د دوه اړخیزه همکاریو اجرائي کمېټې د ناستې په اړه د افغانستان او امریکا متحدو ایالاتو ګډه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان حکومت دننه یوه پروسه پیل کړی چې دهمکارۍ د نوي تړون په نوم یادېږي. دغه نوښت چې افغان حکومت یې مشري کوي، د یوې سوکاله، باثباته او نېکمرغه ټولنې د جوړولو لپاره د حکومت تعهد ښیې او دا هغه عنصر دی چې متحدو ایالاتونود جنوبی اسیا لپاره د ستراتیژۍ په جوړولو کې پرې زیاته تکیه وکړه او بالاخره  د روان میلادي کال د اګست په ۲۱مه نېټه  جمهور رئیس ټرمپ اعلان کړه.

جمهور رئیس غني پرون د افغانستان او متحدو ایالاتو د دوه اړخیزو همکاریو اجرائې کمېټې غونډه راوبلله چې د دغې پروسې د څلورو کاري ګروپونو راپورونه واوري. د جمهور رئیس غني په مشرۍ جوړه شوې دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون درلود.

په غونډه کې په کابل کې د متحدو ایالاتو د سفارت شارزدافیر هوګو لورنس او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکولسن د امریکایي پلاوي مشري کوله.

په غونډه کې د دواړو لورو د کاري کمېټې مشرانو د دې همکارۍ د تړون د څلورو برخو )حکومتولۍ، اقتصاد، امنیت، سولې او پخلاینې( پر بشپړېدو رڼا واچوله او څرګنده یې کړه په ټوله کې د افغانستان دولت، د متحدو ایالاتو د ۲۰۱۲ کال ستراتیژیکي همکاري د تړون سره سم، دوه سوه معیارونه ټاکلي دي.

له دغه تړون سره سم، افغانستان په نړیوالو معیارونو برابر معیارونه لري چې د حکومتولۍ نورې نړیوالې ادارې لکه نړیوال بانک هم ورڅخه ګټه اخلي او ملاتړ یې کوي. دغو کاري ګروپونو د تړون سره سم پر هغو پلانونو هم خبرې وکړې چې له مخې به یې په افغانستان کې پرمختګ وڅارل شي او کاري ګروپونه به پرې په راتلونکي کې خپلې ناستې کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0