د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډې نن مازدیګر د فاریاب، جوزجان، بغلان، نورستان، کابل، ارزګان او فراه ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه.

 په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه له هړاخیز بحث وروسته، د امنیتي حالت د ښه والي لپاره مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

 دغه راز د راتلونکو دریو میاشتو پر احتمالي ګواښونو غور وشو او غونډې د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته  لارښوونه وکړه چې په لازمو تدابېرو او تیاریو د دښمن شوم پلانونه خنثي کړي.

د غونډې په دوام د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک د وږي میاشتې د ۱۷ او ۱۸ نېټې د پېښو په اړه چې د وسلوالو د ډزو  له امله یو شمېر کابل  ښاریان زیانمن شول، راپور  ورکړ. هغه وویل، یو شمېر کسان نېول شوي او د زیاتو څېړنو لپاره لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

غونډې پرېکړه وکړه، هغه کسان چې د وږي دمیاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه یې وسله پورته کړې او د عامه نظم د اخلال ترڅنګ د عامو وګړو د ځورونې لامل شوي، باید جدي څېړنې ورڅخه وشي او قانون ورباندې تطبیق شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0