د جمهور رئیس غني په مشرۍ د سرې میاشتې عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د سرې میاشتې عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سرې میاشتې عالي شورا غونډه نن مازدیګرپه ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې  ټولنې مرستیال او سرپرست ډاکټر میرویس اکرم له جمهور رئیس څخه په مننې وویل، ستاسوځانګړې پاملرنه د سرې میاشتې ټولنې د کارونو د موثریت او ښه والي لامل شوې.

هغه  د افغاني سرې میاشتې  ټولنې غصب شویو جایدادونو او ملکیتونو ته په اشارې وویل، د سرې میاشتې ځینې غصب شوي جایدادونه او ملکیتونه بېرته  اخیستل شوي، خو اکثره لا هم د غاصبانو په ولکه کې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د غیر منقولو شتمنیو سلاکار محمد قاسم هاشمزي وویل ، د سرې میاشتې ټولنې ځینې جایدادونه د تثبیت اسنادو او د غاصبانو له ولکې څخه ژغورلو ته اړتیا لري.

د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه دې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال او عمومي رئیس واکونه واضح او غصب شوي جایدادونه بېرته ترلاسه شي.

د سوداګرۍ وزارت معین محمد قربان حقجو د نړیوال سره صلیب د فعالیتونو کموالي ته په اشارې د سرې میاشتې ټولنې د مرستو او فعالیتونو په زیاتوالي ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د سرې میاشتې ټولنې په مقرریو کې د والیانو لاسوهنه او مداخله  د سرې میاشتې نړیوال باور ته زیان رسوي.

نوموړي وویل، د سرې میاشتې ټولنه باید ډېر پام ناامنه او محرومو سیمو ته وکړي او خپلې مرستې د هغو سیمو اوسېدونکو او خلکو ته متمرکزې کړي.

د ملي بانک رئیس احمد جاوید وفا د سرې میاشتې ټولنې د لګښتونو او عوایدو د شفافیت ، د جایدادونو د تثبیت او کاري پرمختګونو د معلومولو لپاره د واضح ستراتیژۍ ترتیب مهم وباله.

جمهور رئیس غني د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، د سرې میاشتې د جایدادونو او ملکیتونو د ثبت برېښنایي ډیټابیس دې جوړ شي چې د چارو ادارې عمومي ریاست په دې برخه کې مرسته کولی شي.

جمهور رئیس وویل، د سرې میاشتې د ملکیتونو او جایدادونو غاصبین باید معلوم او لوی څارنوالۍ ته معرفي شي. هغه د سرې میاشتې د عوایدو د سیستم جوړولو په برخه کې د جمهوري ریاست اقتصادي سلاکار اجمل احمدي ته د مرستې لارښوونه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د تفتیش یوه نړیواله کمپنۍ دې وګومارل شي چې د جایدادونو په اړه واضح پالیسي رامنځته  او د سرې میاشتې ټولنې د جایدادونو ارزښت او د هغو عواید په اساسي توګه وارزوي.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې د سرې میاشتې ټولنې عواید باید په دفتري چارو نه، بلکې خلکو ته د خدماتو او مرستو په برابرولو ولګول شي. هغه زیاته کړه، د عدلیې وزارت د تقنین کمېټه به د سرې میاشتې ټولنې د سکرتر جنرال او عمومي رئیس د واکونو د تفکیک په اړه کار وکړي.

جمهور رئیس غني وویل، والیانو ته به د ویډیو کنفرانس له لارې لارښوونه وکړي چې د سرې میاشتې ټولنې په مقرریو او چارو کې مداخله ونه کړي او همدارنګه به هغوی ته د سرې میاشتې د فعالیتونو د لا ښه والي او موثریت په خاطر د هر اړخیزو همکاریو دستور ورکړي.