جمهوررئیس غني د کابل د ترافیک او ناحیو د وضعیت د ښه والي په اړه لازمه لارښوونه وکړه

جمهوررئیس غني د کابل د ترافیک او ناحیو د وضعیت د ښه والي په اړه لازمه لارښوونه وکړه

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د کابل د ترافیک او د ناحیو د وضعیت په اړه د پایتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ راپور واورېد او د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د کابل ښاروالۍ ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کابل ښار د ناحیو د وضعیت ښه والي ته جدي توجه وکړي او اړونده ادارو سره په همغږۍ په واټونو کې د ګڼه ګوڼې مخنیوی وکړي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د کابل د ترافیک وضعیت د ښه والي په موخه بدیلو لارو او واټونو ته اړتیا ده او په دې اړه باید عملي اقدامات وشي.

د هېواد جمهور رئیس د پایتخت زون د انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ ته دستور ورکړ چې د ښار او ناحیو د وضعې د ښه والي او همدارنګه د کابل ترافیک د تنظیم لپاره ژر تر ژره عملي طرحې ترتیب او وړاندې کړي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0