ملي تدارکاتو کمېسیون د کمال خان بند په اړه د ارزونې ځانګړي پلاوي وړانديز منظور کړ

ملي تدارکاتو کمېسیون د کمال خان بند په اړه د ارزونې ځانګړي پلاوي وړانديز منظور کړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د کمال خان بند پر دریېم فاز د ارزونې ځانګړي پلاوي پر راپور د بحث تر څنګ د یادې پروژې د  قرارداد د ارزونې د موندنو د پایلو په اړه د یاد پلاوي وړاندیز تائید کړ.

یاد پلاوی د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې لمخې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د عدلیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې له ګډو استازو جوړ شوی وو چې  د پمتیک شرکت وضعیت، چې د کمال خان بند د دریم فاز  پروژې له درې شرکتونو څخه یو دی، و ارزوي.

د وړاندی شوي راپور لمخې یاد پلاوي د موضوع په اړه د پلاوي د رئیس او غړو او د انرژۍ او اوبو او دغه راز د اقتصاد وزارتونو د مقاماتو په ګډون څو ناستې کړې وې چې د پمتیک شرکت د ورشکسته ګۍپه اړه اسناد یې  څېړلي.

د دې راپور لمخې هغه اسناد چې د ترکیې څلورو رسمي مراجعو د انقرې اجرايي محکمې، د افلاس ریاست، د سوداګرۍ خونې او د انقرې د سوداګرۍ د ثبت ادارې صادر کړي، په ترکیه کې یې د افغانستان  سفارت او د بهرنیو چارو وزارت  د مکتوب  له لارې یاد پلاوي ته ورکړي چې د یاد شرکت هیڅ ډول افلاس نه دی په کې تائید شوی، بلکې د هغه فعال والی  تائیدوي.

ارزونکي پلاوي په خپل راپور کې وړاندیز کړی، دېته په پام چې د کمال خان بند د دریم فاز ملي پروژې قرارد لاسلیک او ملي تدارکاتو کمېسیون یې تدارکاتي چارې تائید کړې دي او دېته په کتو چې د قرارداد لوری اصلي شرکت  (اسیابنا) افغاني شرکت وو او دوه نور شرکتونه یې کاري شریکان دي، تر هغې چې د پمتیک شرکت د افلاس په اړه  معتبر دلیل نه وي ترلاسه شوی، قرارداد بااعتباره دی او د پروژې کار دې نه متوقف کېږي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د پلاوي نظر تائید او پر دې سربېره یې پرېکړه وکړه چې د څېړنې بهیر دې ادامه ولري، تر څو د موضوع ټول حقوقي اړخونه روښانه شي او دغه راز دې د بهرنیو چارو وزارت او په انقره کې د افغانستان سفارت په دې برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي. په عین حال کې دې د پروژې د کار جدي او واضح څارنه وشي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د قره باغ-جاغوري سړک پروژې د جوړېدو په اړه د فوایدعامې وزارت پر وړاندیز چې په شرایطو برابرو شرکتونو سره د مذاکرې له لارې په تر ټولو ټیټ نرخ بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه چې په لومړي پړاو کې د فواید عامې وزارت کولای شي له دوو هغو داوطلبو شرکتونو سره چې له نورو ټیټ نرخونه یې ورکړي خبرې وکړي. که مذاکرې نتیجه ورنکړه په دې پروسه کې له ټولو شاملو شرکتونو سره دې مذاکره وشي.

ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز پرېکړه وکړه چې د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او له فساد سره د مبارزې شبکه دې دغه بهیر وڅاري.

ملي تدارکاتو کمېسیون  ۹ نور قراردادونه چې مجموعي ارزښت یې له ۱،۴ ملیارد افغانیو څخه زیات دی له بحث او ارزولو وروسته منظور کړل  چې ځينې پروژې یې په لاندې ډول دي:

–        د دوشي – پلخمري سب سټېشن پروژو د ډیزاین،  د اسنادو د ترتیب او ارزونې په موخه د مشورتي خدمتونو د قرارداد تعدیل (د قېمت له زیاتوالي سره تمدید)، د بامیان ولایت د سب سټېشن توسعه او د نوي سب سټېشن  نصب، له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین، د بامیان ولایت د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا توزیعي شبکه، د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د ارتباطي لین تخنیکي مطالعه او د پیش پرداخت مېټرونو لپاره د مشخصاتو تخنیکي راپور چې یادې پروژې د افغانستان برېښنا شرکت تطبیقوي؛

–        د ښارجوړولو وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ  کمپیوټر او تجهیزاتود تهیه او تدارک  قرارداد؛

–        د مالیې وزارت اړوند د څلور عراده کرین قراداد تعدیل (د بیو د زیاتوالي پرته د مودې تمدید) ؛

–        د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند(د ازبکستان جمهوریت څخه د ۱۰۰ زره متریک ټنه غنمو لېږد پروژې د قراردادتعدیل (د بیې له زیاتوالي پرته د مودې تمدید)؛

–        د ۲۰۳ تندر او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو اړوند د مراقبت برجونو او احاطوي دېوالونو د ساختماني چارو قراداد؛

–        د پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو لپاره د افغانستان د برېښنا شرکت د اړتیا وړ ډیزل تېلو د تدارک قراداد؛

–        د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د جنراتورونو د حفظ او مراقبت پروژې  د قراراد  تعدیل(د بیې له لوړوالي پرته د مودې تمدید)؛

په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د بیت الله شریف حاجیانوته د دوه ډوله واکسین د تدارک  وړاندیز د قراردادي له لوري د شرایطو د نه پوره کېدو او لوړې بیې له امله بېرته ور وګرځول شو. په دې اړه لارښوونه وشوه چې د موضوع اهمیت او استعجالیت ته په کتو دې د ګډ پلاوي تر نظر لاندې د قرارداد بدیل کمېسیون ته په فوق العاده ډول وړاندې کړي.

سربیره پر دې د لوړو زده‎کړو وزارت د لابراتواري تجهیزاتو د تدارک پیشنهادي قرارداد هم بېرته وروګرځول شو، دغه راز د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه زرهي موټرو د تدارک قراداد د کمېسیون له لوري رد او اړوندو وزارتونو ته یې د وروستیو پړاونو لپاره مشخصې لارښوونې وکړې.

په دغې غونډه کې  د جمهوري ریاست دویم مرستیال استا‌‌د محمدسرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو او د اقتصاد وزارت معین او سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسئولینو، د سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا او همدارنګه د مشرانو جرګې د مالي او بودجې کمېسیون  څارونکو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ او فساد سره د مبارزې شبکې رئیسانو هم ګډون درلود.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0