتیا په بشپړ ډول درک کوو، او  زه خپله، ډاکټر صاحب عبدالله، او حکومت د کورنیو چارو وزارت اصلاحاتو ته بشپړه ژمنتیا لرو. زموږ امنیتي ځواکونه باید په قوت پر خپلو پښو ودرېږي او وبه درېږي.

زموږ د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا د طالبانو د ماتې په معنا دی. هغوی باید نور دا خیال له سره وباسي چې دوی به دولت سقوط کړي او یا به دا سپېڅلې خاوره په دوو جغرافیاوو وویشي. افغانستان یو  موټی دی او یو موټی به وي.  موږ له وړاندې ویلي چې زموږ هدف سوله ده، خو سوله تر هغو نشي را تللای چې طالبان ورته چمتو نشي.

سوله یوازې د سولي د تړون لاسلیکول نه دي. باید یوه دوامداره سوله تامین شي چي د عدالت وړاندې کول او کار ایجادول یې اړین شرطونه دي.  په بروکسل کي مو ژمنه وکړه چي‌خلکو ته به عدالت رسوو. زموږ اصلاح پال لوی څارنوال او د ستري محکمې قاضیانو، په دې برخه کي په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې او نورو  دوستانو په مرسته، تر یو کال په لږه موده کي  د ځینو اقداماتو په ترسره کولو، لکه د مسلکي څارنوالانو او قاضیانو بشپړه ارزیابي، دپخوانیو  پر ځای د نویو ګمارنو او په لوی څارنوالۍ کې د ښځو د شمېر د پنځه سوه سلنه زیاتولو له لارې پرمختګ کړی دی چې موخه یې په ټولو ولایتونو کي د عدالت تامینول دي. د ماليې وزارت له لوري په لاره اچول شوو اقتصادي اصلاحاتو د هغه اقتصادي بحران مخه  ونیوله چي سلګونه زره خلک یې تر امنیتي انتقال وروسته غربت ته ټېل وهل. دا مهال نړیوال بانک د ۲۰۱۷ کال لپاره تر توقع لوړ مثبتې اقتصادي ودې وړاند وینه کړې ده.  ډموکراتیک اصلاحات په ځانګړي ډول ټاکنې د اجماع لپاره یو مهم فکټور دی، موږ ژمن یوو، چې په ۱۳۹۶کال کې د ولسي جرګې ټاکنې او همدارنګه په ۲۰۱۹کال کې له ځنډه پرته د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کړو. ډاکټر صاحب عبدالله، زه او حکومت ژمن یوو، چې یادې ټاکنې وکړو.

امنیت، عدالت، ډموکرآټیک حقوق او کار د سولې د لټولو بنسټونه دي چي په دوام ورکولو سره به په حقیقت بدل شي.

‌اوس درېیم بنسټي سوال ته راځو. ایا موږ هغه ډول د بحث لوري لرو چي د جنګ پر ځای د سولې د پیلولو پلویان وي. که رښتیا ووایو، مطمئن نه یوو. ‌

زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب باید له پاکستان سره د مذاکراتو د یوې مؤثري لاري پیدا کول وي. په دې کنفرانس کې د ګډون له امله د پاکستان پلاوي ته ښه راغلاست وایم. ‌موږ پاکستان ته د ښېرازۍ یو لید لوری وړاندي‌کړی دی چي د سوداګرۍ له لارې د سویلي او منځنۍ آسیا نښلول، پانګونه او په سوله کي ګډ ژوند کول دي.  

لکه څنګه چي‌ تاسو ټول پوهېږئ، له هغې ورځې چې مې ‌واک په لاس کې واخیست، پاکستان ته مې په یوه سخت چاپېریال کې‌د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، خو د هغوی له لوري رد شو.

موږ د تور لګولو په لوبه کي نه ښکېلېږو. موږ دوه اړخیز، درې اړخیز، څلور اړخیز او حتی ګڼ اړخیز مذاکرات و آزمایل تر څو شخړه او دهشت پای ته ورسوو.  

موږ غواړو د دې جوګه و اوسو چې پر پاکستان باور وکړو. او موږ دوستانه او د همکارۍ اړیکې غواړو چې ‌غربت کم کړي او د کرښې دواړو لورو ته د مثبتې ودې ‌زمینه برابره کړي. ‌

زموږ ستونزه او زموږ ننګونه دا ده چي موږ نه شو معلومولای پاکستان څه غواړي؟ څه شی په کار دی څو پاکستان په دې قانع کړي چي یو با ثباته افغانستان له دوی او زموږ له سیمي سره مرسته کوي؟

نو موږ یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چي د مذاکرې لپاره ‌خپله اجنډا او میکانیزم را وړاندې‌کړي‌چې په مرسته یې سولې‌او ښېرازۍ ته ورسېږو. ‌

زموږ د بحث دویم لوری د طالبانو ډلې دي. ‌دلته زموږ پوښتنې‌ دا دي چې څوک د دوی استازیتوب کوي‌ او دوی څه شی غواړي؟ موږ د خبرو-اترو لپاره خپل شرایط په تفصیل سره په نورو مواقعو کې څرګند کړي ‌دي، خو خلاصه یې د اساسي قانون منل،‌د ښځو د حقوقو او تعلیم لپاره ترسره شوو اصلاحاتو دوام، له تاوتریخوالي او تروریستي ډلو سره څخه لاس اخیستل دي.  نور هر څه پر میز دي او زه غواړم دا برخه د یو شمېر ځانګړو اقداماتو په وړاندیزولو سره د سولې د خبرو په هکله وغځوم.  لومړی، دا چې سوله باید یو ملي ‌بحث وي، موږ به یوه ملي مشوره ترسره کړو څو د سولې یوه داسې ګډه اجنډا رامنځته کړو چې زموږ ټولنیز، سیاسي او امنیتي اړخونه په کې خوندي وي . ‌دا اجنډا باید زموږ د ښځو د تجاربو او غوښتنو او زموږ د متنوع مدني ټولنې نظریاتو ته ځانګړې ‌پاملرنه وکړي. خوشاله یم خبر درکړم چي‌جلالتمآب محمد کریم خلیلي به د مشورو دا لړۍ د سولې د عالي‌ شورا د مشر په توګه پر مخ وړي. ‌ له تاسې څخه مننه چې په داسې مهم وخت کې د خپل ملت خدمت کوی.

دویم،‌ دا باید ومنو چي د خبرو لپاره هر هغه ځای غوره کېدای شي ‌چې ‌په دوه اړخیز ډول د منلو وړ وي، هغه که په کابل کي وي،‌ چېرې ‌چې‌موږ به ضمانتونه ورکوو او یا هم بل ځای.

درېیم، که چېرې د دواړو لورو د منلو وړ د سولې د لار- نقشې د جوړولو لپاره هوکړه وشي، موږ به د طالبانو ډلو ته اجازه ورکړو چې د نمایندګۍ یو دفتر خلاص کړي څو دواړه لوري‌ په خوندیتوب سره وکتلای شي. ‌

موږ د سولې لپاره یوه موقع ورکوو، خو دا هم باید روښانه وي چي دا يوه تر ابده پرانیستې موقع نه ده. د طالبانو له لوري ترسره کېدونکې ترهګرۍ زمینه مساعده کړې ده چې د نړۍ له هر ګوټ څخه تروریستان افغانستان ته راشي. دغه شل تروریستي ډلې یوه هم په خپل توان فعالیت، جنایتونه او د نشه يي توکو کاروبار نشي کولای. د تاوتریخوالي هغه اعمال چې دوی یې په دوامداره ډول ترسره کوي، د ملګرو ملتونو په اسنادو کې د ترهګرۍ د وضع شوو معیارونو سره سر خوري. که چېرېد ملکیانو په وړاندې تاوتریخوالی کم نشي او د سولې په هکله یو معناداره بهیر پیل نه شي،‌ موږ به د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پرېکړه لیک ته مراجعه وکړو او وبه غواړو چي طالبان هم د ترهګرۍ د ترسره کوونکې او هم یې د پالونکې ډلې په توګه وپېژندل شي. هغوی وخت نه لري. موږ وخت لرو، هغوی باید وخت په نظر کې ونیسي. هغوی ښايي د سولې دا فرصت له لاسه ورکړي، بیا به هغوی سوله غواړي خو دلته به یې ملت نه مني.  ‌‌دا وروستی چانس دی، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ او کنه نو، د دې دردیدلي خو په عین وخت کې قاطع ملت غبرګون سره به مخ شئ. په یاد ولرئ چې موږ له تېرو ۲۰۰۰کالونو را په دېخوا زده کړي دي چې څنګه خپلو کړاوونو سره  مقابله او پر اهدافو  متمرکز  اوسو.

زموږ د بحث درېیم اړخ زموږ ګاونډیان دي، د مرکزي آسیا، سویلي آسیا ،‌لوېدېزي او  ختیزي آسیا هیوادونه. پخوا داسې بې بنسټه ګومان موجود و چې ګواکې دا د متحدو ایالتونو جګړه ده چې له سړې جګړې سره ورته دی. اوس باید هغه ګمان رفع شوی وي. ‌له ۲۰۱۳ راهیسې د بهرنیو ځواکونو شمېر ۹۰ سلنه را ټیټ شوی دی، که چېرې طالبانو زموږ د سولې د خبرو وړاندیز  منلی وای، نو بهرني ځواکونه به تر دې هم کم شوي وای، ځمکني دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول افغاني دي او ملي پولیس ټول افغانان دي. ‌‌‌غواړم له نړيوالې ټولنې او بنیادي همکار متحدو ایالتونو څخه د سولې د ژمنو په برخه کې مننه وکړم.  زموږ ټول همکاران سوله غواړي په دې اړه باید  هیڅ شک او شبه نه وي خو هغه سوله چې دوامداره، عادلانه او دایمي وي.

خو یو بدلون راغلی دی. تروریزم د خپرېدو په حال کې دی چې زموږ د سیمې ټولو هیوادونو ته تاوتریخوالی،‌ بې ثباتي او اخلال راوړي.  زموږ تګلاره دا ده چې په دې سیمه کي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره پیاوړې سیاسي او اقتصادي ‌اړیکې جوړې کړو ، خو اوس دوی هم د ترهګریز تشدد تاوده بادونه احساسوي.  اړتیا شته چي په شریکه د دې ګډ ګواښ د مخنیوي لپاره امنیتي ائتلافونه جوړ کړو. ‌ اوس امنتیي اتحادونو ته اړتیا موجوده چې له دغه ګواښ سره په ګډه مبارزه وکړو. له هنده تر اذربایجان او روسې، له چین او تر ایران موږ ټول له دغه ګواښ سره مخ یوو. غواړم د مرکزې اسیا ګاونډیانو، چین هند، ایران او نورو څخه د اقتصادي خبرو اترو او فرصتونو د جوړولو په برخه کې مننه وکړم او هیله مند یم چې دا به په یوې سیمه ییزې اجماع بدل شي.

زموږ د بحث څلورم لوری تاسو یاست،‌ سیمه‌ییزه او نړیواله ټولنه. ‌اوس وخت رارسېدلی دی چې باید د سولې په هکله جدي شو. زموږ سیمه تر ګواښ لاندې ده. موږ او تاسو هر یو له داخلي تاوتریخوالی سره مخ یوو چي‌ د ناقانونه پولي انتقال له لارې تمویلېږي او د هغو جرمي شبکو له لاري تامینېږي‌ چې د سرحدونو آخوا افراطیت، پیسې او وسلې لېږدوي. همدارنګه ترکیه چې د قدر وړ استازی یې دلته موجود دی په دې برخه کې لوی همکار دی.  اوس وخت راغلی چې دا تاوتریخوالی پای ته ورسوو. اوس تر هر بل وخت موږ نړیوالي ټولنې ‌ته اړتیا لرو څو د جرمونو د مخنیوي لپاره امکانات شریک او زموږ ملاتړ وکړي او د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړي. تاسو تړونونه لاسلیک کړي دي، اوس یې عملي کړئ. ‌

موږ په ډاګه ویلي دي‌ چې موږ د یوې پیاوړې یوناما غوښتونکي یوو څو په دې پروسه کي راسره شریکه وي. ‌موږ به له ملګرو ملتونو او نړیوالي ټولنې سره خبري پیل کړو چي د څارنې یو بې طرفه، درېیمګړی میکانیزم رامنځته کړو تر څو چې د سولې د هوکړه لیک څرک لګېږي، ورته د ژمنتیا او شخړو د حل زمینه موجوده اوسي. موږ به د پخلاینې او مداوا پروسه پیل کړو او ستاسو له تراژېدیو او بیا رغېدني له تجربو به ګټه اخلو څو زموږ سره د بیا پخلاینې او مخته تګ په برخه کي‌مرسته وکړي. ‌اجازه راکړئ‌ د دې موضوع په هکله یوه آخرنۍ خبره شریکه کړم. ‌د سولې اړوند بحث ډېر پاشلی دی. ګڼ شمېر لوبغاړي پر ګڼ شمېر لارو روان دي. ډېر لږ وضاحت شته  چې دوی څوک دي‌او د څه شي استازیتوب کوي؟‌ دا د سوتفاهم نسخه ده. ‌هغه څه چې موږ اوس ورته تر هر څه ډېره ا ړتیا لرو، تمرکز دی. حکومت د سلا مشورې یوه طرحه وړاندیز کړې ده څو زموږ د خلکو هیلې، وېرې، غوښتنې او اندېښنې له ټول هیواد څخه د سولې د خبرو د یوې برخې په توګه راغونډ کړي‌ خو په مقابل کې ‌یې غواړو چې‌تاسو هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د یوې منسجمې پروسې  تمامیت ته درناوی وکړئ او خپلې جلا لارې خلاصې نه کړئ. جلاجلا چاینلونه ګټور نه تمامېږي، زموږ هڅې هغه وخت نتیجه ورکوي چې په ګډه کار وکړو.

اجازه راکړئ خبرې پر دې باندې ‌په ټینګار کولو راغونډې کړم چې زموږ سیمې‌ته د سولې راوستل ډېر مهم دي. ‌په افغانستان کې سوله به زموږ ګاونډیانو،‌ آسیا او نړۍ ته ثبات راوړي. لکه اقبال لاهوري چې ویلي.

اسیا یک پیکر اب و ګِل است

ملت افغان در این پیکر ګل است

از ګُشاد او ګُشاد اسیا

از فساد او فساد اسیا

ډېرې داسې اړیکې شته چې زموږ د یووالي لامل کېږي، موږ باید له دغو اړیکو څخه په افغانستان، سیمې او اسیا کې د ثبات راوستو لپاره ګټه واخلو.

دا کار ترسره کېدای شي. درې کاله مخکې‌هیچا فکر نه کاوه چې‌حزب اسلامي ‌به د سولې تر چتر لاندې راشي. ‌ډاکټر غیرت له تاسې څخه مننه چې دلته یاست، مننه چې له مذاکره چیانو سره مو خبرې اترې تنظیم کړې او مننه چې د سولې پلوي کوئ. خو نن هغوی دلته دي. چمتو دي ‌چې خپلې ګولۍ د رایې په پاڼو بدلې‌کړي. ‌دواړو لورو د سختې مذاکرې بهیر تېر کړ خو هوکړه رامنځته شوه. ‌

افغانان مقاومت لري. ‌موږ نه یوازې پایېدونکی بلکې اتل او هویت لرونکی ملت یوو.  موږ  لږ تر لږه درې زره کاله تاریخ لرو، موږ خپل ځانونه پيژندلي دي. موږ د تاریخ په تورو دورو کې هیڅکله هم جدايي غوښتونکي خوځښتونه نه لرل، نه به یې ولرو. ددې ملت تراژیدي داده چې کمزوري دولتونه یې درلودل، خو زموږ د خلکو او  ملت د مقاومت په اړه باید تیروتنه ونه کړو. موږ ټولو لوږه تېره کړې ده،‌ موږ ټولو لیدلي دي‌ چي ترهګري زموږ په دوستانو او کورنۍ باندې څه کوي. ‌موږ چمتو یوو چي سولې ته د لارې اوارولو په موخه مذاکره وکړو خو هیڅ څوک دې کله هم دا نه انګېري چې‌موږ به له ویرې او فشار مذاکره وکړو. ‌ترهګر زموږ وینه تویولای شي، خو زموږ هوډ نشي‌ماتولای. ‌

د  تېري ناوړې اونۍ په ترڅ کې، ‌زما دروند همکار او ملګری ډاکټر عبدالله د سناتور ایزیدیار د یوه ځوان زوی په جنازه کي، ګډون وکړ. د جنازې په جریان کي‌یو بل بم وچاودېد، دومره قوی بم چې د ډاکټر عبدالله په دوه مترۍ کې ولاړ  زموږ  د یو جهادي رهبر او عالم نیم جسد په یوه روغتون کې‌ وموندل شو او نیم یې بل روغتون ته وړل شوی ؤ.

دا ترهګري ده. ‌

بیا هم په هغه ماښام، حتا مخکې تر دې چې وینې او خاورې په بشپړ ډول پاکې‌شي او له دې سره سره چي‌د نورو بمونو ډېر ګواښ موجود ؤ، ډاکټر عبدالله د جنازې تر ختمولو پاتې شو څو هغه اعزاز او درناوی ادا کړي‌چې‌هیڅ ترهګر به یې مخه ونه نیولی شي. ‌

دا زړورتوب دی. ‌

بي بي شیما په کندهار کې یوه مور ده. درې زامن یې له ترهګرۍ سره په جګړه کي‌ ووژل شول، دوه په پولیسو کي او یو په اردو کي. بیا هم کله چې مې ورسره ولیدل،‌ له خپل څلورم زوی سره یې مرسته کوله چي د جنګېدلو لپاره نوم لیکنه وکړي.

ما ورڅخه وپوښتل چې ‌ولې؟ کولای شي زوی یې په کور کې ‌پاتې شي‌ او د خپلې مور پالنه وکړي. ‌‌

ویې ویل، دا ځکه چي زه غواړم زوی مې‌له ترهګرو سره وجنګېږي څو زموږ په کلي کې  میندې او لوڼې هغه درد احساس نه کړي چې‌ ما تېر کړی دی. ‌

آغلو او ښاغلو، موږ اوس ټول په یوه کلي‌کې اوسو،‌ داسې کلی چې د یو شمېر هغو شبکو لخوا تر برید لاندې دی چې‌هیڅ حد او سرحد نه پېژني. ‌نن زموږ موخه داده چې وښیو موږ هومره غښتلي یوو لکه بي بي شیما، هومره زړور یوو لکه ډاکټر عبدالله او د ترهګرو د سلطې د ختمولو لپاره  هومره ژمن یوو لکه ۳۱ میلیون افغان وروڼه او خویندې.

ژوندی دې ‌وي‌افغانستان

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0