د۱۳۹۱ لمریز کال دوري۱۳مه - د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنيت د شورا غونډې د هيواد عمومي امنيتي حالات ، د امريکا له متحده ايالاتوسره د ستراتيژيکو همکاريو د سند او د شپې له خوا د عملياتو د تفاهم ليک په باب د خبرو د پرمختګ څرنګوالي وڅيړه .
په دې غونده کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د ستراتيژيکو همکاريو د سند د متن اود شپي له خوا د عملياتو د تفاهم ليک د متن په باب د شویو پرمختګونو د څرنګوالي په باره کې خبرې وشوې .
وروسته دکورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي دهرات ، فراه ، غور او بادغيس ولايتونو ته د خپل کاري سفر په باب د ملي امنيت شورا غوندې ته معلومات ورکړل .
د کورنيو چارو وزير وويل چې دغه سفر د امنيتي حالت، د پوليسو د پرمختيا د څرنګوالي او په برياليتوب سره په دغو ولايتونوکې د ليږد د بهير د تضمين لپاره د پراخو اصلاحاتو د راوستلو د څيړنې په مقصد ترسره شو او د هرات ، فراه ، غور او بادغيس د ولايتونو د پوليسو د قطعاتو پوځي روزنيز مرکزونه او جيلونه وکتل شول.